بېنېټ: افغانستان کې بشري سرغړونې بې ساري دي

424
محمد اسماعیل شاکر – دویچه ویله

19 ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي په خپل رپوټ کې ددغه هېواد بشري وضعیت تر ۹۰ کلونو هم بدتر بللی. د هغه نورې موندنې څه دي؟

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپل رپوټ کې ویلي، د ښځو او نجونو حقونو څخه په بې ساري توګه سرغړونه دوام لري.

هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د خپل رپوټ تر وړاندې کولو وروسته خبریالانو ته وویل«دا زور زیاتی ښايي د ۱۹۹۶ کال څخه هم ډېر وي، ځکه تر ۲۰۰۱ کال څخه وروسته کله چې جمهوریت جوړ شو، د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو په ساتلو ډېر ټینګار کېده او تر ټولو جدي مسله داده چې افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی چې هلته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او اوس خبره ۴۰۰ ورځو ته ورسېده.»

ریچارډ بېنېټ دا هم ویلي چې د نجونو ښوونځیو تړل کېدو سره د ولایتونو په کچه توپيري چلند کیږي.

ده زیاته کړې چې په یوه ولایت کې د طالبانو د ځايي چارواکو په مشوره تر شپږم ټولګي پورته هم د نجونو ښوونځي پرانېستي ول، ده د ولایت نوم نه دی یاد کړی.

ښاغلی بېنېټ افغانستان ته په ۱۲ ورځني سفر تللی ؤ او د نورو ولایتونو ترڅنګ یې په پنجشېر کې هم له طالب چارواکو او خلکو سره کتلي دي.

د طالبانو په حکومت تور دی چې په پنجشېر کې یې د مقاومت جبهې په نوم خلک ځورولي او ان د جګړې پرمهال نېول شوي بندیان یې په ډزو وژلي.

افغانستان/پنجشیر: د طالبانو ضد د مقاومت جبهې جنګیالي
افغانستان/پنجشیر: د طالبانو ضد د مقاومت جبهې جنګیاليانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

بېنیټ وویل، پنجشېر کې یې له خلکو سره کتلي او ده ته یې داسې انځورونه او بیلګې ورښودلي چې ښيي له محکمې پرته جنګي بندیان اعدام شوي. هغه په دې اړه وويل: «زما په باور هلته د بشري حقونو او نړېوالو قوانینو څخه د سرغړونې جدي اندېښنې شته او دې لپاره دلايل هم موجود دي.»

ریچارډ بېنېټ وویل، په لږکیو برېدونه او په رسنیو ډېرېدونکي فشارونه نور لاملونه دي چې ښيي افغانستان کې بشري آزاۍ له څومره ګواښونو سره مخامخ دي.

دی زیاتوي رسنۍ تر فشار لاندې دي او په سخته څارل کیږي، دوی نه پرېښودل کیږي چې د پېښې له ځایه او روغتونونو څخه خپلواک مالومات ترلاسه کړي.

په رسنیو کې د ښځو او نجونو د کار محدودیت په اړه یې وویل:«ددغو محدودیتونو له امله ډېری ښځینه خبریالانو په رسنیو کې خپلې دندې پریښي دي.»

بېنېټ وايي، افغانانو داسې احساس کړې چې نړۍ یو ځل بیا هېر کړي دي. هغه وویل:«دا د نړۍ مسؤلیت دی چې افغانان هېر نه کړي.»

طالبانو په سملاسي توګه د ښاغلي بېنېټ دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تل یې ټینګار کړی چې خلکو سره د اسلامي شرعي قوانینو له مخې چلند کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلاميي ویلي په افغانستان کې یې د بشري وضعیت ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو د بې پرې څېړنو ته زمینه برابره کړې ده.

طالبان وايي ځیني کسان د علمي او قانوني تګلارو خلاف د ټولیزو شبکو د شایعاتو او اوازو له مخې رپوټ ورکوي چې دا د اړوند بنسټونو باور او بې پرې توب ته زیان رسولی شي.

هغوی ادعا کوي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۵مې بدلون څخه وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شوی دی.

د ستونزو حل په څه کې دی؟

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاؤ د مکررو اندېښنو په څرګندونو او ادعاوو ستونزې نه حلیږي.

په کابل کې سیاسي شنونکي امان الله هوتکي دویچه ویله ته وویل، په هېواد کې د اساسي قانون او نورو مدني او بشري قوانینو نشتوالي ددغو ستونزو زېږنده دي. «زما په نظر مسلکي کسان په کار دي چې په دندو وګومارل شي او واک ورکړل شي، یو قانون رامنځته شي، اصول وي، بیا ممکنه ده چې د بشري سرغړونو مخه ونېول شي.»

ددغه افغان کارپوه پروینا، هغه قوانین لایحې او اصول نامې په افغانستان کې نشته چې نړېوال او خلک یې غواړي.

ښاغلي هوتکي وویل، سره له دې چې د طالبانو حکومت د شرعي قانون د شتون خبره کوي خو ټینګار دادی چې ددغه قانون د تطبیق لپاره هم باید یو طرزالعمل موجود وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.