د زابل محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لیوني سپیو د داړلو پېښې زیاتې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې لیوني سپیو ۹۰کسان داړلي چې له ډلې یې دوه کسان مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه دوه اوسېدونکي د زابل د میزان او کاکړ ولسوالي اوسېدونکي وو.
د لیوني سپي ناروغي یا رابیس یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه یې شونې ده او د تیکي لرونکو حیواناتو له هغې ډلې سپي چې پر دغه ویروس اخته وي، انسان ته سرایت کوي.
وروسته له هغې چې پر یاد ویروس اخته سپی انسان وداړي، د یادې ناروغۍ ویروس د سپي د لاړو له لارې انسان ته لېږدول کېږي چې انسان ته له داړلو وروسته تبه، سر دردي کمزورتیا او ناراحتي پیدا کېږي.
که یاده ناروغۍ په یوه انسان کې پرمختللې شي، انسان کې د بېخوبۍ، اضطراب، ګنګسي، د بدن د یوې برخې فلجېدل، اندېښنې، د خولې لاړې زیاتېدل، او له اوبو څخه وېره انسان ته پیدا کېږي چې که په څو ورځو کې ورته واکسین ونهشي، ښايي لهمنځه لاړ شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.