غزل

مصطفی امن

506
په یو نطر می د جرآت بال او وزر مات کړي
دا کلیواله می په در او په ګودر مات کړي
د شوخۍ حد دی ، د زړه مینه ، دی کی شک نشته
چی لار تری واړوم زما کوڅی ته ور مات کړي
ښکلو سره په دغه ویره کی رالوی شومه
چی د دوستۍ عهد د نیم منزل په سر مات کړي
زه د نفرت په سوداګرو باندی پوه ومه
چی دا د مینی کاروبار به می اخر مات کړي
مونږه به دا ځل هم د خپل فکر قامت هسک کړو
بیا به یی هم د فتواګانو په لښکر مات کړ ي
په مخامخ جنګ کی رقیب به پر ما بر نه واي
د ورور په مټ می پدی خپل کور کی اکثر مات کړي
د مینی تخم دی پری وکري چی مینه شنه کړي
امن دی راشي زمونږ کلي ته چی شر مات کړي
م. امن

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.