موډرنیزم اومډرنیزم ته اړتیا

پوهاند محمد بشیر دودیال

178

موډرنیزم modernism اومډرنیزم ته اړتیا

 

لومړی به موډ او بیا به د مدرن اصطلاحات و پیژنو: موږ هره ورځ یو شمیر مسایل په اعدادو یا د نماینده (اوسطونو) اعدادو په واسطه ښیو. دا هغه اعداد دي چې د ضرورت په وخت، د نورو اعدادو نمایندګی کوي.  مثلاً  تیرو ورځو کی جلال اباد کې د تودوخې درجه په ترتیب سره د سانتیګراد په حساب داسې وه:  یکشنبه ۲۲، دو شنبه ۲۳، سه شنبه ۲۶، ۴شنبه ۲۶، ۵شبنه ۲۸، جمعه ۲۹. که وغواړو یو چاته په لنډ ډول د هوا وضعیت وښیو نو وایو ؛ دې ورځو کې جلال اباد کې تودوخه دسانتیګراد د۲۶شاوخواده. دا ۲۶عدد د دغو ټولو نمانیده ګی کوي. که ووایو چی زیاتره مامورین د کومې ترانسپورتي وسیلې څخه کار اخلي، نو د ارقامو یوه شمیره باید ولرو، مثلاً: موږ سل تنه ترمشاهدې لاندې ونیول، په دیو کې لس په شهری بسونو کې دفتر ته ځي، لس د موسسې موټر کې، دری په پښو، ۴۰ تنه مامورین په بایسکیل، اته تنه په موټرسایکل، اته تنه په شخصی موټر کی، نو دلته موډ بایسکیل دی.  موډ( mode) یوه احصائیوی کلمه ده، چی د اعدادو په یو سیټ کی هغه  عدد ته ویل کیږی چی زیات تکرار سوی وي.

له ټولنیز پلوه د ژوند طرز او ضروریات دبدلون په حال کې دي، کوم څه چې د وخت له شرایطو سره او د اقتصاد، چاپیریال او نورو سره د تعاملاتو له ایجاباتو سره زیات تر استفادی لاندې وي، هغه موډ دی، ښکاره خبره ده چې ټول به یی رعایتوی. هغه څه چې د عصر متقاضي دی، هغوته عصري یا مودرن ( modern)وایو. مثلاً یو وخت موږ د اوداسه لپاره دویالې غاړې ته تلو، اوس جوماتونو کې د نل په اوبو اودس کوو، کوم چی عصري او د اوس وخت دتکنالوژی له برکته هم اسانه او هم پاکې دي. پخوا به موذن دجومات په چوتره یو اوچت ځای کی ودرېد، په اوچت غږ به یې آذان کاو، نن ورځ لاسپیکرونه دی، آن اذانونه ثبت شوی او صرف دلمانځه د وخت په رارسیدو د یو بټن په کیمنډلو شروع شی او ختم شی، ډیر پخوا به اعرابو په یوه ټوټه څپوڼي کې دحج دضرورت وسایل غوټه او دپنډ په شکل به یې په اوږه وو، اوس مخصوص بیکونه دي،  ډېر پخوا به مو لوښي په ایرو مینځل اوس صابون څخه کار اخلو، داسې نورې اړتیاوی. دا مثالونه د پخوانیو وسایلو او طریقو په مقایسه نویوالی ښيي، کوم چې د دغه عصر اکثریت خلک ورڅخه کار اخلی.له دې پلوه مدرنیزم  د نویوالی غوښتونکی یا د تجدید خوښولو په معنا ده چې لومړی ځل د نولسمې پيړۍ په وروستیو کې په اروپا کې دژوند اجتماعی  حوزه کې او له خرافي افکارو د آزادۍ غوښتنې تر نوم لاندې راڅرګند او دشلمی پيړۍ په پیل کی په عمل کې ولیدل شو. نن ورځ د کمیس ګریوان په ریتاړه نه، بلکې په تڼیو تړو او آن زنځیرک استعمالوو، د اوښ پر ځای په موټرو کې سفر هم مډرنیزم دی، هم سهولت او هم د وخت د اکثریت بنده ګانو مروجه طریقه.  د عصر، زمان اووخت دغې غوښتنې انسان مدني او سوکاله ژوند ته راوست. مدنیت لومړی اسلام غوره کړ، په همدې خاطر د یثرب نوم په مدینه واړول شو.

له مدنیت سره صحت، اقتصاد، نظم او نظافت او ډیرڅه ورسره ښه شول. له بده مرغه افغانان هسې د واهي ویرې او ناڅرګند وهم له امله له مډرنیزم څخه ویرول شوی دي. خو باید پوه شو چې دا دعقیدې پورې اړه نلري، هرهغه معاصر عمل، طرز اوشی چی حرام یا حتا شبه حرام نه وي، هغه روا او د مډرن طرز په توګه د منلو وړ دی. او دا د قیاس او اجماع په طریقه هم را ته روا ثابتیږي.  نن ورځ موږ مجبور یاستو د ژوندهغه طرز سره ځان عیار کړو چې اکثریت خلکو غوره کړی، په دې کې تعلیم، واکسین کول، جامی اتو کول، په جومات کې د برېښنا لرل، د کنډولی پرځای قاب کې خوراک کول او داسې نور راځي. دا اصطلاح اوس پراخه مفاهیم لري چې نړیوال غورځنګونه، خوځښتونه او د نویوالی لوري ته ټول تمایلات رانغاړي. په تیره بیا؛ دکور وسایلو، عباداتو، کښت او کار، اقتصاد، تولید، د اجناسو او خدماتو په کیفیت اود مارکیت، د دینی مراسموتکنالوژی او نوروبرخو کې پلویان لري. د صحت له پلوه د پاک خوراک او پاکو شیدو د استعمال په موخه دپاستور له سپارښت وروسته پاستوریزشن او تعقیم عام شو، دا په طب کې مډرنیزم دی. د ګوتمبرګ له اختراع وروسته موږ سیپاری او قران عظیم الشان او نور کتابونه په قلم نه لیکو، مطبعه کې یې چاپوو، دا کتابت کې مډرنیزم دی، عکس اخیستل هم ضرورت او مډرنیزم دی.

خصوصاً د نولمسې پيړۍ په پای کې یو شمیر نورو برخو مثلاً په اقتصادی علومو کې مدرنیزم رامنځته شو، . په عمومی توګه دا  په اقتصاد کې هغه ډول بیان او چلند دی چې د نویوالی نښې ولري.  په  دیپلوماسی او سیاست کې  موډرنیزم لیدل کیږي چې دیپلوماتیک او سفارتی آداب به هر ملک رعایتوی، که په هردین وي، دا مډرنیزم دی. بی له پاسپورت سفر نه کیږی، آن د دوه ګاونډی هیوادونو اتباع مجبور دي پاسپورت ولري، اګر که دواړه مسلمان هیوادونه وي، یا یو مسلمان بل غیر مسلمان وی، د هیواد دننه او بهر کفارو او مسلمانو سره به  په تجارت کی مډرنیزم رعایت کوو. نو له دغې طریقی ویره نده په کار دا دوخت تقاضا ده، ټول ورته تیار یاستو. بی له دی ژوند نه کیږي.

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.