د مفتي شاکر په اړه ځانونه په شک او تردید کي مه اچوی

احمد شاه ساحل

207
د مفتي شاکر په اړه ځانونه په شک او تردید کي مه اچوی. همدا چي ستا هنرمند او سندرغاړی ورسره راحت دی، ستا د قوم ډم ته احترام لري، ستا پر انجینر او معلم ټاپې نه لګوي، د افکارو تنوع مني، ستا ځوان مني، د هغه سیاست او فعالیت مني، ستا د لور/خور د کار او تعلیم مخالف نه دی، ستا شخصي حریم ته نه داخلیږي، ستا دېګ او نغري ته یې سترګي نه دي، همدا کافي ده چي ووايي دا یو واقعي او د عصر په اړتیاوو پوه عالم دی.
زموږ لپاره د ښه او بد معیار باید افغانستان او وګړي یې وي. که چا قبله هم پر سر را خیستې وي، خو چي خبره یې د افغانستان په زیان وي، باید د نفرت او کرکي وړ وګڼل سي، اما که څوک ستا د وطن او پښتون د خیر خبره کوي او هغه د ژوند په اصل مقصد او راز پوهوي، دا که حتا د جومات پر ځای په مندر کي هم ناست وي، قابلٍ احترام دی او ”مفتي منیر شاکر“ دی.
له دې ماسېوا په دې اړه نور ټول سولېدلي اختلافات ایګنور کړی، او په اړه یې بیخي بې تفاوت سی. د ملا په رګونو کي وینه کمه، خو اختلافات زیات جریان لري. دوه تنه به په یوه نظر پيدا نه کړې. د دوی ترمنځ اختلاف همېشه د دوی د باورونو او برداشتونو پر اساس وي، چي دا شخصي اختلافات بلل کیږي، اما دا چي د خلکو ور پام نه سي، په خورا هوښیارۍ همدا شخصي ستونزي او اختلافات په دین او مذهبونو توجیه کوي. خو چي یو پکښي موسی سي، هغه ته بیا ټول یوه خوا سي. مفتي عبدالولي هم د مفتي منیر شاکر مخالفت کوي، او خلیفه دین محمد او مریدان یې هم ټوله ورځ بد پسې وايي. په داسي حال کي چي مفتي عبدالولي او خلیفه دین محمد بیرته پخپل منځ کي هم اختلاف لري. دا واقعاً د تعجب وړ ده. دغسي په پښتونخوا کي ټول هغه خرافاتي او مزخرف ملایان چي شپه و ورځ به یې د یو بل سره په مناضرو، چغو او چلینجونو تېرېدل، نن ټول د مفتي شاکر پر وړاندي یو سوي او لګیا دي کله یې عوامو ته منکرٍ حدیث کړي او کله یې منکرٍ ایات.
اخیر دا څوک دی او څه کوي چي منځلاري او توندلاري، ټول ورته پر یوه خوا سوي؟
له دې یې سړی معلومولی سي چي مفتي شاکر د موره یو دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.