د خویندو لوڼو پر تعلیم بندیز

حلیم شملزی

159
که د دې لپاره وې چې دغرب مقابله کوو نو بیا خو پکار ده چې ټول سیده پر بیت المقدس ورشو, هم به رب راضي شوی وی هم به مو غرب ته دمقابلې سم مشروع دعوت ورکړی وې که ستونزه مالي وې فیس ولګوه, که نصاب ستونزه لرې هغه دې اصلاح شې, که طب, روزني, درس وتدریس ته دښځو اړتیا نه وې هم ووایه کنه امام غزالي رح خو علم خیاطي هم فرض کفایه بولې دستر عورت لپاره, ریاضي هم واجب ګڼې ځکه علم میراث او دزکواة, بیوع, تجارت معاملات له ریاضي سره تړاو لرې مالي عبادات پر ښځو هم فرض دې. مالي عبادات هغه مهال د فرضیت مصداق خپلوي چې څوک مال ولرې او دمال حصول کسب وشغل کولو ته اړتیا لرې, د ساینسي علم دفرضیت اړوند دالله تعالی هغه ایات کریمه هم ددلیل په توګه راوړلای شو چې ټول مخلوق ته فرمایې: آیا تاسي اوښ ته نه ګورئ څنګه مو خلق کړی (زولوجي) او اسمان مو څنګه پورته کړی ده (اسټرونومی) او غرونه مو څنګه نصب کړیدې (جیولوجي) او ځمکه مو څنګه همواره کړې ده (جغرافیه), همدارنګه الله تعالی بل ځای فرمایې چې زه به خپلې نښاني دوي ته په افاق کې وروښیم (سپیس ساینس) او هم ددوي په نفسونو کې (سیکالوجي). نو هسې بې فایدي کتل خو عبس کار دې, مقصودي تحقیق لپاره یې نر وښځه دواړه مخاطب کړیدې
نوټ: دا خبره بالکل مه کوه چې مناسب شرایط نه دې اماده ځکه چې د خپل نظام مشروعیت دې تر سوال لاندې راځې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.