«د عشق کافر»

سلیمان لایق

886
ما چې سترگې خلاصولې سحر تېر شو
لا ویده وم د لمرونو گذر تېر شو
لا مې ښکار پسې د غرو څوکې څارلې
چې له ځالې د غرڅه‌وو لښکر تېر شو
لکه میاشت د تورو وریځو په اطلس کې
له خورو څڼو وتلي مرمر تېر شو
لا مې غېږه خلاصه نه وه شنې وږمې ته
چې زما د پسرلیو سفر تېر شو
د ځوانۍ موسم د مینې سور آشوب دی
زما په ستوني د دردونو خنجر تېر شو
لکه پړک چې د برېښنا له سترگو تېر شي
عمر هسې په شېبه کې هدر تېر شو
لنډی ژوند مې یوه د تندو هنگامه وه
زما له تندې هر ساقي بې‌خبر تېر شو
زما تن د هیڅ نغري د سولو نه شو
سور لایق د عشق په دین کې کافر تېر شو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.