د افغانستان د ناشرانو ټولنه: ۹۰سلنه خپرندوی او کتاب پلورنځي تړل‌کېدو سره مخ دي

1,153

د افغانستان د خپرونکو یا ناشرانو ټولنه وايي چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ۳۰سلنه خپرندویه بنسټونه او کتاب پلورنځي تړل شوي دي.

یادې ټولنې همداراز ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د ۲۰۰ خپرندویه او ۵۵۰ کتاب پلورنځیو له ډلې یې ۳۰ سلنه تړل شوي او هغه چې اوس فعال دي، ۹۰ سلنه یې د تړل‌کېدو لامل شوی.

د یادې ټولنې مسوولانو سلام‌وطندار ته وویل چې کابل کې له ۲۰۰ خپرندوی او ۵۵۰ کتاب پلورنځیو څخه یوازې ۹۰ خپرنیزې بنسټونه او ۲۸۰ کتاب پلورنځۍ فعال دي.

په همدې حال کې د یوشمېر خپرندویه بنسټونو مسوولان او کتاب پلورونکي وايي، له کتاب لوستنې سره د خلکو د علاقې نشتون، د کاپي رایټ له حق څخه نه ملاتړ، د پوهنتونونو په نصاب کې بدلون او د مالیاتو زیاتوالی هغه ستونزې دي چې په وینا يې دوی ورسره مخ دي.

د یوه خپرندویه ټولنې مشر عبدالمجید سلام‌وطندار ته وویل: «په تېر یوه کال کې د کتاب لوستلو فرهنګ کم شوی، د کاپي رایټ له حق څخه نه ملاتړ او د هېواد په پوهنتونونو کې د نصاب بدلون، په تېر یوه کال د مالیې اخیستل، زموږ عمده ستونزې دي.»

په همدې حال کې، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهی سلام وطندار ته ویلي، یاد وزارت د کاپي رایټ د حق ساتلو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې خپرندویه ادارو او کتاب پلورونکو ته مالیه هم معاف کړي.

دا په داسې حال کې دی چې له دې وړاندې د یو‌شمېر خپرندویه بنسټونو مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي و، کابل ښاروالي اړ کړي چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د جواز ترڅنګ له ښاروالي څخه هم د فعالیت جوازونه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.