له ښوونکو دیني ازموینه؛ آیا مدرسې د عصري زده کړو ځای نیسي؟

488
10 ساعتونه مخکې

په کابل کې یو شمېر ښوونکي وایي چې طالبانو په وروستیو اونیو کې له دوی څخه دیني ازموینه اخیستي او یو شمېر یې اندیښمن دي، چې په دغه ازموینه کې ممکن منفک شي.

دویچه ویله په کابل کې له څو هغو ښونکو سره خبرې کړې دي، چې دغه ازموینه یې ورکړې ده. له دې ښونکو یوه یې وویل: «طالبان یوه کوچنۍ کتابچه چې په هغې کې دیني موضوعات لیکل شوي، ښوونځیو ته ورکول کيږي او وروسته په هغې کې ازموینه اخلي. په هغه حالت کې چې کس ونه شي کولای بریالی شي، له دندې منفک کیږي.»

د دغه ښوونکي په خبره، ازموینه شفاهي ده او له پنځو تر شپږو سواله کیږي او هر ښوونکو یوازې دوې دقیقې وخت لري،چې دغه سوالونو ته ځواب ووایي. هغه وویل، د دغو سوالونو ډېر محدود یې د ښوونځي اړوند دي او نور دیني او عقدوي سوالونه دي.

دغه ښوونکی ادعا کوي چې دغه ازموینه یوازې یوه «پلمه» ده، تر څو طالبان خپل کسان د ښوونکو په توګه وګوماري: «په ښوونیزه حوزه کې، پوهنې ریاست، په وزارت کې او د ښوونځیو مدیران ټول طالبان دي.»

له هغو ښوونکو سره چې دویچه ویله ورسره مرکې کړي دي وایي چې طالبان له دې پرته چې د ښوونکو مذهب په پام کې ونیسي، له هغو د حنیفي فقې اړوند سوالونه کوي.

دغه ښوونکي وویل: «طالبان اصلاً دې موضوع ته هیڅ پام نه کوي چې ښوونکی شیعه دی، لاره او طریقه یې فرق لري. هغوی مجبور دي چې د طالبانو دیني سوالونه ځواب کړي.»

هغه زیاتوي، طالبان له ښځینه ښوونکو سره ډېر سخت دي: «که یو نارینه ښوونکی د ازموینې په ورځ غیر حاضر وي ستوونزه نه ده، خو که یوه ښځینه ښوونکې د ازموینه په ورځ حاضره نه وي، هغه ناکامه حسابیږي او منفک کیږي.»

خو یو بل ښوونکی چې دغه ازموینه یې ورکړي ده، دویچه ویله ته وویل، په هغه ښوونځي کې چې دی تدریس کوي، کوم کس «ناکام او منفک» شوی نه دی. هغه زیاتوي: «آوازې شته، هغه ښوونکي چې ناکام شي هغوی منفک کیږي، خو زه خپله کامیاب شوی یم.»

د طالبانو پوهنې وزارت له پرلپسې اړیکو ټینګولو حاضر نه شو، چې په دې اړه معلومات ورکړي.

ولې طالبان د عصري زده کړو مخالف دي؟

طالبانو چې ځينو یې د افغانستان او پاکستان په دیني مدرسو کې دیني زده کړې کړي دي، په خپله لومړۍ دوره کې یې له  ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د عصري زده کړو سره مخالفت درلود. دغي ډلې په هغه وخت کې د نجونو ټول ښوونځي تړلې وو او د هلکانو په ښوونځيو کې دیني مضمونونه ډېر ول.

د اسلامي او دیني چارو کارپوه، محمد محق دویچه ویله ته وویل: «طالبان د خپلې پیژندنې ساتنه او د سنتي ارزښتونو ملاتړ کوي، له ښاري او ټولنیز ژوند له ارزښتونو يې ښه نه راځي. د دې مسلې رېښه همدا ده.»

محق وایي، په تېرو ۲۰ کلونو کې له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغ شوو کسان کولی شول، چې د دولت په لوړو پوستونو کې ځای پر ځای شي، د معاش، امتیازاتو، ټولنیز او سیاسي حثیت څخه برخمن شوې ول، خو ملایانو دغه فرصت نه لرلواو اوس په همدې دلیل هغوی خپله دښمني د دین د دفاع په نوم توجیې کوي.

د ښاغلي محق په باور، د سیاسي نظر له مخې طالبان د عصري زده کړو او ښوونځیو سره مخالف دي او په وینا یې په عصري زده کړو کې د پوښتنې کول د زده کوونکي مسلم حق دی، خو د طالبانو په سیاسي تګ لاره کې دغسې څه نشته او هر څوګ باید د «امیرالمؤمنین» د امرونو اطاعت وکړي. هغه وایي، له همدې امله دغه ډله غواړي چې ښوونځیو ته «بې معنی محتوا جوړه کړي.»

محق په دې نظر دی چې طالبان غواړي ملایان په ښوونځیو کې ځای پر ځای کړي او په دې ترتیب ښوونځي تر خپل کنترول لاندې راولي: «د ملایانو شمېر ډېر وي، ملایان د دولت ملاتړي دي او نور ښوونکي د انتقاد جرئت نه لري.»

هغه زیاتوي، د طالبانو له دې چلند سره د ریاضي، فزیک او د نورو مسلکي برخو ښوونکي «احساسوي، چې دوی بې ارزښته دي، هیڅ امتیاز نه لري او له سپکاوي سره مخامخ دي.» هغه وایي د وخت په تیریدو سره به ښوونځي د مسلکي رشتو له ښوونکيو خالي شي: «ښوونځي به په ظاهر کې ښوونځي پاتې شي او په داخل کې به د ملایانو له لورې یو اشغال شوی چاپیریال وي.»

انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

محق په دې باور دی چې طالبان غواړي په افغانستان کې لویې مدرسې وي چې «په مشرۍ کې یو شیخ الاسلام شتون ولري او نور یې ټول اطاعت کوونکي وي.»

د عصري پوهنې د جوړښت لرې کول

ټولنیز فعال رحیم جامې چې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې کار کوي، دویچه ویله ته وویل، طالبان: «په افغانستان کې د پوهنې سیستم طالبیزم کولو» په لټه کې دي. هغه وویل: «طالبانو ډيرو ریاستونو او د ښوونځینو مدیرتونو ته ملایان راوستل، چې عصري زده کړې نه لرې او د عصري زده کړو په اړه په څه نه پوهیږي.»

جامې وایي، هغه سوالونه چې په ښوونځیو کې له ښوونکو کیږي هغه «د اودس او لمانځه شرایطو» په اړه دي. هغه وویل: «د ازموینې سوالونه یوازې د یوه مذهب دي او د جعفري مذهب څخه هیڅ سوال نه مطرح کیږي، نو طبعي ده چې شیعه مذهبي استادان ناکامیږي.»

د جامې په باور، طالبان پلان لري چې په سیستماتیک ډول د عصري تعلیماتو متخصص کادرونه له تدریس څخه سر درد کړي او ښوونیز نظام په «یوه لویه دیني مدرسه» بدل کړي. هغه زیاتوي طالبان دغه راز پلان لري چې د پوهنې اساسي بنسټونه او چوکاټ له منځه یوسي او د ښوونیز نظام هغه مختوا هم تغیر کړي چې د بشري حقونو او د دوامداره پرمختک سره اړخ لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.