زابل کې تورې ټوخلې دوه ماشومان مړه کړي او ۲۰۰ کسان پرې اخته شوي

772

د زابل د روغتیا ریاست مسوولان د دغه ولایت په سیوري ولسوالي کې پر «تورې ټوخلې» یا تورې غاړې د شاوخوا ۲۰۰ کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي. د دوی په خبره، له دې ډلې دوه ماشومان مړه شوي هم دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي چې د تورې ټوخلې مثبتې پېښې د سیوري ولسوالي په ښالم، سلام‌خېل، ښادي‌ کلي، د محمدکریم او محمدخېلو کلیو کې شوې دي.

د هغه په خبره، هغو ټولو سیمو ته یې روغتیايي ډلې لېږلي چې د تورې ټوخلې د مثبتو پېښو شک پرې کېږي.

نوموړی زیاتوي چې پر دې ناروغي د اخته کسانو درملنه یې پیل کړې او هڅه کوي چې د لا خپرېدو مخه یې ونیسي.

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د سیمې خلکو ته لارښوونه شوې چې چېرته ولاړ نه‌شي او څه موده د روغتیايي ډلو تر څار لاندې تېره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.