دا مُهمه نه ده چې زه دي خامخا د مشهور شاعر په شاعري وغږېږم او که څوک دا ګمان کوي شاید هغوی ذوق ونه لري.
ګورئ! شهرت د خدای ورکړه ده او خدای ج په ریښتنې مینه او زیار دغه نعمت خلګو ته ورکوي خو هغو خلګو ته څوک چې یې وړ وي زما انتخاب شاعر نه بلکې شعر دی هغه که د یوه ماشوم وي هم زه به پرې خپله تنده خړوبوم ځکه ماته لیک د خسته توب وخت کې لکه تسلي داسې شي او زړه مې پرې تش شي.
خېر!
راځم نن درته د ځوانې څرۍ په یوه بل ګلاب غږېږم چې پخپلې خوشبو یې د زړونو ناوکۍ میَنې کړې دي او د ده په بوۍ باندې داسې تکیه کیږي لکه یو بوډا کس په همسا ځوان شاعر مانو “اورښت” صیب یادوم “اورښت” صیب د زړونو په صحرا باندې اورښت کوي او د ګلانو د کر لپاره یې تیاروي داسې مهین الفاظ رااخلي لکه په پرې جامو د ماشین د ستن بخۍ چې په عالي کیفیت شوې وي او دی هم په خپلو الفاظ همدغو بخیو ته ورته د زړونو ګنډل کوي.
اورښت دډېرو خبرو لایق دی چې لیکل به یې زما له وسه نه شي راځم دلته یې ثابتوم.
غزل
لږ چې هم خپه شمه موسکا راته کوې
ځکه دې څراغ بولم رڼا راته کوې
ته چې پسته غېږه لکه ساه رانه چاپیر کړې
گل شم د سپرلي غوندې ادا راته کوې
ضد دی؟ که له نازه دې تندی خټه نېولی؟
نه پوهېږم دا کوې؟ که دا راته کوې
حيف! زما د زړه په جيب کې نشته يو خواږه
ته د ماشومانو غوندې «تا» راته کوې
څه به درته يادې کړمه ستا ماتې وعدې
پرېږده اوس هغه بهانه بيا راته کوې
ته خو به اورښت نه يې د للمو د وطن
داسې چې خبرې د صحرا راته کوې.
مطلع کې شاعر خلګو ته معشوق څومره عالي تعبیروي چې ګواکې څوک که معشوق تعبیروي باید له څراغ سره تعبیر شي چې د ژوند تیارې او ترږمۍ درنه وړي او دا حالت پخپله شاعر په دې بیت کې یقیني کوي چې دی د خپل معشوق رڼا ته ناست دی همدا ده چې تر هرې رڼا یې رسوي.
دوهم بیت بیا هم شاعر د خپل معشوق غېږه د ځان لپاره یو د رب بیل نعمت بولي داسې نعمت لکه په پسرلي چې چې د څریو په وچو ډنډرو کیږي او بیا ترې تازه او خوشبودار ګلان زرغوڼیږي شاعر غواړي خپل معشوق ته دا ووایي چې څومره ورته اړتیا لري.
دریم بیت یو جالِب انځور کاږي او له ځان سره یو پیغام هم لري تاسو به لیدلې وي چې ځینې وخت یو څوک له نازه خپل محبوب ته ځان خفه ښيي چې د ده نظر واخلې او درک یې معلوم کړي او ځینې وخت بیا بعضې خلګ ضد نیوولې وي چې دا کړنه باید لومړی د شاعر په خبره ښه وڅېړل شي او بیا ځواب ورکړل شي که چرته ناز و ناز او که ضد وي بیا قینعت.
څلورم بیت د شاعر بېوسي انځوروي کله چې یو ډېر نیږدې کس درنه د څه غوښتنه وکړي او ته ونه شې کړې چې پوره یې کړې بیا نو واقیاً په ځان حیف (افسوس) کول په کار وي چې له دې سره شاعر مخ شوی او دا بیت یې لوی انځور دی.
پینځم بیت بیا هم د مینې انځور ته د رنګ برس نیولی کله چې تاسو له چا سره مینه لرئ ببا ترې نه شئ کولای پوښتنه وکړي ځکه چې هغه که تکراره بهانه هم وکړي تاسو ته منظوره وي.
مقطع کې شاعر لکه ما چې مخکې وویل ځان د باران له اورښته سره تشبیه کړی او د مقابل لورې خبرې یې را اخستې چې ګواکې ده ته وایي چې ته خو به د هغه څوک نه یې چې زما د ژوند ستونزې (صحرا) د ګل کولو لپاره پیدا یې چې هم دا خبره له یوه معشوق نه کیدای شي.
اورښت روان غزل لیکې چې زما خبرې شاید تاسو ته خسته کونکې وي خو ځینې وخت په ساده خبرو کې بلها خبرې را نغښتې وي چې باید را وسپړل شي.
راځم دلته بیا د اورښت بل غوړولی ګل درباندې ګورم.
غزل
ژوند دی، په ژوند کې ټيټې جگې په هر چا راځي
يو وخت په مونږ باندې وختونه خامخا راځي
په عجيبه ټوکې گيله راته ولاړه ده
نه د خندا ځای پکې شته نه پرې ژړا راځي
هېرې به نه کړمه په ټول ژوند دوې وړې سترگې
زما تيارو ته ترې وړه وړه رڼا راځي
زه چې کوم ځل شمارم د ژوند د تېرېدو پلمې
د دې حساب د تسلۍ عدد په تا راځي
د خدای په داسې بې پروا باندې مې سر شوی
په ما خو څه، خدای که په ځان يې هم پروا راځي
سړيخواره حالات به وخوري د اورښت هيلې
سپرلی به تېر وي چې په دې گلاب موسکا راځي
د اورښت دا غزل څومره لوړ لیکل شوی.
مطلع کې شاعر غواړې ملت ته د هغوی په ماتو او ستونزو تسلي ورکړي چې ګواکې هر سړی ستونزه لري په هرچا یوه ماته خامخا راځي چې باید ناهیلی نه شي چې دا یو ستره او پرځای خبر څه چې باید خلګ یې یو لوی نصیحت وګڼي.
دوهم بیت د یو څه جالب حالت ترجمان دی چې شاید په تاسو کې په ډېرو تېر شوی وي په ما خپله هم اکثره وخت دا حالت راځي چې په وړې ټوکې/خبرې مې زړه ته داسې ګیله درېدلې وي چې نه پرې ژړلای شم او نه هم خندلای نو شاعر هم له همدې حالت سره مخ شوی او انځور یې په الفاظو کې نغاړلی.
دریم بیت ای هی څه یوه مینه او درک ځینې کسان واقعي همداسې وي چې د سړي د ډېرو بریاوو سبب کیږي چې شاعر په دغه بیت کې تر ما ښه تشریح کړي.
څلورم بیت جار یاره دا هم د پورتني مفهُم سره برابر دی خو ډېر ستر لیکل شوی.
پینځم بیت دلته شاعر د کوم داسې چانه ګیلمن دی چې دی خو زوروي زوروي هغه خو یې دی زغمي خو ځان هم زوروي چې په دې باندې شاعر لا دردیږي او دا حالت هم له ژورې مینه او درک نه کیږي سړی د ځان درد زغملای شي خو د یار او نِګار نه.
مقطع کې بیا هم شاعر خپله ناهیلي غواړي خلګو ته ورسوي چې بغېر له لالي نه څنګه دی.
د اورښت غزلونه دومره خواږي دي چې سړی پکې انتخاب نه شي کوای.
راځو دا غزل یې هم لولو.
غزل
ستړی يم نور له دې خپگانه گيله نه کومه
که دنیا هر څومره شي ورانه گيله نه کومه
زه په تنگ شوی يم په تا له تېر وتلي نظر
زه نن سبا گوره له تانه گيله نه کومه
دا ځلې ماته و مالوم د خپل څراغ ظرفيت
ځکه خو دا ځل د هوا نه گيله نه کومه
چاته چې زړه سپک کړمه روح ور نه زخمي راوړمه
بيا به په ټول عمر له چانه گيله نه کومه
احساسومه په هر چا بوج شوی خپل طبيعت
که گلاب هم شم له خزانه گيله نه کومه
چې پېژندلی مې دوران نه و پرون اورښته
په جار يې وايم، له سبا نه گيله نه کومه.
نو ښاغلی اورښت دي همداسې په زړونو وریږي درد دي یې کم شي او فکر دي یې لا لوړ شي.
هیله لرم چې زما الفاظ به د ده ښاغلې په الفاظو بد نه وي لګېدلې.
درنښت:
محمداجمل (کریمي)
سه شنبه/Jun 13,2023
غزني ولایت اندړو ولسوالۍ خپل کور زرین.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.