غزل

نظیر انګار

547
چنارغوندی په ونه باندی دنګه غنمرنګه
اوس نه یمه غمی غوندی له رنګه غنمرنګه
هغه وختونه ندی اوهغه ورځی شوی تیری
چی مست به وم نشه به وم بی بنګه غنمرنګه
مودی نه پس می هغه ورځی بیامخی ته راغله
ستومانه وله ستړی وه له جنګه غنمرنګه
چی څه به یی ویلی خدا زده څه به یی په زړه ول
نږدی شوه راته کښیناسته ترڅنګه غنمرنګه
مزی خوځوانیمرګه ټول وخت تاوکړی چی ګورم
ځنګیږی په سینه باندی لونګه غنم رنګه
ځولۍ ځولۍ د امن ارمانونه می دی زړه کی
دوعاکوه چی مړنشم ملنګه غنم رنګه
۰۱/۱۱/۲۰۲۰
لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.