فېسبوک کې د ملګرتیا لېږنې ځینې اصول او اداب

زلمی کاکړ

238

۱- که مو پروفایل باندې خپل انځور نه وي، چا ته بلنه مه لېږئ، ځکه د مجهول الهویته او نامالوم شخص بلنه څوک نه مني
۲- کله چې چا ته بلنه لېږئ او په عین حال کې مسیج کې هیله ترې کوئ، چې بلنه مو ومني، نو د (هیلې) په انداز غوښتنه ترې وکړئ، لکه: ښاغلیه! هیله ده، بلنه مې ومنئ!
په آمرانه او استادانه لهجه مه ورته وایاست: بلنه واخله!
۳- فېسبوک کې د ملګرو د شمېر محدودیت دی، تر (۵۰۰۰) زیات کسان څوک ملګري کولای نه شي، نو که ستا بلنه چا ونه منله، یا یې په ځنډ ومنله، پر هغه د مغروره او کبرجن ګومان مه کوه، مه دا ورته وایه، بلنه منې، که یې بیرته واخلم!
۴- مه دا وایه، که چا زما بلنه ۲۴ ساعته کې ونه منله، بیرته یې کېنسلوم، ته او ستا بلنه دومره مهم نه دي، چې خلک وګواښې
۵- هېڅکله یو چا ته له دې امله بلنه مه لېږه، چې خپل یو لایکر زیات کړې او هغه به ستا پوسټونه لایکوي، مهمه دا ده، چې د هغه ذوق او علمي سویه وګورې، چې څه ډول مطالب خپروي، چې یو څه ترې زده یا ورزده کړې
٦- د نجلۍ په نامه اکونټ ته د عاشقۍ لپاره بلنه مه لېږه! نجونې وزګارې نه دي، چې له هر للو و پنجو سره د مینې تار وغځوي، مېرمنې او نجونې هم موږ غوندې دلته راځي، چې یو څه ولیکي، ځینې مطالب خپاره کړي او یو څه زده کړي، د عاشقۍ او عیاشۍ لپاره نه راځي
۷- کله چې خپله بلنه له هرې وجې بیرته اخلئ، نو جار مه وهئ او مه هغه شخص ته وایاست، په پټه خوله یې کېنسل کړئ، ځکه دلته د ملګرو کمی نشته، هر چا ته په سلګونو او زرګونو بلنې پرتې دي
۸- کله چې مو څوک بلنه ومني، سمدستي مسینجر کې شخصي پوښتنې مه ترې کوئ، د فېسبوک ملګرتیا تر همدې لایک او کمینټ پورې محدوده ده، دا چې هغه ځوک دی، څه کوي او چیرې اوسي، د هغه په اړه پلټنه مه کوه
۹- د یو چا د کورنۍ ښځینه غړو ته بلنه مه لېږه، ځکه هغوی اکثره یوازې د خپلې کورنۍ او نږدې دوستانو بلنې مني
۱۰- فېسبوک کې خلکو ته له دې امله بلنې مه لېږه، چې ملګري به دې زیات شي، مشهوره به شې، لایکونه او کمینټونه به دې زیات شي، فېسبوک یوه ټولنیزه شبکه ده، موږ تاسې دلته یو ګړی راځو، چې سات تېرو، له یو بل سره خواله وکړو او يو څه زده کړو، نور نو د فېسبوک شهرت، لایکونه او کمینټونه دومره مهم نه دي، چې سړی دې یې د ژوند مقصد وګرځوي
۱۱- که چا د ملګرتیا بلنه درته راولېږله، د مغرورۍ او برترۍ احساس مه کوه! مه پر هغه د بلنې منلو احسان باروه! دا فېسبوک کې یو معمول دی، ټول خلک یو بل ته بلنې لېږي، ځکه ورته خواله رسنۍ وایي، دې کې یو پر بل د احسان خبره نشته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.