کلسیم_Calcium

677

کلسیم په بدن کې یو دمهمو منرالونو څخه دی چې دهډوکو،غاښونو په جوړېدو کې مهم رول لرې، همدرانګه کلسیم دعصبی سیستم ، عضلی سیستم،زړه او دوینې په لخته کیدو کې مرسته کوي کلسیم دبدن په هډوکو کې ذخېره کیږې
په بدن کې دکلسیم کموالی ته (Hypocalcemia) وایی اوپه بدن کې دکلسیم زیاتوالی ته (Hypercalcemia)وایی
همدارنګه اضافی کلسیم دبدن څخه دuria ا stool له لارې اطراح کیږي.

په ګردو کې د تېږو د حوړیدو لاملونه:

-یو مهم عامل ېې په ادارار کې د کلیسم د ډير مقدار اطراح ده چې یا د پاراتایروئید غدې په فعالیت کې چې د کلسیم د کنترول دنده پر غاړه لري د اخلال را منځته کیدل وي او یا هم په ډيره اندازه د کلسیم مصرف
#په_لاندې_حالاتوکې_تیږي_رامنځته_کوي.
1- د نقرس مرض چې اسیدو یوریکي تیږې را منځته کوي
2-د ادرار بندیدل چې هغه په هر دلیل وي
3-د اوبو د کم څښلو یا ګرمې هوا له امله د ادارار د حجم کمیدل
4-غیر متناسب غذايي رژیم د مثال په ډول د کلسیم لرونکو سبو ډير خوړل
5-د ګوردې د تیږو کورنۍ سابقه
6-په هر دلیل په بستر کې د ډير وخت لپاره پاتې کیدل او د حرکت کموالی
7-د شرابو او الکولي موادو ډير مصرف
د ګوردې په تیږو د نه اخته کیدو لپاره څو لارې چارې
د ورځې باید کابو دری لیتره اوبه وڅښل شي ډاکتران خالصو اوبو ته ترجیح ورکوي .
که د ګوردې تیږه کلسیمي یا فاسفوري جرړه ولري او یا په دې سیمه کې د پوښتورګو د دا ډول تیږو شتون معمول وي نو د شیدو او لبنیاتو په خوړلو کې باید احتیاط وکړو .البته یو شمیر ډاکتران بیا وايي چې د لبنیاتو خوړل د ګوردو د تیږو په جوړیدو کې خاص رول نه لري نو له همدې امله یوه ډله ډاکتران وايي په دومره اندازه هم باید پرهیز ونه شي چې بدن مو کمزوری او د نورو ناروغیو لپاره مساعد شي
د کمو اوبو څښل او ډير خوله کیدل هم د ګوردو د تیږو د پيدا کیدو یو مهم لامل دی.
د تحرک او خوځښت نه شتوالی که له یوې خوا په خپله د ګوردې د تیږو د جوړیدو لامل کیږي له بلې خوا د هډوکو کلسیم هم په دې وخت کې وینې ته ځي او اطراح کیږي چې په ادرار کې د کلسیم مقدار ډيریږي .
د تایراید غدې ډير کار او فعالیت هم د کلسیمو د دفع کیدو پروسه زیاتوي او په ادرار کې د کلسیم مقدار زیاتیږي .
په خپله د ګوردې د منځ د جوړښت او د تیوبولونو اسیدوز او د امونیاک په تولید کې د خنډونو را منځته کیدل هم یو عامل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.