پر مځکه د انسانانو شمېر اته زره مليونو ته جګ شو

575
37 دقیقې مخکې

د ملګرو ملتونو د يو اټکل له مخي په نړۍ کي د انسانانو مجموعي نفوس اته زره مليونو ته رسېدلی دی او لا مخ په زياتېدو دی. په هکله يې يو شمېر نور حقايق دلته لوستلای شئ:

ملګري ملتونه اټکل کوي چي د روان ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۱۵مه نېټه په نړۍ کي د انسانانو مجموعي شمېر تر اتو ملياردو پوري ورسېد. په دې توګه له ۱۹۵۰ کال راهيسي په نړۍ کي د انسانانو نفوس درې چنده زيات شوی دی.

د نفوس لپاره د ملګرو ملتونو له صندوق څخه کارپوهه ريچل سنو وايي چي د ۱۹۶۰مو کالونو په پېل کي په نړۍ کي د انسانانو د نفوس د زياتېدنې شرحه په ښکاره توګه راکمه شوه. د هغې په وينا په داسي حال کي چي د ۱۹۶۲ او ۱۹۶۵ کالونو تر منځ په نړۍ کي د انسانانو د نفوس د زياتېدنې کچه ۲،۱ فيصده وه، په ۲۰۰۰ عيسوي کال دغه کچه يو فيصد ته راکمه شوه. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي به تر ۲۰۵۰ کال پوري په نړۍ کي د انسانانو د نفوس زياتېدني کچه و صفر اعشاريه پنځه فيصدو ته راټيټه شي.

د اوښتون ټکی به کله راورسيږي؟

ملګري ملتونه اټکل کوي چي د انسانانو د لا اوږد ژوند د توقعاتو او امکاناتو او په همدې شان د ماشوم زېږېدني د وړتيا و عمر ته د رسېدونکو مېرمنو د شمېر زياتېدو په تناظر کي به په ۲۰۳۰ عيسوي کال د انسانانو شمېر ۸،۵ ملياردو، په ۲۰۵۰ کال و ۹،۷ ملياردو او د ۲۰۸۰ په شاوخوا کي و ۱۰،۴ ملياردو ته زيات شي.

خو يو شمېر نور کارپوهان په دې تړاو بل ډول اټکل ته رسېدلي دي. د مثال په توګه د امريکا په متحده ايالاتو کي د روغتيا د اندازه کولو او ارزولو انستيتيوت (IHME) دوه کاله مخکي د خپل يو تحقيق پايلي خپرې کړې. په دغو کي راغلي ول چي د انسانانو د نفوس ډېرېدنې د شرحې د اوښتون ټکی به په ۲۰۶۴ کال راروسيږي. دا په دې معنی چي په ټوليزه توګه و ۱۰ مليادو شمېر ته رسېدو مخکي به لا د انسانانو د نفوس ډېرېدني شرحه له مثبت څخه منفي ته واوړي. په دغه تحقيق کي د ياد اټکل د استدلال لپاره د ماشوم زېږولو په تړاو اټکلونه ياد شوی ول.

د ملګرو ملتونو د يو اټکل له مخي په نړۍ کي د انسانانو مجموعي نفوس اته زره مليونو ته رسېدلی دی او لا مخ په زياتېدو دی.
د ملګرو ملتونو د يو اټکل له مخي په نړۍ کي د انسانانو مجموعي نفوس اته زره مليونو ته رسېدلی دی او لا مخ په زياتېدو دی.انځور: picture-alliance/dpa

د زېږېدنې په شمېرو کي کمښت

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي په ۲۰۲۱ کال په احصايوي توګه هرې مېرمني د خپل ژوند په جريان کي ۲،۳ ماشومان زېږولي ول. خو تر ۲۰۵۰ کال پوري به ښايي دغه شرحه و ۲،۱ ته راټيټه شي.

لا اوږد ژوند ته توقعات زيات شوي

په نړۍ کي د انسانانو د مجموعي نفوس د زياتېدني يو لامل د انسانانو د اوسط ژوند اوږدېدل دي. په داسي حال کي چي په ۱۹۹۰ کال کي اوسطا د انسانانو و ژوند ته د ۶۳،۸ کالو توقع کېدله، په ۲۰۱۹ کي دغه توقع و ۷۲،۸ کالو ته جګه شوه. ملګري ملتونه اټکل کوي چي په ۲۰۵۰ کال به په اوسط ډول د انسان لپاره د ۷۷،۲ کالونو ژوند کولو توقع کيږي.

د عمر اوږدېدنې او د زېږېدنې په شمېرو کي د کمښت و عنصر ته په کتو سره به په ټولنو کي د زيات عمر لرونکو شمېر هم زيات شي. دمګړی د انسانانو له ټول نفوس څخه لس فيصده داسي کسان دي چي عمرونه يې تر ۶۵ کالونو ډېر دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي به په ۲۰۵۰ کال ياده کچه و ۱۶ فيصدو ته جګه شي. له دې کبله به د تقاعد پر دولتي نظامونو فشارونه هم زيات شي، ځکه چي کم شمېر کار کوونکي به د زيات شمېر تقاعديانو لپاره د تقاعد پیسې برابروي. د دې تر څنګ به د زړو انسانانو د مراقبت او پالنې اړتيا او په دې ډګر کي د کارګرو احتياج هم زيات شي، هغه هم په داسي حال کي چي د ځوانو کارګرو شمېر به کم شوی وي.

د ملګرو ملتونو کارپوهه وايي چي د هيوادونو له خوا په دې هکله ورڅخه پوښتني زياتي شوي دي، چي څنګه کولای شي چي خپل نفوس زيات کړي.

د نفوس د ډېرېدني په ډګر کي د نړۍ په بيلو برخو کي شرحې ډيري متفاوتي دي. د مثال په توګه د ملګرو ملتونو اداره اټکل کوي چي تر ۲۰۵۰ کال پوري به د انسانانو د شمېر زياتېدني نيمه برخه صرف په اتو هيوادونو کي رامنځته کيږي. په وينا يې هند، نايجيريا، مصر، د کانګو دموکراتيک جمهوريت، ايتوپيا، پاکستان، فيليپين او تانزانيا به هغه شل هيوادونه وي چي د انسانانو د نفوس زياتېدنې نيمه برخه به يې په غاړه وي.

د دې تر څنګ د نړۍ په بيلو سيمو کي د انسانانو اوسط عمر څرنګوالی ډېر فرق سره لري. په داسي حال کي چي په اروپا کي اوسېدونکي اوسطا ۴۱،۷ کاله عمر لري، د افريقا د صحرا په سويل کي واقع هيوادونو د اوسېدونکو اوسط عمر ۱۷،۶ کاله دی.

Coronavirus | Indien Gemüsegroßmarkt in Jammu
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Anand

هند له چين څخه مخکي

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي به د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لرونکي دوه هيوادونه يو د بل سره خپل مقامونه په راتلونکي کار تبديل کړي. په دې ترڅ کي به په ۲۰۲۳ کال د هند نفوس تقريبا ۱،۴ مليارډ ته او تر ۲۰۵۰ کال پوري به ۱،۷ مليارد انسانانو ته جګ شي. د چين نفوس به د اټکلونو له مخي تر ۲۰۵۰ کال پوري و ۱،۳ ملياردو انسانانو ته راکم شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.