(ارواښاد دوکتور بسم الله امیر (ځیرمن

زلمی هېوادمل

649

محقق استاد، خارجیانو ته د پښتو ښوونکی او د افغانی فرهنګ روزونکی ارواښاد دوکتور بسم الله امیر (ځیرمن)

د روان ۲۰۲۲م کال غالباً د مارچ میاشت کې مې د یوې خور پر فیسبوک پاڼه ولوستل چې د کابل پوهنتون د وخت د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځی استاد، دوکتور بسم الله امیر (ځیرمن) له دې نړۍ سترګی پټې کړې دي.
دده د مړینې د غمجن خبر په لیدو د خواشینۍ ترڅنګ، له دوی سره د نژدې پیژندنی، خاطرو او فرهنګ ته ددوی خدماتو زه اړ کړم چې دده په باب څه ولیکم. خو په هغه ورځو کې د کرونا او د نویو تحولاتو له کابو یو کلن بندیز وروسته د هیواد دولتی پوهنتونونه پرانیستل شول او زه د کابل او ننګرهار پوهنتونونو په درسی چارو کې دومره بند شوم چې هغه وخت مې دده په باب د څه لیکلو وخت نه کړ پیدا او بیا دا موضوع را څخه هیره شوه.
څو ورځی دمخه مې د وږمې مجلی د لومړیو کلونو کلکسیونونه کتل، د استاد ځیرمن پر نامه مې سترګې ولګیدې او ورسره سم مې پر ده د څه لیکلو موضوع را په زړه شوه.
کله چې پر ۱۳۳۸ کال کې د وږمې مجلې دویم مدیر مرحوم پوهاند دوکتور عبدالرزاق زهیر (هغه وخت پوهیالی) د وږمې مجلې مدیریت پریښود، نو د مجلی د ۱۳۳۸ کال د دریېمی ګڼی د پښتي پر دریمه صفحه ولیکل شول: “د ادبیاتو پوهنځی له خوا د کتوونکی ډلې تر نظارت لاندې او د بسم الله په اهتمام خپره شوه”.
دا بسم الله په همدې ۱۳۳۸ کال کې د ادبیاتو پوهنځې د پښتو څانګی د درییم صنف اول نومره شاګرد و. د ۱۳۳۸ کال د وږمې مجلې له څلورمې ګڼې، پوهاند دوکتور سید بها‌ءالدین مجروح (هغه وخت پوهنیار) د مجلې مدیر وټاکل شو او ددې ګڼې د پښتی پر دویمه صفحه یې لیکلی دي:
مسوول مدیر: سید بها‌ءالدین مجروح
مرستیال: بسم الله ځیر
د وږمې ددې ګڼې له لیدو څوک پوهیږي چې بسم الله دغه وخت د ځیر تخلص غوره کړی ؤ او بله دا ترې ښکاري چې له همدې وخته د مجلې د مرستیال، د پوهنځی له شاګردانو ټاکل کیده او دا لومړیتوب د بسم الله ځیر په برخه دی.
کله چې دی پر ۱۳۳۹ کال له پوهنځی فارغ شو، نو بیا د وږمې مجلې څلورم مسوول مدیر وټاکل شو. د څلویښتمو کلونو په جریان کې دوې دورې د وږمې مجلی مدیر پاتی شوی ؤ، دغه وخت یې تخلص له بسم الله ځیر څخه بسم الله ځیرمن شو. استاد بسم الله ځیرمن د وږمې مجلې د چلولو ترڅنګ په پوهنځی کې تدریس هم کاوه او تحقیق هم.
تر کومه ځایه چې ما ته دده له آثارو ښکاری، ده د پښتو متونو له مطالعاتو سره علاقه درلوده. زما د مطالعی له مخې د پښتو متونو په برخه کې دده منظم کار، له استاد میرحسین شاه سره یوځای د شمس الدین غلجی کندهاری د خلاصة المریدین چاپول دي ۱۳۴۴ /۱۹۶۵.
دویم منظم کار یې د حمید مومند د نیرنګ عشق د تحقیقی متن آماده کول وو چې یې د دریو خطی او دوو چاپی نسخو له مخې د پوهنمل علمی رتبی ته د ترفیع لپاره، د استاد رشاد تر نظر لاندې پر ۱۳۴۸ / ۱۹۶۹ م کال تهیه کړی ؤ، ما یې یوه نسخه د کابل پوهنتون د کتابخانی د افغانستان پوهنی په څانګه کې لیدلی وه. ددې نسخې د متن پاڼی ۱۳۶ او۲۲مخه مقدمه هم پر لیکل شوې وه. دا متن نه دی چاپ شوی.
استاد ځیرمن عادت درلود چې که به یې د پښتو متونو کومه خطی نسخه ومونده نو به یې د همدی متن له چاپی نسخې سره مقابله کوله او د خپل کار نتایج به یې وږمه کې خپرول، لکه د میرزا حنان بارکزی دیوان او د حسین ملک پوري د دیوان معرفی او ارزیابی او هم د پښتو ټولنی د نیرنګ عشق پر چاپی نسخه کره کتنه ۱۳۴۹ / ۱۹۷۰ م کال او د احمد شاه بابا د دیوان د تاشکند د نسخې او د حمید د دیوان د یوې نسخې په باب معلومات یې هم لیکلي او نشر کړي دي.
د تیرې هجري شمسی پیړۍ د څلویښتمو او د پنځوسمو کلونو په جریان کې استاد بسم الله ځیرمن د باز آموزي لپاره، د میلمه استاد او د پښتو د رسمی استاد په حیث د پخوانی شوروی، ایران او چین په پوهنتونونو، علمي مراکزو او د شرق شناسی په انستیتوتونو کې تدریس او مطالعات کړی وو.
دده عادت ؤ چې د خپلو علمی سفرونو ګزارشونه به یې لیکل او وږمه (مجله) کې یې خپرول.
ما خپله دده دوه خپاره شوی اوږده ګزارشونه په وږمه کې لیدلی دي. یو پر ۱۹۶۳ م کال او بل پر ۱۹۶۷م کال کې. له دې دواړو ګزارشونو مې په خپلو ځینو نوشتو کې استفاده هم کړې ده.
سره له دې چې استاد ځیرمن په څلویښتمو کلونو کې دوه پلا د وږمې مجلې مدیر پاتی شوی ؤ، خو کله چې د پنځوسمو کلونو په پیل کې د وږمې مجلی مدیر محمد طاهر علمی خارج ته روان ؤ. پښتو دیپارتمنټ او د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی غوښتل چې درییمه پلا هم استاد ځیرمن د وږمی مدیر مقرر کا. ما هغه وخت په وږمه کې کار کاوه له استاد رشاد چې د پښتو څانګی مشر ؤ او استاد میرحسین شاه چې د پوهنځی رئیس و، له دواړو استادانو مې وارویدل چې طاهر علمي د تحصیل لپاره خارج ته روان دی او ځیرمن چې پدې کار کې تجربه او سابقه دواړه لري همدا راز علاقمند هم دی، دی به د طاهر علمي پر ځای د مجلی مدیر شی او ته به ورسره کار کوې، ما ورته ښه کړل.
د استاد ځیرمن د ټاکلو رسمی مراحل لا پیل نه وو، خو ده د وږمې دفتر ته تګ راتګ پیل کړی ؤ.
یوه ورځ یې ما ته وویل: راځه چې د پوهنځی ریاست ته ولاړ شو، دی مخکې زه ورپسې، د استاد میرحسین شاه دفتر ته ورغلو. استاد ځیرمن، پوهاند میرحسین شاه ته وویل: د معارف او دولتی مطابعو کارونه ډیر دي، زموږ مجله پر وخت نه راوزي. د میرویس میدان په نواحیو کې یوه خصوصی مطبعه جوړه شوې ده، که ستاسی اجازه وي، موږ دواړه به ولاړ شو دا مطبعه به وګورو، که مو خوښه شوه (وږمه) به وروسته تر دی پدې خصوصی مطبعه کې چاپوو.
استاد میرحسین شاه موافقه وکړه، موږ دواړه ترې رخصت شوو. استاد ځیرمن راته کړل، اوس به نو لاړ شو او مطبعه به وګورو. استاد ځیرمن زموږ د پوهنځی په څو محدودو استادانو کې شمار ؤ چې شخصی موټر یې درلود. دده په موټر کې کښیناستو د مطبعې لیدو ته ورغلو، مطبعه مو وکتله او ترې ستانه شوو.
د میرویس میدان څلور لارې ته چې را ورسیدو، استاد ما ته کړل چې زه بیرته پوهنتون ته نه ځم تا به همدلته کوز کړم. تصادف چې استاد موټر د سړک څنګ ته کړی نه ؤ. کله چې ما د موټر دروازه پرانیسته، پر سامان بار کراچی، کراچی وان کنترول نه کړای شوه. او د استاد ځیرمن د ګلالی موټر دروازه یې والوزوله دواړه خفه شوو. استاد کراچی وان معاف کړ او زه تری رخصت شوم.
د استاد ځیرمن د مدیریت کار لا خپل رسمیات نه وو پوره کړي – اوس مې دقیق هیر دي- چې له چین یا ایران څخه د پښتو استاد په توګه دده موافقه راغله، ځکه دی دمخه د کابل پوهنتون له خوا یو خارجی پوهنتون ته د استاد په توګه معرفی شوی ؤ.
استاد ځیرمن خارج ته ولاړ او دوکتور مجاور احمد زیار د وږمې مجلی مدیر مقرر شو. کله چې استاد ځیرمن د استادۍ لپاره خارج ته ولاړ نو مو بیا تر کلونو سره ونه لیدل.
د تیرې شلمې پیړۍ د وروستۍ لسیزې د کلونو په جریان کې یوه ورځ استاد ځیرمن په پیښور کې د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنې دفتر ته راغی. استاد مې ډیر کلونه وروسته ولیده، په لیدو یې ډیر خوشحاله شوم، ښه بنډار مو سره وکړ. له بنډاره را څرګنده شوه چې استاد په اتریش کې اوسي. له فرهنګی کارونو یې لاس نه دی کښلی او د افغانستان د غمیزې له مسایلو سره ځان محشوروي او د استشراق له حلقو سره هم رابطه ساتی.
خپل چاپ شوي دوه کتابه (پښتنې میرمنې) او یوه شعری مجموعه یې راکړل، د (ولس) په نامه د یوې موقوتی خپرونې یوه ګنه یې هم راکړه. له دې آثارو را معلومه شوه چې استاد ځیرمن دوکتوری اخیستې وه او دوکتور شوی ؤ، بله دا چې تخلص یې هم د ځیرمن پر ځای (امیر) شوی ؤ او داهم را معلومه شوه چې استاد شعر هم وایی. ځکه تر ۱۹۷۱ م کال پورې دده شاعري چاته نه وه ښکاره. وروسته بیا خبر شوم چې د شعر درې مجموعی یې چاپ دي.
زموږ د فرهنګ دغه خدمتګار شخصیت او د ډیرو ځوانانو روزونکی استاد، د روان ۲۰۲۲ م کال د مارچ په میاشت کې له نړۍ سترګی پټی کړې. الله دې وبخښی او پر ګور یې نور.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.