زه کولای شم د ژوند ژبه

1,185

ماشومان ليدلي چې د لوبو په وخت کې د ميږيانو مخې ته يې لاسونه نيولى وي او د هغوی لاره يې بنده کړې وي . ميږيان په همدې وخت کې د بلې لارې په لټه کې وي او روان وي . ماشومان دا لاره هـم بنـدوي او ميږيان بله لار پیدا کړي او روان شي … ماشوم د شوخۍ نه ميږيان ديوال نه راغورځوي . ميږيـان پـه اختیارۍ بیا دیوال ته ورخيژي . ميږي ته که هر څومره خنډونه راشي خو هغه په دې باور لري چې زه کولای شم . تر مرگه هغوی هڅه کوي ، مبارزه کوي ، زيار باسي او په همدې باور روان وي چې زه کولای شم . د هغـوی دا بـاور تـر مرگه ورسره وي . ما غټ غوايان ليدلي چې ستر بارونه ورپسې تړلي او راکاږي يې ، د هغوی په هر قدم ، که یو انچ هـم وي ، يـو زيـار او هڅه وي چې تر سره کوي يې . دوی د انسانانو د بارونو ښکار شوي وي خو هغوی هيڅکله همت له لاسه نه ورکوي . همدارنگه په سترگو نه ښکاريدونکي ژوندي موجودات هـم خـپـل خنډونـه لـه مخې لرې کوي او ژوند کوي او په دې باور لري چې زه کولای شم . د هغـوی دا باور تر مرگه ورسره وي . زه کولای شم ، د ژوند ژبه ده . زه نه شم کولای د مرگ ژبه ده . د ټولو مخلوقاتو څخه انسان اشرف المخلوقات دی خو بیا هم د مرگ ژبه کوي . انسان د مرگ په ژبه يانې زه نه شم کولای باندې باور لري او تعقيبوي يې . څيړنو دا ښودلې ده چې يو انسان وړاندې تر دې چې ۱۴ کلن شي د خپـل مـور پـلار ، ښوونکو او ټولنو له خوا ورته ۱۴۸،۰۰۰ ځله ويل کيږي چې ته نه شې کولای . د هغې چاپيريال په هغې کې ۱۴۸،۰۰۰ ځله دا ټکی ورټومبلی وي چې ه ، هغه نه شي کولای . زه کولای شم ، هغه کولای شي ، مونږ کولای شو . انسان باید له انسانه پورته شي .
انسان باید د مرگ ژبه هیره کړي او د ژوند ژبې تـه غيـر ورکړي . زه کولای شـم چې دا ټکې وغورځوم ، زه نه شم کولای . که زه باید دا ټکې وغورځوم چې زه نشم کولای نو زه به دا ټکی هرومرو وغورځوم چې زه نـه شـم کـولای . نو څه وشول که ماته ۱۴۸،۰۰۰ ځله ویل شوي چې زه نه شم کولای ؟ ماته د انسانیت تاریخ ۱۴۸،۰۰۰ انسانانو دا ښودلې چې زه کولای شم . د ژوند هر اړخ ماته وايـې او په دې ډاډ راکوي چې زه کولای شم . د ژوند دا غږ زما په دننه کې ورځ تر بلې پورته کيږي . د مرگ ژبې ته دا مرگ دی . راځئ ټول په خپل ځانونو باور ولرو . په خپل ځان باور لرل به مونږ ته د عقيدې داسې لار وښايي چې مونږ يې جوړ کړي يو .
له فکره کار واخله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.