م. م: د کوکنارو کرکیله ۳۲ سلنه لوړه شوې؛ طالبان څه وايي؟

672
صفت الله زاهدي -دویچه ویله

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

د مخدره موادو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نیټه په خپل تازه خپاره شوي رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیل ۳۲ سلنه لوړ شوی دی؛ خو طالبان څه وايي؟

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د مخنیوي او د جرمونو ادارې یا «یو این او ډي سي» په خپل یوه تازه رپوټ کې چې د نومبر پر لومړۍ خپور سوی ویلي چې  د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د کوکنارو کروندې د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتې سوي دي. د یادونې وړده چې په افغانستان کې د مخدره توکو کر کیلې او قاچاق په تړاو دا د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ملګرو ملتونو لومړنی رپوټ دی چې دغه اداره یې خپروي.

بل لور ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د معینیت ویاند حسیب الله احمدي، دویچه ویله ته په خپلو خبرو کې دغه راپور رد کړ: «امیرالمومنین د فرمان له مخې پدې هیواد کې د مخدره توکو کرکیله بنده سوي او هیچاته اجازه نه ده ورکړل سوې ترڅو پورې پدې هیواد کې د مخدره توکو کرکیله وکري.»

احمدي زیاته کړه چې »تراوسه پوری د طالبانو د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې ادارې د مخدره توکو پر مرکزونو ۲۳۰۰ بیلابیل عملیاتونه ترسره کړي چې ۲۵۵۰ تنه کوچني او لوی مظنونین پکې نیول سوي او دوسیې یې محکمې ته لیږل سوی دې.» هغه زیاته کړه چې افغانستان کې یو جریب کوکنارو کرکیله هم نسته او که چیري کښت یې وه لیدل سې نو دهقانان به یې د قانون منګلولو ته وسپاري.

په هرات کې د نشه یې توکو سوځول
په هرات کې د نشه یې توکو سوځولانځور: DW

ملګرو ملتونو پخپل خپور سوي یوه راپور کې ویلی «سږکال پر ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل سوي او د کوکنارو د کروندو څارنه پیل سوې او دا دریم ځل ترټولو لویه پراخه ساحه ده چې پکې کوکنار کرل سوي وو.»

د ملګرو ملتونو په خپاره سوي رپوټ کې راغلې دي چې د پخوا په څېر تېر کال هم د افغانستان په جنوب لوېدیځو سیمو کې تر ټولو زیات کوکنار کرل سوي وه  چې په ټول هېواد کې یې د کوکنارو کروندو په پرتله ۷۳ سلنه وه. د راپور په اساس هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې پر پنځمه برخه ځمکه یې کوکنار کرل سوي وه.

د ملگرو ملتونو په تازه راپور کې همدا راز راغلي چې د روان ۲۰۲۲م کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو له لوري د مخدره توکو د کرکیل د منع کولو د فرمان سربیره، د کوکنارو سږني حاصلات له دې فرمان څخه مستثني شوي او دا چې بزګران باید اوس پریکړه وکړي چې د راتلونکي کال له پاره کوکنار کري او که نه. د راپور په اساس، د راتلونکي کال له پاره د کوکنارو بوټي باید د ۲۰۲۲م کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې وکرل شي.

دافغانستان جلال اباد کې د کوکنارو کرونده ګر حاصل راټولوي
دافغانستان جلال اباد کې د کوکنارو کرونده ګر حاصل راټولويانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

خو د هلمند ولایت کروندګر بیا وایې له تیرو څو میاشتو راهیسې له کله چې طالبانو د کوکنارو پرکرکیلې بندیز لګولې له هغه وروسته هیڅ چا کوکنار پرخپلې ځمکې ندي کرلي. محمد سلیم چې د هلمند ولایت د نهرالسراج ولسوالۍ اوسیدونکی دی دویچه ویله ته وویل: «د تیرې جمعې په ورځ په نوزاد ولسوالۍ کې غونډه وه سوه، طالبانو ولسوالو او ټولو ته وویل چې که چیری هرچا کوکنار وکرل نو دوی به سخته سزا ورته ورکړي.» هغه زیاته کړه هیچا ته اجازه نه ورکوې چې پخپلو سیمو کې کوکنار وکري ځکه ټولو دهقانانو اوس غنمو کرلو ته مخه کړي ده.

اکرام خان توحید چې د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکې دي وایې په نوزاد کې هرهغه کس چې کوکنار یې کرلې وي هغوي ته سزا ورکول کیږي. توحید دویچه ویله ته وویل :«تیره اونۍ یو کس طالبانو پیدا کړ چې پخپل کور کې یې تریاک کرلې وه، دوی [طالبان] پرې خبر سول او هغه یې ونیوي او بندي یې کړ او تریاک یې ورته خراب کړه.»

د مخدره توکو د بیو لوړیدو علت؟

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت او پر مخدره توکو د طالبانو تر وضع شویو محدودیتونو وروسته د نشيي توکو بیې په بې ساري توګه لوړې سوي دي. د طالبانو اداره وايي چې علت یې د مخدره توکو بندښت دی ځکه عایدات نسته او نړیوال بازار کې یې نرخونه مخ په لوړیدو دي.

د مخدره توکو قاچاق کوونکې هم وایې چې د مخدره توکو قیمتونه لس سلنه لوړ سوي دې. حاجي عبدالولي چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکی دی دویچه ویله ته وویل چې د تیرکال راهیسې د کوکنارو یو من چې څلور کیلو او پنځه سوه ګرامه کیږي، بیه له ۳۵ زره پاکستانۍ کالدارو څخه سږکال دا قیمتونه تر ۳۵۰ زره پاکستانیو کالدارو پوری رسېږي. هغه وویل: «د تریاکو قیمتونه ځکه لوړ سوي چې اوس ندي کرل سوي. اوس یې قیمت ډیر لوړ سوی او هره ورځ یې قیمتونه لوړیږي. ځینې خلک اوس پاکستان ته تللي او هلته یې کرل شروع کړي.»

د کندهار د میوند ولسوالۍ یو اوسیدونکې چې موږ یې د امنیتي دلایلو له کبله عصمت الله مستعار نوم استفاده کوو، د مخدره توکو د پروسس کارخانه لري او وایي چې د تریاکو قیمت هره ورځ لوړېږي، ځکه تریاک نشته او د تریاکو د پروسس کاروبار زیات سوي. د هغه په خبره په دې وروستیو کې د هیرویینو او کریسټال قېمتونه هم لوړ سوي دي. نوموړي زیاته کړه: « نن زموږ په کارخانه کې یو کیلو تریاک ۱۰۸ زره کلدارې و او نن بازارونه ډیر سم وه.»

 د مخدره توکو قیمتونه لس سلنه لوړ سوي دې
د مخدره توکو قیمتونه لس سلنه لوړ سوي دېانځور: Enayat

طالبانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پرمهال هم په هیواد کې د کوکنارو پر کرکیلې بندیز لګولی وو، خو پدې وروستیو کې د ملګرو ملتونو له لوري په خپاره سوو راپورونو کې ویل کیدل چې د طالبانو د جګړې عاید تر ډیره د کوکنارو له مالیې ترلاسه کاوه، خو طالبانو بیا تل دا راپورونه رد کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.