موږ د امریکا له کروز توغندیو څخه نه ډارېږو

جعفر هاند

194
د ط الب انو حکومت اوله دوره وه. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د نارنج ګل مشاعره وه. استاد محمد اصف صمیم خبرو ته پاڅېده، ناهیلی او په غوصه و او ویې ویل:
د وحدت په ورځپاڼې کې مې یو غټ عنوان ولوست چې ملا محمد عمر ویلي:
«…موږ د امریکا له کروز توغندیو څخه نه ډارېږو. یو څوک چې د کروز له توغندیو نه ډارېږي د یو لیکوال او شاعر له قلم څخه ولې وډار شي…»
هغه وخت کې هم کوم شاعر د شعر ویلو له کبله، چې په واکمنانو ښه نه و لګېدلی، نیول شوی او بندي و.
څه کم درې میاشتې کېږي چې بیا د استاد صمیم د ټاټوبي یو بل لیکوال او شاعر، عزت الله ځواب نیول شوی او بندي دی. ځواب لا په رسمي ډول په کوم څه تورن شوی نه دی او زه یې هم په «ګناه» خبر نه یم.
خو د هغه شاعري د ټولنیز طبقاتي‌نظام، بې عدالتیو، نا انصافيو او په واکمنانو باندې په انتقادونو ورټوله وه. همدغه راز یې د افغانستان د ځینو ګاونډیانو په غندنې هم شعرونه لیکل.
کله چې په جمهوریت کې ګل اغا شیرزی د ننګرهار والي، هم ځواب نیول شوی او بندي شوی و. شاید بیا یې هم د شاعرۍ له کبله وي. الله اعلم.
هیله لرم چې ځواب د روژې په دې وروستیو مبارکو ورځو کې پرېښودل شي چې اختر له خپلې کورنۍ او بچیانو سره یو ځای تېر کړي. روژه د رحمتونو، مغفرتونو او عتق من النار میاشت ده.
کورنۍ یې وايي چې هغه تر نیول کېدو مخکې هم رنځور و او درمل یې خوړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.