د سپتمبر اومه
د ھمدې ورځ پر مازیگر مې د کابل له ھوایي ډگر څخه دوبۍ او بیا له ھغه ځایه لندن ته پرواز درلود.
زما چې څومرہ د سفر وخت نژدې کیدہ، په ھماغه اندازہ د وطن، ملگرو او خپلو خلکو څخه د لیرې والي احساس ځورولم.
ځان راته د ښوونځۍ د ھغه نالائقه او له درسونو څخه د زړہ توري زدہ کړیال پڅیر ښکارید چې پس له اوږدې
رخصتۍ یې ښوونځۍ د بیا پیلیدو په درشل کې وي، او د ھغه وار ورته خطا وي!
وایي، حمزہ بابا ھم ښوونځۍ ته تگ چندان نه خوښاوہ، ډیری وخت به ترې پټیدہ او ورځ به یې د خپلې مرحومې
مور د قبر خوا کې تیروله!
دا بیت ھم ھغه ته منسوب دی:
ماته شپیلۍ د اسرافیل ښکاري
زہ چې ټلۍ د مدرسې واورم
خو زہ د پورته بیت له شاعر څخه په بښنې وایم:
ماته شپیلۍ د اسرافیل ښکاري
زہ چې آواز د طیارې واورم
ھسې ھم موږ د بنگنو، بې پیلوټه، څرخکو او نورو طیارو له
اوازونو څخه چندان ښې خاطرې نه لرو!
ای کاش! زموږ خویندې او لوڼې ھم د حمزہ بابا پڅیر له درسونو زړہ تورې وای،
تر څو یې د ښوونځیو بندو دروازو ته ژړاگانو، زموږ پر اجتماعي وجدان نه را تُف کول!!
په ھر حال، په ھغه ورځ ذاکري صیب ټول وخت زما سرہ و،
د ھغه خوږ مجلس به مې کله کله پام پر بله اړوہ.
ما د سھار له چای پس د کانتننتل له ریس ښاغلي حافظ جواد
سرہ ھم یو لنډ مجلس پلان کړی و.
حافظ صیب د روڼ تندي او ډیرې حوصلې څښتن دی.
ھغه پخپله دندہ کې کافي تجربه لرله. تر اوسنۍ وظیفې مخکې
ھم د ھمدې ھوټل د تدارکاتو مدیر و.
ما ورسرہ د ھوټل د چارو د بھتر سمون او لا ښه پرمختگ په اړہ خپل وړاندیزونه شریک کړل.
زما خبرې یې په پورہ غور واوریدې، را څخه یې وغوښتل چې که د خپلو وړاندیزونو مھمې نکتې
ورسرہ په لیکلې بڼه شریکې کړم.
ما بیا ورته څو ورځې پس دا لاندې وړاندیزونه چې په مجلس کې مې ورته کړي و، په لیکلي بڼه ور واستول:
محترم حافظ صیب،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
لومړی خو ستاسې له میلمه پالنې، دوستانه برخورد او ښه نیت څخه نړۍ مننه!
ورورہ ! دا ھغه نکات دي چې ما له تاسې سرہ پرې په کانتننتل کې مجلس کړی و او اوس یې په لیکنې بڼه دراستوم.
زما په اند، که پاملرنه ورته وشي، د ھوټل رونق به لا نور ھم ورسرہ زیات شي:
۱- آیا دا به په اوسنیو شرایطو کې امکان ولري چې د ھوټل وسله وال ساتونکي مجاھدین په یوہ منظم یونیفارم ملبَس شي؟!
۲- اوسنی وایفای باید تر دې کم له کمه لس چندہ زیات قوي شي؛ دا کار امکان لري!
خو مصارف به مو لږ زیات شي چې ارزښت یې لري!
که ھلته تاسې پخپله د انترنیټ له کومې کمپنۍ سرہ مجلس وکړئ، ښایي بھترہ رھنمایي درته وکړي
۳- د ھوټل په انگړ ( استقبالیه ) کې او ھمدا راز د خوړنځای آئینې، فرشونه او نور فرنیچر ډیر خیرن دي،
که د پاکولو اقدام یې وشي او بیا په ھرو دوہ درې میاشتو کې ھمداسې لویه پاک کاري تنظیم او پلان شي، ډیرہ به ښه وي
۴- ویب سایټ
ھوټل باید یو ښه ډیزاین شوی ویبسایټ ولري، د نړۍ له کوم ستر ویبسایټ سرہ راجستر شي، لکه Hotel. Com
خارجي میلمانه را جذب کړي، انلاین بکنگ (اطاق نیول) انلاین پیسې واخیستل شي او نور
۵- مسلکي بازار موندنه
باید ستاسي داسې کسان چې په بازار موندنه کې یې تحصیلات کړي وي، په انگلیسي او که ممکنه وي
په عربي ھم روانې خبرې وکړای شي، له خارجي موسساتو، سفارتونو او نورو سرہ اړیکې ونیسي،
خپل خدمات تر نورو لکه سرینا و غیرہ په نازل قیمت او لوړ کیفیت وړاندې کړي؛ ھمداراز وزارتونه
او نورې دولتې ادارې وننگول شي چې خپل ټول بیروني فعالیتونه، مجالس، میلمستیاوې او نورې ستاسې
له لیارې وړاندې کړي، نو ھوټل به ورسرہ په ډیر کم وخت کې په پښو ودریږي
۶- که د ھوټل میلمنو ته له ھوایي میدان څخه د راوستلو او بیرته رسولو سھولت برابر شي ډیر ښه اثر به پریباسي
۷- که د اشتھارونو له لیارې د کابل عام اوسیدونکي، شخصي شرکتونه تشویق شي تر څو د ودونو،
کوژدو، میلمستیاو او نور مراسم په کانټننټل کې ونیسي نو ډیرہ به ښه وي
ورورہ!
ماته فی الحال ھمدا ډیر لازم ښکاریدل، ښایي نور او تر دې مھم ھم وي!
الله عزوجل دې ستاسې په کارونو کې برکت واچوي، رب دې د لا زیات خدمت توفیق در په نصیب کړي!
کور ودان د ورور ودان
_________________________
د غرمې ډوډۍ موږ ټولو یو ځای وخوړہ او بیا مې د استاد او دولتزي صیب څخه خدای پاماني واخیسته.
غوښتل مې د بھرنیو چارو وزارت ته ورشم او گران دوست خیر الله شینواری وگورم.
شینواری د پوھې، وړتیا او ښه استعداد څښتن ځوان دی، خو ماته یې د گرانښت اصلي لامل د ھغه دروند خوی
او عالي کورنۍ تربیه دہ!
تیر کال چې زہ په روغتون کې د ناروغۍ پر بستر پروت وم، ھغه څو ځله زما پوښتنه کړې وہ!
اوس یې ھم په کابل کې وخت نا وخت زموږ احوال اخیستی و.
موږ د سپیدار په ماڼۍ کې و، غوښتل مو د بھرنیو چارو په وزارت کې د ھغه دفتر ته ورشو خو ھغه د
رسنیو په مرکز کې د متقي صیب د حساب ورکونې په کنفرانس کې و.
موږ ھلته ورغلو، زہ خوښ وم چې متقي صیب سرہ به ھم مخه ښه وکړم یو څه وخت په کنفرانس کې کیناستم
خوله بدہ مرغه د حساب ورکونې پروسه اوږدہ او زما د پرواز وخت نژدې و.
زہ، ذاکري صیب او شینواری صیب ور څخه بیرون را ووتلو. ھمالته د ونو تر سیوري لاندې مو یوہ لحظه د زړہ
خواله سرہ وکړل او بیا مو ترې اجازت واخیست او د کابل ھوایي میدان ته راغلو.
دوبۍ ته په الوتکه کې راسرہ پر سیټ یو امریکایي او یو افغان برابر شول.
ھغه امریکایي جیمز نومید یا ماته یې ځان پر جیمز را وپیژاند. عمر به یې د ۵۵-۶۰ کلونو تر منځ و.
له تیرو ۲۲ کلونو څخه د بدخشان په فیض آباد کې استوگن و او د اوبو رسولو کومه خیریه موسسه یې چلوله.
ھغه له اوږدې ږیرې، افغانۍ جامو، پکول، روانې دري ( بدخشۍ لھجه ) او نورو کړو وړو څخه سوچه افغان بریښید.
دا بل افغان ملگری به مو د ۴۵-۵۰ کلونو په عمر و. له تیرو ۱۲ کلونو په کاناډا کې اوسیدہ. په ھیواد او خپل کلي کې یې
درې میاشتې تیرې کړې وې، اوس یې رخصتي پورہ شوې وہ او بیرته په کاناډا کې خپل کور ته روان و.
ما له امریکایي سرہ په ټول سفر کې په دري ژبه خبرې کولې خو زموږ ھغه وطندار چې دري یې تر ما بھترہ
ویلای شوہ، د امریکایي د دري خبرې ځواب ھم په انگریزي ورکاوہ!
ما جیمز ته د ډاکتر صیب فاروق اعظم چې د افغانستان یواځینی د اوږدې تجربې لرونکی د اوبو متخصص دی،
ادرس ورکړ. تر څو یې د خپل بنسټ په خیریه کارونو کې له مشورو گټه پورته کړي.
زموږ دا بل افغان انډیوال، درې میاشتې پخپل کلي کې په خیراتونو او نورو ټولنیزو بوختیاو تیرې کړې وې.
ما ورڅخه په ھیواد کې د روانې وضعې پوښتنه وکړہ. راته کړل یې:
د طالبانو له حکومت څخه ټول راضي دي، خو امارت یو ستر عیب لري، که دا رفع شي، نور ھیڅ ستونزہ نشته.
ما سمدلاسه ورته وویل: مھرباني وکړئ!
کوم ستر عیب؟ او بیا مې د ھغه خبرو ته په پورہ توجه او إنھماک غوږ کیښود!
ھغه راته داسې لگیا شو:
گورہ ورورہ! پښتانه متل کوي، مړی په ژړا او وادہ په گډا ښه ښکاري!
زہ په کابل او نورو ځایونو کې ودونو ته لاړم, د خوښیو د محافلو مجللو او ښایسته تالارونو ته ورغلم،
تر ډوډۍپس خلک داسې ناست وي لکه مړی چې شوی وي!
پخوا ښه و، په ودونو کې به موسیقي، ساز سرود او گډاگانې وي، خو طالبانو دا ھر څه بند کړي.
ټول ولس ترې پر ھمدې خفه دی، ځکه ھغوی د خلکو د خوښیو مخالف دي!
کم له کمه په ودونو او د خوښیو په محفلونو کې باید موسیقي ته اجازہ ورکړي
چې د مړي د خیرات او وادہ د ډوډۍ توپیر و شي!
ته ھم ماته ھوښیار او جھاندیدہ سړی ښکارې، که یې غلطه وایم، ته یې راته ووایه!
ما له بدې ورځې د ھغه خبرې د سر پر خوځولو تائید کړې.
نورې راباندې یخې اوبه تویې شوې او کرار پخپل ځای کیناستم.
زما د دې وطندار پر اند، نور ھر څه سم دي، وطن گل او گلزار دی
خو چې حکومت یواځې په ودونو کې موسیقۍته اجازہ ورکړي !!!
جیمز څه ویل غوښتل خو ما ورته کړل:
که د اوبو په اړہ څه وایې، زما له دې بل وطندار سرہ خبرې وکړہ!
ماته داسې بریښي چې په دې موضوع کې د ھغه پوھه له ډاکتر فاروق اعظم صیب څخه ھم زیاته دہ،
ھمدا اوس یې زما پر سر یو منگی یخې اوبه را چپه کړې!
ھغه وطندار راته خپل ځای ھم ښودلی و، خو ما ځکه و نه لیکه چې ھسې نه
بیا زما گران دوست قاضي محمدداؤد وردگ خفه شي!
موږ نور دوبۍ ته رسیدلي و، ما له خپلو دواړو سیټ شریکانو اجازہ واخیسته او لاړم.
—————————————————————————————————–
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.