لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۱۸۵

آصف بهاند

519

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلوپنځه اتیایمه برخه

پــه بــل وطـن مـې پـیـرزو نـه یـې

د غـریـبـۍ ژونـد تـه دې گـورم، غـلـې یـمـه

 

له خپلې مېنې ورکه یاره

کلي ته راشه چې رنگین شي ماښامونه

 

تا پر مېـړوښې زړه بايللی

د بل پر ځمکه شولې چا کرلې دينه

دا هم څو نوې لنډۍ:

 

ستا ډاکټري په سيند لاهو شه

د یو رنځور زړه دې ونکړل علاجونه

 

د بېوسۍ حد ته مې گوره

دا خداى راکړې ژبه گونگه گرځومه

 

تبه دې ماته راشه یاره

د تا واړه زگېروي مې زړه سوری کوینه

 

پــه بــل وطـن مـې پـیـرزو نـه یـې

د غـریـبـۍ ژونـد تـه دې گـورم، غـلـې یـمـه

 

وا د زېـړي پېزوان مېرمنې

زمــا د عـمـر پـاڼـه زېـــړه ده مـیـیـنـه

 

په ځان به داسې کانې وکړم

له غوښو جوړ صورت به تورې خاورې کړمه

 

له خونړي کابله راشه

ته دې ژوندی یې، زه به وچه ډوډۍ خورمه

 

غمونو لوی غرونه چپه کړل

ما له دې خیر وي، زه پر پښو ولاړه یمه

 

له خپلې مېنې ورکه یاره

کلي ته راشه چې رنگین شي ماښامونه

 

پر نه خبره سره بد يو

زړگی مي وايي چي ور وخانده مئينه

 

د سر پړونی دې باد يوسه

چې مخ نیم پټ کړې، پرما بل شي سره اورونه

 

پټ مخ به څه کړم دیدن غواړم

د مینتوب احوال به وروسته ووایمه

 

د باران دې کمال ته گوره

له ياده وتي خلک بیا دريادوينه

 

زما قسمته څه دې وکړل
غبرگې څپېـړې مې تندي ته ورکومه

 

رخصت دې واخستو روان شوې

پېوند دې نه کړل په چړو وهلي زړونه

 

ته بې رخصته بیا روان شوې

یو ځای دې نه کړل سره بېل او څېرې زړونه

 

تر وطنونو پنا ه یاره

ډالر په ډاگ کې راپارسل کړه چې راځینه

 

اوس به د زه لارو ته گـورم

تا مې پخوا لارو ته ډېـر کتلي دينه

 

د بېلتانه اوازه راغله

ما د خپل یار لاسونه کلک نیولي دینه

 

تا پر مېـړوښې زړه بايللی

د بل پر ځمکه شولې چا کرلې دينه

 

—————————————————————————————————–

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.