متخصص دوكتور عماد فهمي وايي

ارمان خان امیري

588

په قرآن کریم کې درې داسې آياتونه دي که چا په خپل ژوند کې تطبیق کړل هيڅکله به ناروغ نه شي

د غذايې موادو نړیوال متخصص دكتور عماد فهمي وايي:
که څوک د قرآن کریم دا درى آياتونه په خپل ژوند کې تطبیق کړي؛ نو هيڅکله به ناروغ نشې او نه به د چاغوالي او نورو خطرناکو ناروغيو ښکار شي:
﴿ كُلُـوْا وَاشـرَبُوْا وَلَاتُسرِفُـوا… ﴾ [سورة الأنبياء: ۳۰] وخورئ او وڅښئ خو اسراف مه کوئ…، دا بهترين غذايې رژیم دى.
علماء وايې چې: الله تعالى ټول طب په دغه دريو لفظونو کې راټول کړي دي.
﴿ وَجَـعَـلنا مِنَ المَاءِ كُلَّ شَيءٍ حَي… ﴾ [سورة الأنبياء: ۳۰] او پيدا کړي دي مونږ له اوبو څخه هر ژوندى شى،
يعنى عموما ژوندي موجودات بالواسطه يا بلا واسطه د اوبو څخه جوړ شوي دي، نو اوبه ډيرې وڅښئ برابره خبره چې تږي ياست او يا نه بايد اوبه وڅښئ، ځکه چې اوبه د ګردې او پښتورګي حفاظت کوي او په ګرده کې د کاڼي جوړېدلو مخنيوي کوى او همدارنګه د زړه په فعال ساتلو کې ډير مهم رول لري.
هر انسان بايد په يوه شپه او ورځ کې لږ تر لږه لس ګيلاسه اوبه وڅښي، او د ګازي مشروباتو، انرژۍ له څښلو بايد ډډه وکړي.
د اوبو څښل د مختلفو ناروغيو لپاره وړيا او بهترین علاج دى، د اوبو څښلو ګټې ډيرې زياتې دي، خو دلته ورباندى بحث کول نه غواړم ځکه چې موضوع به ډيره اوږده کړي.
﴿ وَجَعلنا اللَّيلَ لباسًا وَّجعـلنَا الـنَّهارَ معَاشًـا ﴾ [سورة النبأ: ۱۰ـ ۱۱] او ګرځولې ده مونږه شپه د انسان لپاره لباس چې پټوي هر څه په خپلې تيارې سره، لکه څنګه چې لباس د انسان بدن پټوي او له مضرو شيانو څخه يې ساتي، همدارنګه شپه هم، تر څو پکې استراحت وکړي او ځينې نور حاجتونه پکې پوره کړي، او ګرځولې ده مونږه ورځ لپاره د کار.
خلاصه دا چې: شپه د استراحت او خوب لپاره ده او ورځ د کار لپاره، نو بايد د شپې له طرفه وختي ويده شو، او سهار پر وخت راپاڅيږو، او د شپې تر ناوخته پورې له کيناستلو څخه بايد ډډه وکړو، ډاکټران وايي چې: د شپې له طرفه زيات ويښ پاتې کيدل د انسان د صحت لپاره ډير مضر دى، او د ورځې خوب کول هيڅکله د شپې د خوب ځاى نشي نيولى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.