د افغانستان د اوبو وضعیت

پوهاند محمد بشیردودیال

524

د افغانستان د اوبو وضعیت

(د طبیعی منابعو د بحث اتمه مقاله)

زموږ نیکونو(اسلافو) زرکاله مخکې لوی لوی کارونه کړی وو: کاروانسرایونه او لویې لارې، څلي او لویې کلاوی، د خپلو ښارونو د ساتنې پریړ او پیاوړی دیوالونه، دکار اسبابونه، ژرندې، جوماتونه،… خو په دې ټولو کې د کښت او کروندو لپاره ویالې او بندونه د دوی شهکارونه وو.

ویالې، بندونه  اوسربندونه چې د فلاحت او غلو- دانو د تولید او دباغونو دسمسورتیا لپاره وې، د چین ددیوال یا د مصر داهرامو دپروژو څخه هم مهمی پروژی وې. اهمیت یې دا و چی دا پروژې د فلاحت او سرسبزۍ لپاره وې. موخه مو هغه کانالونه، ویالې او د اوبو بندونه دي چې شنې کروندې او لوی باغونه ورباندی خړوبیدل اوژرندې ورباندې ګرځیدې. دغو شنوباغونو او کروندو ته له عرب مورخ نیولی تر چینایی نړۍ ګرځیدونکی ټول حیران وو او له کاشان تر کاشغر او دچین له لری څنډو تر شام پوری تلونکی کاروانیان به یی باغونو کی دمه کیدل. دسیستان باغونو څخه نیولی دبلخ او بیا د کابل لوګر او د ننګرهارترباغونو پورې یې یادولای شو، غلې – دانې پریمانه وې او د میوو کمی نه و.

   

۱.شکل: افغانستان عنعنوی اوبخورسیستم                         ۲.شکل: دافغانستان د کلیوانکشاف (اقتباس :ګوګل)

زموږ همتناکو نیکونو به سیندونو ته په ډیر زیار او خواریو د ونو له پیاوړو ښاخونو اوتیږو بندونه جوړ او له هغه ځایه به یی په مهارت تر ډیرو لری سیمو ویالی غځولی . (سراو) کروندی به ټول کال شنی وې، خو (پایناو) به نور فصلونه کرل، خو شولو ته یی پوره اوبه نه پاتی کیدې. دغه ویالې به دغرونو او غونډیو ډډو کی په لوړو سیمو کی کیندل شوې وې او ټیټو سیمو ته به لښتی ورڅخه بهیدل. میراو به د اوبو او اوبخور د سیستم مدیریت کاو. هغه هیوادوال چی بیلابیلو ولایتونو کی بیلابیلو کلیو کی اوسی/اوسیدلی دا ډول تاسیسات یې لیدلی دی. له بده مرغه موږ د اوبخور دغه سیستم نه یواځې دا چی نور هم بشپړ نه کړ، بلکی له منځه مو یووړ. زه به د هر ولایت د ویالو له مثالونو تیر شم؛ د کابل د یو څو ویالو مثالونه به یاد کړم:

د کابل د روزمینی/روانو یا جاری اوبو منابع عمدتاً جنوب، جنوب لویدیځ او لویدځ څخه وې. د لویدیځ له لوری لومړنی د اوبو منبع د لوګر سیند و/ اوس هم دی. دغه سیند دقشلاقونو څخه تر راتیریدو وروسته د سنګ نوشتی په سیمه کی د کابل د شیوکیو او سهاکو سیمو ته ننوت/ننوځي. له سنګ نوشتی څخه لږ پورته د (زیړو اوبو) په نوم یو ه لویه ویاله اوبه هم ورسره ګډیدلی. دغو اوبو د خیراباد له چمن څخه د زابُرپه بڼه ټول کال جریان درلود چی له سنګ نوشتی لږ پورته یی د لوګر دسیند په اوبو زیات تاثیر درلود . همدی سیمه کی دوه ویالی د سیند ښۍ جناح او یوه کیڼې جناح ته جلا شوی وی. دښی لاس ویالو د سهاکو، شیواکو، بګرامیو، کمریو کروندی او باغونه خړوبول. د کیڼ لاس ویاله وروسته تر دی چی د ولایتیو او بینیحصار کروندی خړوبولی، ډیره برخه یی د قول حشمت خان نیزار او ډنډ اوبو ته ورتلی(دا ډنډ زموږ یو ملی پارک و) او نوری اوبه د قلعچی او لوګر ټانک تر سیمی دوو خواووته کروندی او باغونه خړوبول. پاتی اوبه پل محمود خان سره بیرته د کابل سیند ته ورتلی. د جشن شپو کی به د (اتشبازی ډنډ) له همدی ویالی ډک شو. بله منبع د للندر دغرونو څخه راوتلی چی څو ویالو د ریشخورو سیمه خړوبوله او یوه برخه مخ په ختیز د سراسیا او بیا د چهل دختران سیمو زمکی خړوبولی او د چهاراسیا د ګلزار غونډی څخه په تاویدو به د سردار ولی د بڼ لاندی د غونډ تعلیمی تر سیمی کروندو ته رسیدلی. بله ویاله د چهلستون له ده کلان څخه په تیریدو د چهلستون بڼ او له هغه نیولی دګذرګاه تر سیمی زمکی او باغونه خړوبول پاتی یی د توپ غوڼدی له اړخه په تیریدو د تخته پل او لاهوری دروازی څخه د بالاحصار لاندی نیزار ته ورتلی چې ټول کال به نل پکی ولاړ و( د اوسنی منارسیمه). (جوی کلان) د کابل ښار د ختیځ نیمه سیمه خړوبوله. یوه بله ویاله د چهاردهی ټوله علاقه تر قلعه مسلم اوقلعه غیبی، ده مرادخان پوری خړوبوله. دی ټولو څخه د څښاک او دمني په موسم کی د ژرندو کرځولولپاره هم کار اخیستل کید. یوه ویاله د پل حسن خان سیمه کی جلا شوی وه بله د ګذرګاه پله سره ، چی د اوسنی باغ وحش سیمه یی هم اوبه کوله او دژوبڼ د بتکو ډنډ له همدی ویالی څخه ډکید. د اوسنی ژوبن سره یوه بله ویاله جلا کیده چی د ماشین خانی تر څنګ(جوی شیر) څخه په تیریدو به پارک زرنګار ته، له هغه ځایه د ارګ دننه اوبیا له ارګه تر تیریدو ورووسته قلعه ی جنګی اوبی بی مهرو ته رسیدله. تر قلعه یی خیاط پوری یی ټولی زمکی خړوبولی. له پغمان څخه راوتلی چمچه مست سین هم ډیری سیمی خړوبولی، خو د پغمان اوبه په ډیرو درو او چړونو کی د خالداری نه نیولی تر هغه کوزو برخو پوری باغونه خړوبول. د پغمان هیڅ دره بی اوبو نه وه. له دی پرته د قرغی بند هم د کابل ښار لپاره د څښاک اوبه برابرولی او هم یی (ده عربانو) څخه نیولی تر باغ داود او بیا آن تر قلعه ی جواد سیمی خړوبولی او یوه ویاله ورڅخه د باغ بالا د بڼونو لپاره را وستل شوی وه. دکابل پوهنتون ساحه هم  له همدی منبع اوبه کیدله (کله چی موږ محصلان وو، د پوهنتون باغوانانو به بیلونه په اوږه اود مسجد سنګکشان نه نیولی د سیلو ترمخی به یی ویاله پاکه او اوبه به یی را سیخولی، همدا یې پایناو و).دغه راز د کابل ښار وروستی برخه، یعنی پخوانی نقاش او دمسلخ ریاست سره یوه ویاله د خواجه رواش کروندو او بڼونو او بیا له هغه ځایه تر تره خیلو پوری رسیدلی وه. دغه ټولی ویالی او بندونه د خلکو له خوا د دوی د محلی وسایلو په مرسته په تخنیکی کار رغاول شوی وو. هر پسرلی به د (مردجوی) په  نوم له ولسونو څخه خلک تلل او ویالی به یی د میرابانو ترهدایت لاندی پاکولی. له ویالو څخه بیلابیل لښتی جلا شوی وو. میرا ب په انتخابی شکل ټاکل کید. هغو ځایو کی چی اوبه کمی وی، د اوبو نوبت د میراو له خوا ټاکل کید. د کابل شاوخوا ځینی مشهور کاریزونه هم وو.

له دی پرته زموږ د ډیرو سیندونو تراسونو / دوو اړخونو ته کښت کید، د کابل سیند له تنګ غارو لاندی نیولی تر ګوګا منډی او بیا تر سرکونډو بابا، نغلو او له هغه کوز د سروبی بیلابیلو سیمو او ډیرو نورو ځایو کی خلکو له همدی سیند او له غرونو څخه د راوتونکو چینو په مرسته زمکی کرلی او هیڅ ځای بی کښته زمکه نه وه. د هیواد شمالی ولایتو کی هم د اوبخور سیستم په محلی امکاناتو جوړ شوی و. زموږ پخوانی بندونه لکه غازی بند، کمالخان، دغزنی بند سلطان او ډیر نور د هماغو وختونو څخه دی. په کندز کی زموږ نیکونو په ډیرو ابتدایی وسایلو جبه زاری زمکی په زراعتی لوړحاصل لرونکو زمکو واړولی او دشمال د کندو نوم ورته غوره شو، خصوصاً د وریجو، جغندرو او مالوچ حاصلاتو یی نوم درلود، د هرات او کندهار د میوو بڼونو او د بلخ د خټکیو پالیزونو نوم درلود. دکاپیسا،خصوصاً د تګاو خلکو دغه عنعنوی سیستم ته د باغونو د خړوبولو لپاره ښه انکشاف ورکړی و چې منبع یی له شمال څخه  دپنجشیر سنید و. دا هغه څه و چی دخلکو د معیشیت لپاره یی کافی حاصلات لرل.

۳شکل:  له سیند څخه په عنعنوی بڼه د ویالو کښل ( اقتباس: د کلیو پراختیا اداره)

نن ورځ موږ د اوبخور هغه سنتی سیتمونه ټولو ولایتونو کی له لاسه ورکړ او کرنیزی زمکې په کورنو، سړکونو، هیټیو، سرایونو، د موټرو په اډو او نورو استعمالونو له کښته ووتی، باغونه شنډ شول او شنه ساحه محدوده شوه. دا یوه ویجاړوونکی پېښه وه حال دا چی د نفوس اسکان، ښاری پراختیا او د صنعت، تجارت، شهری استعمال، سرایونو، رهایش، خدماتی چارو او نورو استعمالونو لپاره باید موږ یو سنجول شوی پلان درلودای . موږ باید په هغه مهال چی نوری نړی د اوبو د مدیریت لپاره په عصری تکنالوژي سمبال ادارات جوړکړل، خپل ادارات جوړ کړی وای. مثلاًد پاکستان د” WAPDA” اداره ، ایران “سازمان مدیریت منابع آب ایران” ، د مطالعات شیلاتها موسسه او “وزارت نیروی ایران”، امریکی National Rivers and Streams Assessment (NRSA)  او انګلستان لس د محلی اوبو اداری (regional water authorities) تر کار لانی ونیولی، هندوستان هم دا کار په بریالیبتوب پرمخ بوت، دوی د اوبو برخو کی دعلمی څیړنو په خاطر د (Hydrology) او د اوبو اندازه ګیری(Hydrometric ته ښه انکشاف ورکړ او په پوهنتونو کی یی درسی نصاب ورته جوړ او متخصصین یی وروزل. له بده مرغه موږ له هماغه وخته دی مهمی ساحه کی وروسته پاتی شولو.

یادونه : یو ورور د ایمیل له طریقه دا پوښتنه کړی وه، چی افغانستان د کافی جاری اوبو او سیندونو د لرلو سره سره ولی کښت ته پوره اوبه او دزمکو په لرلو ولی پوره غله نه لری. خو د دغه ورور دتعلیم کچه او دکار ځای ماته معلوم نشو، اړ شوم چی د طبیعی منابعو دبحث د اوبو برخه له پورتنی ساده موضوع په عمومی بڼه ( نه تخصصی) راپیل او بیا د اوبو مدیریت او ستراتیژی ته ورباندی ورسیږو.

( بحث دوام لری) .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.