مرکه، عددونه او تحلیل

عزت‌الله ادیب

712

د سروې په اړه د تیرو مقالو او عمومي مالوماتو پر دوام، په دې او راتلونکو مقالو کې د دریو مهمو موضوعاتو (مرکې، عددونو او تحلیل) په اړه مفصل او تخنیکي مالومات لولو.

  1. مرکه کول
  • څنګه پوه شو چې د څیړنې لپاره مرکه مهمه ده؟
  • خلک د مرکې لپاره څنګه موندل کیږي؟
  • خلک د مرکې لپاره څنګه راضي کیږي؟
  • د څه ډول پوښتنو پر مټ تفصیلي ډاټا را ټولولی شو؟
  • کوم عملي اقدامات دي چې باید په سمه توګه پلان شي؟
  • د مرکې پر مهال باید څه ډول چلند وشي؟
  • له مرکې وروسته باید څه وشي؟

  1. په ډاټا (موادو) یا ارقامو کې د عددونو یا ارقامو پیژندنه
  • ولې عدد یا ریاضیکي ډاټا مهمه ده؟
  • د ډاټا منځنی یا مرکزي تمایل څه ته ویل کیږي؟
  • د ډاټا خپراوی یا تیتوالی څه شی دی؟
  • ډاټا د ګراف په شکل کې څنګه پیژندل کیږي؟
  • کوم عام ګرافونه ډير کارول کیږي؟
  • احصائیوي نښې څه شی دي؟
  • په ډاټا کې د شمیرو کارول یا هم تشریح کول څنګه کیږي؟

  1. احصائیوي څرنګوالی – د ډاټا د تحلیل په برخه کې د ځینو احصائیوي اصطلاحاتو پیژندنه
  • احصائیوي څرنګوالی څه ته وایي او اهمیت یې څه دی؟
  • نمونه (بیلګه) اخیستنه ولې باید تصادفي وي؟
  • د ډاټا نورمال یا طبیعي توزیع څه مانا لري؟
  • د سټنډرد یا معیاري تیروتنې (تخطۍ) موخه څه ده؟
  • د باور کچه او معیاري تیروتنه څنګه محاسبه کیږي؟
  • د احتمال اندازه (p-value) څه ته وایي؟

له پورته دریو مهمو موضوعاتو څخه لومړی د مرکې او ارقامو را ټولولو په اړه یو څه تخنیکي مالومات لولو، خو اړینه ده چې د نورو دوو برخو په اړه هم پوره مطالعه وشي چې له دې مالوماتو د خپل عملي کار په جریان کې قدم په قدم ګټه واخیستل شي. د دې مقالو مجموعه کیدای شي د سروې د کوچني لارښود په حیث هم وکارول شي.

مرکه کیدای شي ډيره رسمي بڼه ولري چې له ټولو ځواب ویونکو یو لړ مشخصې پوښتنې کیږي او یا هم کیدای شي غیر رسمي وي چې د مرکې د یو لارښود په مرسته تر سره کیږي، یانې د مرکې لارښود له مرکه کوونکي سره مرسته کوي چې د بحث لپاره ټول موضوعات په یاد ولري. د مرکې لارښود کیدای شي رسمي سوالونه ولري او یا هم ښايي هیڅ پوښتنه پکې نه وي بلکې هغه موضوعات د عنوانونو په شکل پکې لیکل شوي وي چې مرکه کونکی یې د بحث لپاره کاروي او د خپل کار له موخې سره سم مالومات راټولوي.

د رسمي پوښتنلیک او لارښود تر منځ توپیر دا دی چې پوښتنلیک عمومآ د کمي کړنلارو لپاره او لارښود د کیفي کړنلارو (زه کمي او کیفي کړنلارې د تحقیق ډولونه نه بولم، بلکې کړنلارې یې بولم) لپاره کارول کیږي چې وروسته به یې د پوښتنلیک د ډولونو په برخه کې په تفصیل سره ولولئ.

د څیړنې د هر ډول میتود په کارولو سره بیا هم د مرکې کار خپل مثبت او منفي اړخونه لري. د مرکو کول ستونزمن کار دی، ډیر وخت نیسي او لګښت یې ډير دی خو په ورته وخت کې د مرکو پر مټ څيړونکی ډيره تفصیلي ډاټا را ټولولی شي او که چیرته د خلکو له کیسو، نظریاتو او تجربو سره علاقه لري نو د خلکو له کیسو خوند هم اخیستلی شی.

د څیړنیزو مرکو کول او د خلکو د نظریاتو او تجربو په اړه پوهیدل خورا په زړه پورې وي خو دا یې یوازینی مهم دلیل نشي کیدای بلکې مهمه دا ده چې څیړونکی د کومې موضوع په اړه څیړنه تر سره کوي، هدف یې څه دی، له چا سره مرکه کوي او له مرکه کوونکي شخص څخه څه ډول پوښتنې کوي او همدارنګه ځواب ویونکی کس څه ډول ځواب ورکوي چې دا ټول موضوعات جالب او په زړه پورې دي. دا ځکه چې څیړونکی د خپل کار په جریان کې د خلکو د احساساتو، نظریاتو او تجربو په اړه مالومات را ټولوي او له شننې وروسته ټولنې ته نوي مالومات وړاندې کوي.

کله خو داسې هم کیږي چې د مرکو د تر سره کولو او تحلیل وروسته څیړونکی یو ځل بیا هم د ځینو هغو جالبو موضوعاتو په اړه نوره څيړنه کوي چې د لومړي ځل مرکو په جریان کې یې موندلي دي؛ له دې نه هدف دا دی چې هیڅکله د خلکو نظریات او یا هم اضافي ډاټا له پامه مه غورځوئ ځکه چې اضافي مالومات داسې اړین څه لري چې له تاسو سره هدف ته په رسیدو کې مرسته کوي. د کمي یا کیفي ډاټا د تحلیل په جریان کې د څیړنې د هدف څخه باندیني مالومات یا اوټلایرز له پامه غورځول نه دي پکار، بلکې نوی کوډ ورته جوړ کړئ، له متغیراتو سره یې اړیکه وسنجوی او که ضرورت وي نور مالومات راټول او بیا یې تحلیل کړئ.

 

د مرکې ډولونه:

په عمومي ډول، درې ډوله مرکې ډيرې کارول کیږي:

  • جوړښت ‌لرونکې مرکه (Structured Interview): په دا ډول مرکو کې له تیارو او معیاري پوښتنو څخه ګټه اخیستل کیږي چې له ټولو ځواب ویونکيو څخه همدا یو ډول پوښتنې کیږي او ځواب د مشخص چوکاټ په محدوده کې لیکل کیږي او یا هم ریکارډ کیږي. خو کیدای شي د ځواب ویونکي لپاره هومره په زړه پورې نه وي ځکه په دې ډول مرکو کې ځواب ویونکی دا چانس نلري چې په تفصیل سره ځواب ووایي او هغه څه یې چې په زړه کې دي ټول له پوښتونکي سره شریک کړي خو د دې ډول مرکو پر مټ تفصیلي ډاټا را ټولیدای شي.

  • نیمه جوړښت‌ لرونکې مرکه (Semi-structured Interview): په دې ډول مرکو کې له ځینو معیاري پوښتنو څخه ګټه اخیستل کیږي خو د بحث په جریان کې مرکه کونکی کولی شي د موضوع د ښه تفصیل په خاطر ځینې تعقیبي او اضافي پوښتنې هم ور زیاتې کړي. دا ډول پوښتنې د ټولنیزو کیفي څیړنو پر مهال کارول کیږي.
    دا ډول مرکې د ځواب ویونکي لپاره نسبتآ اسانې وي، ځکه چې مخاطب کولی شي په پوره تفصیل سره د هرې موضوع په اړه خپل نظریات ووایي او یا یې ولیکي.

  • جوړښت نلرونکې مرکه (Unstructured Interview): دا ډول مرکې هم په ټولنیزو کیفي څیړنو کې کارول کیږي چې یوازې یو څو سوالونه یا هم ځینې موضوعات لري چې څیړونکی یې د مخاطب سره په اړه بحث کوي او نوموړی لارښود د مرکې د یا بحث د ښه مدیریت لپاره کارول کیږي چې موضوعات پرله پسې وڅيړل شي. کله کله داسې مرکو ته ژورې یا عمیقې مرکې هم ویل کیږي چې د یو مشخص هدف یا موضوع په اړه تر سره کیږي. ځواب ویونکی خپل ټول نظریات، احساسات او تجربې په پوره تفصیل سره بیانوي او څیړونکی هغه مالومات ترتیب، کوډ او تحلیلوي.

دوهم او دریم ډول مرکې د فوکس ګروپ لپاره هم کارول کیږي. فوکس ګروپ هم په ټولنیزو کیفي څيړنو کې د اطلاعاتو راټولولو وسیله ده چې د ګروپي بحث په ډول ترسره کیږي. په فوکس ګروپ کې له ۶ نیولې تر ۱۲ کسانو ګډون کولی شي چې هر کس د مشخصې موضوع یا پوښتنې په اړه خپل نظریات، احساسات، تبصرې یا تجربې شریکوي او په اړه یې په تفصیل سره بحث کوي.

دا ډول مرکې د ریسرچ د ډيزاین پر مهال یا له هغه وړاندې هم تر سره کیږي چې د تحقیق د مسئلې یا موضوع په اړه هر اړخیز مالومات تر لاسه او په اړه یې فکر وشي.

یوازې مرکه د ډاټا د راټولولو وسیله نده، بلکې ډيری داسې وسیلې شته چې پر مټ یې اطلاعات  او ارقام تر لاسه کیدای شي. د مثال په ډول، عکسونه، هنرښودنه، د خلکو روزمره ژوند او حرکات، ان تر دې چې د خلکو د سترګو له حرکاتو څخه هم ډاټا تر لاسه کیدای شي. که تاسو د بازارموندنې په برخه کې څیړنه تر سره کوئ نو په یو لوی سوپرمارکیټ کې کمرې څیړئ او یا هم څیړونکی پخپله د هغو خلکو حرکات او د سترګو لید مشاهده کوي چې دې سوپرمارکیټ ته ننوځي او هغه ډاټا تحلیل او له مالوماتو یې ګټه اخیستل کیږي.

یو مثال یې دلته ذکر کوم، د خزانه دار یا پیسو د ورکولو په ځای کې د سیګرټ، ژاولو او یا نور څه کیښودل د سوپرمارکیټ د المارۍ په لاندې خانو کې د ماشومانو اړوند څه کیښودل او داسې د هر څه لپاره د ځای ټاکل د ډاټا پر مټ غوره شوي دي، ځکه داسې کارونه د خرڅلاو پر اندازه یا ډيرښت اغیز لري.

د مرکې لپاره د خلکو موندل او د هغوی رضایت اخیستل

لومړی باید پر دې پوه شو چې کوم ډول خلکو ته اړتیا ده، یانې څوک ستاسو پوښتنو ته سم ځواب ویلای شي، دا چار ستاسو د څيړنې موضوع او سوال یا سوالونه دا مشخصه کولی شي. که چیرته تاسو د یوې سیمې، ولسوالۍ، ولایت یا هیواد د خلکو په اړه څيړنه کوئ، نو ټول خلک ځواب درکولی شي، خو که څيړنه مو د یو پوهنتون د محصلینو یا کومې ادارې د کارکونکو په اړه وي نو بیا یوازې هغوی ځواب درکولی شي. دې ډلې خلکو ته نفوس ویل کیږي.

تر دې وروسته باید فکر وشي چې له دې نفوس څخه د مرکې لپاره کسان څنګه غوره شي او یا له چا سره باید مرکه تر سره شي. دا برخه هم ساده ده او هم ستونزمنه. ساده په دې مانا چې تاسو کولی شی له خپلو شخصي او یا د ملګرو له اړیکو څخه په ګټه اخیستلو د مرکې لپاره د ضرورت وړ کسان پیدا کړی، خو ستونزمنه په دې ده چې که غواړئ په تخنیکي او سیستماتیک ډول افراد انتخاب کړی بیا نو باید له تخنیکي او علمي لارو چارو ګټه واخلی.

هغو کسانو ته چې مرکه ورسره کیږي د رسیدو لپاره له خپلو شخصي، د ملګرو او یا هم له رسمي نیټورک څخه ګټه پورته کولی شئ چې د مرکې لپاره وړ شخص ته لار پیدا او مرکه ورسره وکړئ.

په کندوز ولایت کې د کانونو د قاچاق د نیټورک د مطالعې لپاره یا په لوګر ولایت کې د کرومایټ ډبرو د قاچاق په اړه د مرکې لپاره د همدې ډلې له غړو سره، د خپلو شخصي یا د ملګرو د اړیکو پر مټ، باید مرکه تر سره شي، خو په دې برخه کې اعتماد، راز او محرمیت هغه مهم موضوعات دي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي. که تحقیق مو د داسې موضوع په اړه وي چې ځینو کسانو ته پکې رسیدل ممکن نه وي، لکه په افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره سم د حکومت د پالیسۍ په اړه د ښځینه ‌فلم جوړوونکو  د نظریاتو په اړه تحقیق کول، نو بیا مو د تحقیق د موضوع، هدف او سوال په اړه له سره غور وکړئ.

 

تر ځان د پورته، ښکته او د څنګ خلکو سره مرکې تر سره کول:

دا موضوع ډيره مهمه ده چې څيړونکی باید د نفوس یا هغو کسانو چې مرکه ورسره کیږي د ټولنیز شخصیت په اړه فکر وکړي. کله داسې وي چې تر ځان د لوړ شخصیت یا مهم کس سره مرکه کوئ، لکه ستاسو د ولسوالۍ ولسوال، والي، وزیر یا ان ولسمشر، دې ته تر ځان د پورته خلکو مطالعه ویل کیږي. او کله هم تر ځان ښکته خلک مطالعه کیږي. دلته له ښکته څخه موخه دا ده چې ستاسو په مسلک کې نه وي بلکې په کوم بل داسې کار کې وي چې رسیدل ورته اسانه وي لکه کلیوال خلک، بزګران او هټیوال. همدارنګه ځینې وختونه د څنګ له خلکو سره هم مرکه کیږي یانې هغه خلک چې ستا هم مسلکه وي لکه محصلین یا څیړونکي.

په دې دریو ډلو کې یوازې د څنګ له خلکو سره مرکه کول اسان او ساده وي خو تر ځان د پورته یا هم له عادي خلکو سره مرکه کول یو څه ستونزمن کار دی. له همدې امله باید د مرکې لپاره وړ کسان سم وپیژندل شي، هغوی په یوه کټګورۍ کې لست کړای شي او له دوی سره د اړیکو ټینګولو یا ورته د رسیدلو پر لارو چارو فکر وشي. له هغو خلکو سره هم مرکه کول چې ستاسو ملګري دي او یا یې پیژنئ لږ څه ستونزمن وي ځکه چې هغوی تل د ملګرتیا او یا ګپ شپ په موډ کې وي نو لومړی باید هڅه وشي چې هغوی د څیړونکي د کار اهمیت درک کړي او د یو څه وخت لپاره د ملګرتیا او ټوکو ټکالو له موډ څخه راووځي. یو څه چې عام دي هغه دا چې باید د هرې ډلې کلتور، دودونو، ارزښتونو او وخت ته پاملرنه او درناوی وشي او په مرکه کې د ګډون له امله ترې مننه وشي.

څيړونکی باید په هره برخه کې د ریسرچ اخلاقي کوډونو ته متوجه وي او په سمه توګه یې مراعات کړي.

دلته یو بل څه هم ډير مهم دي چې یادونه یې اړینه بولم؛ د یوه مسلکي څیړونکي په حیث، تل باید هڅه وکړئ چې پخپل کار؛ د څیړنې پر موضوع او پوښتنو برلاسي اوسئ، له هیچا ځان ټیټ مه ګڼئ، خپل ځان او کار ته ارزښت ورکړئ او په خپل کار وویاړئ. ما د خپل کار په جریان کې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې، د هر ډول او هرې سطحې له خلکو سره مرکې کړې دي، له ولسوال او والي نیولې تر ولسمشر، همدارنګه له عادي خلکو بیا تر ځينو طالب مشرانو او قوماندانانو پورې چې په هره برخه کې له ستونزو سره هم مخ شوی یم خو خپل کار مې په پوره مسلکیتوب تر سره کړی دی.

د مرکې لپاره د خلکو رضایت تر لاسه کول تر ټولو لومړی او مهم ګام دی خو باید څيړونکی د مرکې د پلان پر مهال رضایت نامه ولیکي چې په هغه کې د سروې په اړه بشپړ مالومات ذکر شوي وي؛ د مرکې د وخت، مستقیمې یا غیر مستقیمې ګټې په اړه، د محرمیت ډاډ او همدا راز دا چې مرکه د کوم هدف لپاره تر سره او له ورکړل شویو مالوماتو څخه یې څنګه ګټه اخیستل کیږي. په دې رضایت نامه کې د څیړونکي د پیژندنې تر څنګ د ګډون کوونکي د رضاکارانه ګډون او ځینو یا یوې پوښتنې ته د ځواب نه ویلو د صلاحیت یادونه هم کیږي. کله چې د سروې رضایت نامه چمتو شوه نو څيړونکی کولی شي خپل کار پیل کړي او له خلکو څخه د مرکې لپاره د وخت غوښتنه وکړي.

د مرکې پر مهال څیړونکی کولی شي یوه ډالۍ هم له ځان سره واخلي او له مرکې وروسته یې ګډون کوونکي شخص ته ورکړي، خو هیڅکله هم دا حق نه لري چې له دروغو ډکې ژمنې وکړي او نه هم څوک په مرکه کې د ګډون لپاره مجبورولی شي. کله کله څیړونکی له ډيرو منفي ځوابونو سره هم مخ کیدای شي خو هیڅکله هم باید زړه ماتی او له خپل کار څخه په شا نشي.

څیړونکی شاید فکر وکړي چې هر څه یوازې پوښتنه کول دي، کیدای شي دا فکر ناسم وي. یو څه چې باید هيڅکله له یاده ونه ایستل شي دا دي چې مرکه هم لکه هر ډول ریسرچ، باید په سمه اخلاقي او له درناوي په ډکه توګه تر سره شي. په مرکه کې د ګډون کونکو دین، مذهب، کلتور او دودونو ته باید پوره احترام او پاملرنه وشي. په دې برخه کې ډير کتابونه شته چې باید ولوستل شي.

لکه چې پورته مو ولوستل، د مرکې لپاره وړ اشخاص په خورا احترام دعوت کړی، رضایت نامه ورسره تشریح یا لاسلیک کړی (شفاهي هوکړه یې هم اخیستل کیدای شي خو د رضایت نامې موارد باید یو په یو ورته یاد کړل شي) او د رضایت نامې په پای کې داسې یوه پوښتنه هم لازمه ده چې آیا د مرکې لپاره چمتو یاست او زه مرکه پیل کولی شم؟ دا ډول سوال په «هو» یا «نه» سره ځواب کیږي.

خو که کوم څوک زړه نازړه وو، بیا بیا ورته ووایاست چې په مرکه کې ګډون شخصي تصمیم او رضاکارانه عمل دی، که نه غواړي کولی شي هیڅ ګډون ونکړي او یا که د مرکې په جریان کې نه غواړي کوم مشخص سوال ته ځواب ووایي هم ستونزه نشته. خو دا کار په کلیوالي سیمو کې چې بیوزله خلک پکې اوسیږي ډیر ستونزمن دی ځکه چې خلک د مادي مرستو توقع لري نو لازمه ده چې د پیژندنې په جریان کې د سروې یا مرکې د ګټو په اړه په واضح ډول خبرې وشي.

په کمي سروې کې د لاځواب کچه هم اړینه ده چې باید پام ورته وشي. خو تر دې وړاندې باید په دې پوه شو چې په یوه سیمه یا کلي کې سروې څنګه پیل کیږي. که کمي سروې کوئ او میتود مو هم تصادفي غوره کړی وي نو لازمه ده چې د کورنیو او د مرکې لپاره د وړ شخص ټاکل هم تصادفي وي. که تاسو د هرات ولایت، د رباط سنګي ولسوالۍ د جلال اباد په کلي کې سروې کوئ نو په دې کلي کې د کور او په کور کې د شخص د ټاکلو لپاره ځينې لارې چارې دي چې باید عملي شي.

خو لومړی باید د ټوپ اندازه یا سکیپ انټروال مالوم کړی او د دې لپاره لاندې فورمول وکاروی:

د کلي د ټولو کورنیو شمیر، په دې کلي کې د مرکو پر شمیر تقسیم کړی چې حاصل یې د ټوپ اندازه بلل کیږي. د مثال په ډول، د جلال اباد په کلي کې ۱۲۰ کورنۍ ژوند کوي، او تاسو غواړی په دې کلي کې لس مرکې ترسره کړی:

۱۲۰/۱۰=۱۲ دا په دې مانا چې د لومړی مرکې څخه وروسته هر دولس کوره وروسته باید بله سروې ترسره شي.

  • په کلي کې د خلکو د راټولیدو مرکزي نقطه پیدا کړئ،
  • د سروې کار د ساعت د سانتي ګراد یا عقربې خلاف، له ښي لاس څخه چپ لور ته پیل کیږي،
  • لومړی د پنځو کورونو پر سر کوډ ولیکئ او د دې کورنیو ترمنځ پچه واچوئ،
  • هر کور چې راووت هغه مو لومړی اصلي کور بلل کیږي، له همدې کور څخه مو کار پیل کړئ.

دا چې په کلي کې د اصلي او فرعي کورونو تر منځ توپير څه دی ‎او یا د مرکې لپاره وړ کس ‎څنګه ټاکل کیږي بیل بحث دی چې په اړه یې باید مطالعه وشي.

پوښتنې باید بې‌طرفه، ساده، مشخصې، مناسبې او داسې وي چې عمومي هدف ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړای شي. دلته د پوښتنو په اړه ځینې ځانګړنې دي چې باید د سوالونو د مطرح کولو او لیکلو په برخه کې پام ورته وشي ان د مرکې پرمهال هم باید په نظر کې ونیول شي.

  • د داسې لارو چارو په اړه فکر وکړی چې پوښتنې مو داسې مطرح کړی چې د ځواب ویونکي لپاره پرې پوهیدل او د هغو ځوابول اسانه وي. د غبرګو یا متعددو پوښتنو پر ځای په یو وخت کې یوه پوښتنه مطرح کړئ. همدا ډول، پوښتنه مو په عام ‌فهمه او ساده الفاظو ولیکئ یا ووایئ.
  • پوښتنه مو باید مشخصه او مالومه وي، مشخصه پوښتنه له ګډون کوونکي سره مرسته کوي چې مشخص، دقیق او پوره ځواب ورکړي. که سوال مبهم وي، ګډوډ او غیر دقیق ځواب به تر لاسه کیږي او په دې توګه زیاتره وختونه د سروې موخې ته نشو رسیدای.
  • پوښتنه باید په بې‌پرې ډول او داسې مطرح شي چې د ځواب ویونکي فکر بل لور ته سوق نکړي، او یا ترې مختلف ډوله مفهوم وانخیستل شي. که چیرته پوښتنه بې‌طرفه نه وي، هر څوک ترې له خپلې پوهې سره سم هدف اخلي او له هغه سره سم ځواب ورکوي.
  • او کله مو چې ټول سوالونه تیار شول، د یو منطقي تسلسل سره سم یې لست کړئ او هڅه وکړئ چې هره پوښتنه مو د سروې له عمومي سوال سره اړخ ولګوي. که چیرې داسې سوالونه مطرح کړئ چې د ریسرچ له عمومي پوښتنې سره سم نه وي نو په دې صورت کې به داسې ډاټا تر لاسه کړئ چې د کارولو وړ به نه وي.

د مرکې ځای او د اطلاعاتو یا ارقامو ثبت کول اړین مسایل دي. مرکه ممکنه ده د دواړو لوریو په خوښه په عام یا هم خاص ځای کې ترسره شي، یا کیدای شي پر ټیلیفون یا انټرنټ هم وشي. که له عامو خلکو سره مرکې کوئ نو داسې ځای وټاکئ چې ګډون کوونکی پکې راحت او ډاډه وي، هم د خلکو له مزاحمت نه په امن وي او هم بل چا ته مزاحمت ونشي چې په دې ډول به ځواب ویونکی په ډاډه زړه ځوابونه ورکړي.

څيړونکی کولی شي د مرکې له جریان څخه ډاټا په لاندې درو طریقو ثبت، ریکارډ یا یادښت کړي:

  • په لیکلې بڼه: که تاسو کمي سروې کوئ نو په مخامخ مرکه کې د ځواب ویونکي ځواب په پوښتنپاڼه کې په نښه کیږي، خو که تفصیلي یا کیفي مرکه کوئ نو کیدای شي لیکل لږ څه ستړي کوونکي وي او یا شاید ځینې خبرې له لیکلو پاتې شي ځکه چې ځینې خلک په یوه دقیقه کې له ۳۰ تر ۳۵ کلمې لیکلی شي، خو زیاتره خلک په یوه دقیقه کې تر۱۲۰ کلمو پورې غږیدلی شي. که غواړئ چې ځوابونه ولیکئ نو باید هڅه وکړئ چې یوازې مهم ټکي یادښت کړئ. له مرکې وروسته دې یادښت څو ځلي ولوستل شي او مخکې له دې چې بله مرکه ترسره کړئ، تفصیلي راپور چمتو او له دې هم ځان ډاډه کړئ چې کوم څه مو لیکلي بیرته یې په سمه توګه لوستلی شئ.
  • ټایپ کول: د مرکې په جریان کې د خبرو ټایپ کول یو څه غوره طریقه ده خو که څیړونکی دا مهارت او امکانات ولري. د مسلکي مرکو پر مهال څیړونکی باید له ځان سره مرستیال ولري چې د ټایپنګ کار تر سره کړي، ځکه څیړونکی نشي کولی چې په یوه وخت کې هم مرکه مدیریت کړي، هم د ځواب ویونکي خبرو ته متوجه شي، هم تعقیبي پوښتنې مطرح کړي او هم په عین وخت کې د هغه خبرې ټایپ کړي. د ټایپنګ پر مهال کولی شئ د ځینو کلماتو له لنډې بڼې څخه هم ګټه پورته کړئ، لکه د لومړي کال محصل پر ځای یوازې ل‌ک‌م ولیکئ خو د دې لنډیزونو لست مو باید چمتو کړی وي او پر دې باوري اوسئ چې سم او مناسب لنډیز کاروی.
  • ریکارډ یا د غږ ثبتول: د غږ ثبتول اسانه طریقه ده خو باید ډاډه وئ چې د غږ ثبتوونکې آله مو سم کار کوي، اضافي بیټري له ځان سره لرئ او د مرکې له پیل وړاندې د غږ د ثبت اجازه واخلئ او آله مو سمه چک کړئ. د غږیز کلپ بیا ځلې لیکل یا ټرانسکریپټ کول یو څه وخت اخلي او ستونزمن کار دی، یانې ممکنه ده چې یو ساعت غږ څلور ګړئ وخت واخلي چې په لیکلي متن بدل شي، خو ښه والی یې دا دی چې ډير دقیق او مفصل وي.

د مرکې کولو پورته هره بڼه خپلې ښې او خرابې ځانګړنې لري نو څیړونکی باید هغه لاره غوره کړي چې اسانه او ډاډه وي.

مرکه باید په داسې ځای کې ترسره شي چې:

  • دواړه؛ څیړونکی او ګډون کوونکی خوندي وي.
  • څوک یې غږ وانه وري.
  • که اړتیا وي نو د ځواب ویونکي شخصیت پټ پاتې شي.
  • اضافي شور او ځوږ نه وي.
  • دواړه څیړونکی او ګډون کوونکی ډاډه وي.
  • د مرکې په جریان کې مزاحمت نه وي.
  • دوی هم بل چا ته مزاحم نشي.

مرکه کیدای شي په یو ځانګړي ځای کې ترسره شي لکه د چا کور یا شخصي ځای او یا هم کیدای شي په عام ځای کې وي لکه د بازار څنډه، د پټي پوله، د کلي باغ، د ونې سیوری او یا داسې بل ځای چیرته چې پورته نقاط په نظر کې نیول کیدای شي. زما لپاره غوره ځای به د پټي پوله یا د باغ د ونو سیوری وو چې بزګر یا بڼوال به ککړ لاسونه و پښې، چاری (بیلچه) پر اوږه او د کار په کالیو کې ستړی ستومانه راسره کیناست او د زړه کیسې به یې راته کولې.

ځينې خلک کیدای شي له لرې ځایه د تیلیفون یا انټرنټ پر مټ مرکه ترسره کړي، خو په افغانستان کې دا کار یو څه ستونزمن دی، په ځانګړي ډول په ټولنیزو سروې ګانو کې، ځکه عام خلک داسې سهولتونو ته لاس لری نلري، خو دا ممکنه ده چې د ځینو تخصصي مرکو لپاره وکارول شي. که چیرې کومه مرکه د انټرنټ له لارې د سکایپ، ګوګل هینګ‌اوټ یا هم زووم له لارې تر سره کیږي نو ځان ډاډه کړئ چې انټرنټ مو سم دی، خبرې مو په واضح ډول اوریدل کیږي او که ممکنه وي ویډیو مو هم چالان وي چې په لړ کې یې ځینې احساسات هم انتقال شي.

څيړونکی له شخصي او مسلکي اړخه مکلف دی چې له ځواب ویونکي سره دروند او محترمانه چلند وکړي. که تاسو مخامخ مرکه کوئ بیا نو غبرګ مسوولیتونه در له غاړې دي، هم د مرکه کوونکي مسوولیت او هم د کوربه یا میلمه مسوولیت. که تاسو د کوم چا کور یا ځای ته ورغلي یاست نو میلمه یاست او که څوک مو خپل ځای ته رابللي وي نو کوربه یاست. خو د مسلک له اړخه، که تاسو کوربه یا میلمه یاست بیا هم مرکه باید په رسمي او مسلکي توګه تر سره کړئ، خو که بیا د دواړو تر منځ یو انتخاب وي نو مالومه خبره ده چې مسلکي مرکه باید غوره کړئ، یانې د میلمه پالنې یا میلمه‌توب پر ځای مسلکي کار ته ډيره توجه وکړئ.

څیړونکی د مرکې پرمهال د ځواب ویونکي شخص د میلمه پالنې یا هم د احترام مسوولیت پر غاړه لري چې مرکه په سمه توګه ترسره شي او د ضرورت وړ ډاټا یا اطلاعات تر لاسه شي. که تاسو د کوم چا کور یا سیمې ته ورغلاستنو له افغاني یا د هماغې سیمې له دود او دستور سره سم چلند وکړئ، که په اړه یې مالومات نلری نو هرو مرو له نورو سره سلا مشوره وکړئ او د خلکو د دود او دستور په اړه پوره مالومات تر لاسه کړئ. هیڅکله هم داسې کړنې مه کوئ چې د خلکو د رواج خلاف عمل وي، د مثال په ډول که د چا کور ته داخلیږئ نو لومړی تاسو نه، بلکې هغوی باید داخل شي او که چیرته په هغه سیمه کې کوم بل عمل هم اړین وي نو تر سره یې کړئ، لکه په هرات ولایت کې د یو چا کور ته له داخلیدو سره سم د الله الله غږ کول، یا د پکتیا په سیمه کې د یو چا کور ته د داخلیدو یا راوتلو پرمهال ټوخی کول یا غاړې تازه کول چې د کور زنانه یا نور کسان پوه شي او پرده وکړي.
کیدای شي دا دود و دستور په نورو سیمو یا هیوادونو کې بل ډول وي، خو باید څيړونکی ترې خبر وي او عملي یې کړي. همدا ډول په اوسنۍ زمانه کې د مرکې پرمهال خپل موبایل او ټول الیکترونیکي وسایل خاموش کړئ او د مرکې پرمهال هیڅکله هم له موبایل سره لوبې مه کوئ، که کوم اړین زنګ وي چې باید ځواب شي نو له ګډون کوونکي څخه اجازه واخلئ، خو هغه اړ نه دی چې اجازه واخلي ځکه د هغه ګډون کاملا اختیاري دی.

که مرکه په انلاین بڼه ترسره کوئ نو ځان ډاډه کړئ چې هر څه مو سم کار کوي او له ګډون کوونکي شخص نه وپوښتئ چې ایا هغه د مرکې لپاره چمتو دی او که نه او ځان ډاډه کړئ چې د هغه شخص اواز په سم ډول اوریدلی شئ. د مرکې له پیل راهیسې بیا د مرکې تر پایه له ځواب ویونکي شخص سره باید سمه اړیکه وپالل شي، د سترګو اړیکه، د شخص خبرو ته سمه توجه او فکر کول، د بحث په جریان کې اضافي او کمکي سوالونه پوښتل چې له امله یې پوره او دقیق ځواب تر لاسه کړئ.

د مرکې په جریان کې که چیرې په کومه خبره پوه نشوئ او یا مو غوښتل په اړه یې نور مالومات تر لاسه کړئ نو کولی شئ د تشویقي او یا کوچنیو پوښتنو پر مټ نور مالومات تر لاسه کړئ. کله کله خو اړتیا وي چې ځينی تعقیبي پوښتنې هم مطرح کړئ چې وکولی شئ د موضوع ژورو ته ورسیږی. دا ډول سوالونه باید هیڅکله هم کوچني یا لارښودې پوښتنې نه وي چې د ځواب ویونکي ځواب له طبیعي حالت څخه راوباسي، بلکې یوازې د اړوندې موضوع په اړه دې لا ډير مالومات تر لاسه شي.

د مثال په ډول:

  • کله چې دا واقعه وشوه نو تاسو څه احساس درلود؟
  • د یو شي پر بل شي باندې اغیز څه و؟

او یا کمکي یا پلټونکي سوالونه چې تعقیبي سوالونه یې هم بللی شو، کله چې مو په کومه خبره سم سر خلاص نشو، نو کولی شئ له هغه شخص وپوښتئ چې بیا یې درته تشریح کړي او په واضحو الفاظو یې ووایي.

د مثال په ډول:

  • ایا کولی شئ د دې موضوع په اړه لږ نور هم راته ووایئ؟
  • ایا ممکنه ده دا موضوع لا ډيره روښانه کړئ؟
  • کاش وکولی شئ د دې موضوع په اړه لږ نور مالومات هم راکړئ چې په سمه توګه پرې پوه شم!

د مرکو پرمهال ځینې خلک غواړي ډيرې خبرې وکړي، اضافي مالومات درکړي او یا هم د داسې موضوع په اړه خبرې پیل کړي چې هیڅ د بحث سره اړخ نه لګوي، نو لازمه ده چې په ښه ډول یې واورئ، خبرو ته یې متوجه شئ او د کوچنیو سوالونو پرمټ هڅه وکړئ چې بیرته یې اصلي موضوع ته راولئ. همدا ډول د ګدون کوونکي شخص حرکاتو ته هم باید توجه وشي او په پوره جدیت مشاهده شي. لکه څنګه چې د شخص خبرو ته غوږ یاست همدا ډول باید د شخص حرکات هم مشاهده شي، چې ایا شخص ډاډه دی، په وجود کې خو یې وارخطایي او ډار نه لیدل کیږي، څیره یې خوشاله ده او که خپه، په خبرو کولو کې ارام دی او که تلولی تلولی غږیږي، ایا په خپله خبره مطمین دی او که ګنګس دی. د خلکو ظاهري حرکات او د مخ قیافه د هغه له دننه سره اړیکه لري او اړینه ده چې ټول مشاهدات په سمه توګه یادښت کړای شي.

د داسې حالت مدیریت کول خورا ستونزمن خو مسلکي عمل دی. که د مرکې په جریان کې مو داسې حالت په سمه توګه مدیریت کړ نو د مرکې په پای کې هرو مرو له ګډون کوونکي شخص وپوښتئ چې که کوم اضافي څه ویل غواړي نو تاسو یې په خدمت کې یاست. که مو حالت په سمه توګه کابو کړی وي نو هرو مرو به هغه د زړه خبره درته وکړي چې د مرکې په جریان کې یې پټه کړې وه او یا یې د بل کوم دلیل له امله نده روښانه کړې.

د ګروپي مرکو یا فوکس ګروپ پر مهال دا او ورته څه ډير پیښیدای شي او کله کله خو ځينې خلک د ګروپ پر ټولو ګډونوالو نفوذ خپور کړي او هر څوک د یوه کس خبره تاییدوي نو لازمه ده چې دا حالت هم په مسلکي او تخنیکي ډول مدیریت شی. لومړی باید هر څوک پر دې ډاډه شي چې د ټولو ګډونوالو نظریات یو ډول اهمیت لري او د هیچا نظر بې ارزښته دی. هر څوک کولی شي خپل نظریات په پوره ډاډ او اطمینان سره شریک کړي او هیڅوک حق نلري چې د چا خبره رد یا تایید کړي بلکې هر نظر محترم دی. همدا ډول هیڅکله هم پوښتنه له یو کس څخه مه پیلوئ، بلکې پوښتنې مو په بې نوبتۍ مطرح کړئ، یانې که مو لومړئ پوښتنه له ښي لور ته ناست کس څخه پیل کړې وي دویمه هغه یې له کیڼ لوري ته ناست کس څخه وپوښتئ او بیا بله د مخامخ کس څخه پیل کړئ چې ټول بحث د یو مشخص کس لخوا په لاس کې ونه نیول نشي. په کلیوالي سیمو کې د تربګنۍ او یا سیمه‌ ییز دود له امله خلک د یو بل نظر نه ردوي، نو اړینه ده چې بحث مو له مختلفو زاویو پیل کړئ او پوښتنې مو د ګډونوالو د ناستې د ځای په نظر کې نیولو سره ګډې وډې مطرح کړئ.

کله چې پر دې ډاډه شوئ چې ټول سوالونه مو مطرح کړل او ګډونوال هم د مرکې په پای کې د ویلو لپاره اضافي څه نه لري نو کولی شئ چې له ګډون کوونکي څخه مننه او د ګډون ستاینه یې وکړئ.

د خبرو له پای ته رسیدو سره سم مرکه نه خلاصیږي، بلکې لږ څه نور کارونه هم شته چې باید تر مرکې وروسته سملاسي او په هماغه ځای کې تر سره شي. کله مو چې مرکه پای ته ورسیده نو څیړونکی باید هر څه ته پاملرنه وکړي او ځان ډاډه کړي چې نوټ یې بشپړ دی، لنډیزونه ولولي او په تفصیل یې فکر وکړي، که ممکنه وي ویې لیکي، ټایپ شوی فایل سم خوندي کړي، ریکارډینګ وګوري او خوندي یې کړي او که شونې وي د احتیاط لپاره یې یوه کاپي بل ځای هم خوندي کړي. همدارنګه مو په عین وخت کې باید ډاټا د تحلیل لپاره اماده کړئ، که نوټ وي په تفصیل یې بدل کړئ، که ټایپ وي لنډیزونه یې اصلاح کړئ او که غږیز ریکارډ وي باید ټرانسکرایب او پر متن بدل شي.

ډاټا مو د تحلیل لپاره چمتو کړئ دا کار کیدای شي پخپله څيړونکی وکړي او یا له بل چا مرسته وغواړي او یا کوم کمپیوټري سافټ ویر وکاروي. د ټرانسکریپټ لیکلو لپاره ځینې مجهز سافټ ویرونه شته دي چې غږ پر متن بدلوي خو ډاډه نه یم چې د پښتو ژبې په برخه کې به څومره کره وي ځکه د پښتو لپاره لا دومره کار نه دی شوی، او که شوی هم دی نو په نشت حساب دی. همدارنګه په ژبه کې د لهجو خبره هم ده چې شاید د سافټویر لپاره پرې پوهیدل ستونزمن وي، په ځانګړي ډول د پښتو په څیر ژبه چې پر نوې ټکنالوجۍ ډیره نه سمبال، خو د شخص لخوا یې ټرانسکریپ لیکل ساده کار دی، که څه هم ستړی کونکی دی.

له مرکې وروسته د ډاټا د چمتو کولو پروسه پیلیږي چې په بله لیکنه کې به یې په تفصیل سره ولولو.

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.