احمد الیاس دهغه خبریال مستعار نوم دي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې په کندز ولایت کې د یوې خصوصي راډیو خبریال وو او د یوې اندازې تنخوا په لرلو یې ځان او خپلې کورنۍ ته ښه ژوند برابر کړی وو، خو اوس بې کاره دی او له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.
د هغه دخبرو له مخې، چې پخوانې نظام کې یو څه اسانتیاوې وې، ځکه کارې فرصتونه موجود وو او د خلکو د روزګار څرخ چلېده.
نوموړې وايي، له یوکال راهیسې وزګاره دي او دخپل شخصي موټر یې هم پلورلي دي او ټولي پیسې دخپلې شپږ کسیزې کورنۍ پر خوراک او پوښاک لګولي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دکندز ولایت یو بل اوسېدونکي ۲۸ کلن محمد حسیب، چې د یوې خصوصي راډيوتلویزیون کارکوونکی دی وایي، پخوا یې ۷ زر افغانۍ تنخوا لره او له همدې درک د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابرول.
دې هم وايي، چې له لس میاشتې راهیسې خپله دنده له لاسه ورکړي او اوس په کور ناست دي او له بې کارې سخت ځوریږې.
په افغانستان کې دا مهال د کار محدودیتونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالی، وهل ټکول، د یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول او زنداني کول د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې لویې ننګونې بلل کېږي.
یوشمېر افغان خبریالان په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو د بندېدو د پرلپسې دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دوی دغه راز، له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغان خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې سلګونه خبریالان بې دندې او لسګونه رسنۍ وتړل شوې.
د نۍ د معلوماتو پر بنسټ، تېر یوه کال کې دسیاسي او اقتصادي ننګونو له وجې ۴۸ رسنۍ تړل شوي.
نی وايي، د جمهوري نظام له سقوط وړاندې، په افغانستان کې ۷۷۴۶ خبریالانو فعالیت کاوه چې اوس مهال یې ۶۰ سلنه بېدندې شوې دي.
دیاد بنسټ په خبره، له دې خبریالانو ډېرو یې وطن پرېښی او ځینو یې بیا درنو کارونو ته مخه کړې.
له افغانستان د جګړو، ناامنیو، بې روزګارۍ او نورو لاملونو له امله څلور لسیزې کېږي چې بېلابېلو هېوادونو ته د خلکو قانوني او ناقانونه کډوالي را روانه ده.
یو شمېر نور افغانان هم له ورته وضعیته شکایت کوي.
کندز ښار د کابل په اډې کې عبدالحکیم راته وویل، د بې روزګارۍ او بې وزلۍ له امله غواړي له هېواده بهر ولاړ شي:
“اړ یو یا به ایرانه ته ولاړ شو او یا به پاکستان ته ولاړ شو، یو خوا ته به ځان وباسو له خیره. کار او بار نشته. ځمکې نه لرو او کوم کار نه لرو .”
دیرش کلن میروس نظری، چې پخوا یې د کندز په یوې دولتي ادارې کار کاوه وايي چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ د روزګار خرڅ يې د معاش له لارې چلاوه.
ښاعلي نظري زیاته کړه، معاش پرې قطع شوی او دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دي:
” هر ورځ خلک له فقر او بې وزلۍ سره مخامخ کېږي او همدغه ستونزه د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر ځوانان له دې ولایته ولاړ شي او بهرنیو هېوادونو ته مخه وکړي. دولتي مامورین هم وزګار شوي، نو په واقعیت چې په اوسني شرایط کې یو مړۍ ډوډۍ پېدا خورا ستونزمن شوي او په همدې دلیل موږ غواړو چې بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شو.”
ګڼ شمېر ځوانان د طالبانو له مشرانو غواړي چې په نوي نظام کې ځوانانو ته ونډه وکړي او د ځوانانو له انرژۍ ، استعدادونو او له ځانګړو طرحو څخه د نوې نظام په بېلابېلو ادارو کې کار واخلي او په دې کار سره به ځوانان تشویق شي او په هېواد کې به پاتې شي.
په وروستيو کلونو کې زيات شمېر افغانانو د کډوالۍ ناقانونه لارې غوره کړې چې ډېری یې خطرناکې او ګواښونکې دي، په دې ترڅ کې ډېری په اوبو کې ډوب شوي او یا په لارو کې د سختیو له امله مړه شوي هم دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني که څه هم د افغان کډوالو د شمېر په اړه معلومات نه شريکوي،خو وايي چې دوی هڅه کوي دغه هېواد کې د بې وزلۍ او فقر کچه راټيټه کړي او په دې ډول د لا ډېرې کډوالۍ مخه ونيسي.
میاشت مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي وو چې تېرو درېیو میاشتو کې له یو لکو زیات خلک له بېلابېلو لارو بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي چې ډېری هغه یې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو پرمهال د افغانانو د تخلیې په پروسه کې شامل وه.
خو هغه معلومات چې ځینو رسنیو ته رسیدلي ښيي چې په ۳۱م د اګسټ ۲۰۲۱میلادي کال کې کله چې امریکايي سرتیري له افغانستانه ووتل، شااوخوا یو میلیون افغانان له بېلابېلو لارو له افغانستانه ووتل.
دغه شان په دې وروستیو کې د نیویارک ټایمز په یوه راپور کې راغلي، هغه افغانان چې په غیرقانوني ډول له پولو اوړي، د پخوا پرتله هغه وخت چې نړیوال سرتیري افغانستان کې وو، له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې په کې زیاتوالی راغلی.
نیویارک ټایمز په خپل راپور کې دا هم لیکلي چې په اوس وخت کې هره اوونۍ لږ تر لږه ۳۰ زره تنه له افغانستانه وځي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.