له یو بل نه ځاریږئ! کله دا حفظَه الله، کله آ حفظَه الله
پخپلو کې تاویږئ! کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله
پلان در څخه ورک دی، سر خوړلې پالیسي
د پوھې د معیار مو ترازو شوہ، چاپلوسي
په کال کې مو جوړ نه کړای شو، قانون اساسي
گمرک ته خوشالیږئ! کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله
د ښځو په تعلیم کې خپل وجدان ته ملامت یاست
د ستر مسئله کې ھر افغان ته ملامت یاست
په ټولو مذھبونو کې قرآن ته ملامت یاست
خو بیا ھم نه پوھیږئ، کله دا حفَظَه الله، کله آ حفَظَه الله
اسلام مو حصار کړی دی پخپله سلیقه کې
د ښځې چادري او د سړي ږیرہ اوږدہ کې
وعدې شوې در نه ھیرې د قدرت بدہ نشه کې
الله نه ویریږئ، کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله
ویل مو چې قدرت به دا ځل نه کړئ انحصار
بیشکه به ورسپارئ نور د کار اھل ته کار
توپیر مو راشئ گز کړئ د عمل او د گفتار
ولس نه لیرې کیږئ، کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله
میوند یم، د میوند یمه ښه کلک امارتي یم
خائن نه یم، د ھر خائن په سترگو کې اغزی یم
د سپین صف ھر فاسد ته مطمئن یم، عبد الحی یم
آخر به محو کیږئ، کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله
______________________
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.