شاعر حيات همت

محمداجمل کریمي

501
قلم یو لوی مسؤلیت دی چې رب تعالی یې چاته د نیولو توفیق ورکړي نو دا ورته لازمه ده چې دغه ستر مسؤلیت به په پاکه توګه سر ته رسوي او که یې خدای مه کړه په رسولو کې پاتې راغی او ویې نه غوښتل چې دا مسؤلیت یو ستر مسؤلیت وګڼي بیا یې ازار پسې کیږي چې ددې ارار اخیستونکې به دونیا او اخیرت کې زلیل او رسوا وي.
راځم اصلي خبرې ته زموږ په ټولنه کې نن سبا اکثر خلک قلم په جیبونو کې ساتي چا ستر مسؤلیت ګڼلی او څوک هغه د باقر صیب خبره چای ورباندې خوږوي چې هغه منونکې خلګ یې خواږه او هغه د چي خوږونکې خلګ یې ترخه کړي چې الحمدالله تر چي یې ستر مؤسولیت ګڼونکې زه ډېر لولم او ځینو خو تر خپلې ضیموارۍ ور آ خواه لا ګڼلي دی چې مثال به یې زه په یو دروند او ستر انسان ښاغلې حیات”همت”صیب درکړم همت صیب د ژوند د ناخوالو زغملو له همت سره سره د ټولنې د درد درمل کولو ته هم همت کړی چې په هڅو یې له ما تاسو ښه خبر یاست.
که د همت همت درته تعریفوم نو شاید د قلم سیاهي را ختمه شي راځم د ده د فکر ډېوې مخ ته درته ږدم چې څومره رڼا کوي.
غزل
زه بخت لرم اشنایه رقیب زور لکه اوبه
راځي به مي وپښو لره نسکور لکه اوبه
تر څو به وهم منډې سر وهم د مځکي مځکي
زه نه لرم په درست جهان کي کور لکه اوبه
موږ یو په بل کي ورک سو محبت هم دې ته وایي
موږ دومره سره ګران یو لکه اور لکه اوبه
خدایي مي زورور سي لکه کاڼي تر پښو لاندي
زه اخلمه پر سر باندي کمزور لکه اوبه
شاید وي ملایکو پکښي خاوره هېره کړې
څپې څپې وجود دي کوي شور لکه اوبه
چا ږغ کړله چي یار درڅخه تللی دی همته!!
زه سولم پر څلور طرفه خپور لکه اوبه
حیات خان همت
د همت صیب دا غزل څومره ساده ده خو په خپلې سادګۍ کې له ځانه سره خورا څه لري.
مطلع کې شاعر ولس او ټولنې ته دا پیغام رسول غواړې چې زور مهم نه دی بلکې تالې(بخت)مُهم دی چې د رب له لوري ورکول کیږي هغوی چې زور لري په دې دي نه نازیږي چې ګواکې هرڅه د ده دي او د همت صیب دغه بیت د رحمان بابا دغه شعر ته د سړي فکر وروړي چې هغه فرمایي.
عقل مه غواړه تالې له خدایه غواړه.
عقل من د تالېمنو غلامان دی.
چې همت صیب پخپل دغې مطلع کې دا خبره لا واضح کړې ده.
دوهم بیت: دلته شاعر خپله مرداره بېوسي انځوروي او داسې انځور ورکوي چې کله یوه لښتي کې روانو اوبو ته هرڅو ورخ وتړې خو دوی بیا هم ځان که له ورخه وا نه ړوي د لښتي له ژیو نه اړوي ولې چې د دوی په اندرون کې زور دوی ته دا وخت نه ورکوي چې دوی دي ارامې شي عمّا چې له پاسه د دوی ریشته نه وي پرې شوې.
انسان هم اکثره وخت داسې د خپلې اندرونی اور له کبله په ارامېدا کې پاتې راځي چې ممکن دا حالت ډېرو احساس کړی وي.
دریم بیت:دغه بیت نه موږ دوه واضع مفهُمه اخیستای شو.
۱: کله چې تاسو دوه پیالې اوبه په یوه جام کې واچوئ نو بیرته یې نه شي جلا کوای حتی که د هغوی خوندونه ډېر توپیر هم ولري نو دلته شاعر د هغو خلګو مثال هم ورکوای شي چې یو له بل سره د همددغو اوبو په شان مینه او ګډوالی لري یعنې یو په بل کې سره احساسيږي.
او دوهم له دې بیته موږ دا مفهُم هم اخستاسو چې ګواکې شاعر د خپلې ټولنې منفي تقطې ته اشاره کړې چې ګواکې ډېر داسې انسانان شته چې یوځای کیده یې لکه د اوبو او اور مثال لري.
څلورم بیت؛کې شاعر د هغو درنو خلګو مثال ورکوي چې د سړي په زړه کې لکه د کاڼې درانه پاتې شي اګر که څوک نه غواړي څوک پکې وساتي.
پینځم بیت:دلته شاعر غواړې خپل معشوق دومره ستر تشبیه کړي چې ګواکې هیڅ خچ نه لري او د هغه انداز او شوخي داسې ګني لکه کله چې اوبه له یوه ورخه نه خوشي شي نو بیا په ناز تاؤ را تاویږي.
مطلع کې شاعر غواړي خپل معشوق ته پیغام ورکړي چې ګواکې څومره ورته اړتیا لري او څومره ښکلې تشبیه یې کارولې تاسو په یوه ګیلاس کې اوبه واچوي او بیا هغه ګیلاس مات کړئ چې اوبه یې څومره لارې کوي ولې چې دوی په ناڅاپي وتلې وي او هیڅ لاره او ګودر نه وي ورته معلوم.
هیڅ کله یو څوک لکه د همت صیب د دغه بیت د خبرو غوندې ناڅاپي مه پریږدئ ځکه هغوی له دې حالت سره نابلد وي زر خپله ریښتنې لاره ورکولای شي.
د ښاغلي حیات همت صیب شاعري ډېر نوې خبرې له ځانه سره لري چې زما تعبیر به یې انځور نه کړای شي.
راځم دلته یې بل عالي غزل هم درباندې لولم.
غزل
ته چي د ښکلو څه مخ اړوې اصلي نه یې
ځانه! رشتیا ووایه زما خو به کاپي نه یې؟
ستا دخندا دغه اهنګ دا سور او لای خبري
ته قسم واخله چي ته لور د موسیقي نه یې؟
دروازه وان دجنت ټینګ ټینګ تلاشي کړم ویل
یا ته پښتون نه يې!! او یا خو جنتي نه یې !!!
ژړا دي اوس خلاصه کړه ځانه سختۍ ورسته پاتي
ته اوس ویار ته وررهي یې رارهې نه یې
خوشبو ترې خیږي نه ګلاب دی،او نه بل بوټی دی
ملي بیرغه پر ځیګر خو د لالي نه یې؟
د یار د حسن لمر ته پروت لکه یخی همته!
ځان ته دي پام نه دی سړیه نیمایې نه یې.
د محترم همت صیب دا غزل ډېر روان دی چې زما لیک ورته عاجز دی چې دغه ستر غزل تشرح کړي خو دریم بیت یې خپله سړی مجبوروي چې پرې وغږیږي.
دې بیت کې شاعر د قام د کړنو د پایلې انځور رسموي چې شاعر یې سخت دردولی او دا خبره یې پکې کړي چې پښتانه د ریواج په تیارو کې دومره ورک دي چې ملایکې یې لا د ایمان رڼا ته ژاړي او افسوس پرې کوي.
د دروند همت صیب شاعري دومره له خوږ احساسه ډکه ده چې هیڅ سړی الفاظ نه شي ورته پیدا کوای.
راځئ دا ستر ذوق یې هم ولولئ!
غزل
سره شونډان دي په غاښو نیولي چټې
په تشکیر سره را اړوي سکروټې
خوښي څه کړې ، یار چي غم راکړی لا خوښ یم
مینه لیري ،چي نفرت وکړي په مټې
نن مي ډیر غېږي ته راغلې خدای دي خیر کړی
تاوان پیښ وي همېشه له ډیري ګټې
د نازو په ځیرکتیا کي څه بدي وه؟
په لوی لاس چي پښتون زېږوې له لټې
چاویل چي ابوجهل جوړېدی نو
د پنجابه یې را وغوښتلې خټې
زه چي نه یم یاران داسي وي همته!!
لکه پرې چي د لاسو وي ګوتي بټې
حیات خان همت
په دې غزل نه درته غږېږم ځکه زما د الفاظو لمنه خالي شوه دومره الفاظ نشته راسره چې دغه ستر الفاظ پوښ کړم.
د همت صیب عمر دي ډېر شي او د ټولنې مېندي دي د همت صیب غوندې ستر انسانان ډېر راوړي چې د قلم رڼا یې د دې تیارې ټولنې لارې او کوڅې رڼا کړي.
هیله مې دا ده چې زما د عاجزانه الفاظو جامو به دغه ستر الفاظ نه وي بدرنګ کړي.
درنښت: محمداجمل کریمي
غزني ولایت اندړو ولسوالۍ خپل کور زرین.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.