د حقیقت په لټه 

لیکوال: مولانا وحیدالدین خان - ژباړه: هیله تبسم

963
هر انسان چې نړۍ ته سترګې پرانیزي او د خپلې زندګۍ په اړه فکر کول شروع کړي، تر ټولو لومړی یې دا پوښتنه ذهن ته راځي، چې زه څوک یم (Who Am I)؟ دا پوښتنه د هر نر او ښځې په ذهن کې موجوده؛ هغه که په شعوري یا غیر شعوري ډول وي.
د افکارو تاریخ (History Of Thougth) په بالواسطه ډول د همدې تلاښ/هڅې دوهم نوم دی، له مختلفو لارو ټول ذهن د همدې په هڅه کې وي چې انسان څه دی، څنګه پیدا شو، د زندګي مقصد یې څه دی، له مرګ مخکې څه دي او له مرګ وروسته څه، کامیاب څوک دی او ناکام څوک، حق څه دی او باطل څه؟ همدا پوښتنې دي کومو ته چې د حقیقت تلاښ ویل کېږي، او د حقیقت تلاښ د ټولو انسانانو د توجه ستر مرکز دی، دا هڅه د لومړي ځل د فلسفې ذریعه پیل شوه، مګر تر زرګونو کلونو پورې د سترو اهل دماغو د محنت باوجود فلسفه په دې معاملې کې کوم مثبت ځواب ته ونه رسېده، هغه یوازې د اختلافي موضوعاتو علم پاتې شو.
همدا ډول د روحانیت په میدان کې هم د اوږدې مودې لپاره کوښښونه وشول، مګر دا هم عملاً ناکام پاتې شو. د دې بنیادي سبب دا دی چې روحاني اشخاص د مراقبې په وسیله حقیقت د “زړه په دنیا کې” پلټي۔ مګر په دې معاملې کې هغوی ته هېڅ کامیابي لاسته ورنغله، د دې ساده وجه دا وه چې زړه یوازې د وینې د دوران یوه آله وه، د حق معرفت او د حقیقت شعور د زړه دننه هېڅ موجود نه وو، نو د تلاښ کوونکو لپاره به دلته څه لاسته ورغلي وای؟
همدا معامله د ساینس هم ده. د ساینس علم په موجوده زمانه کې ډېر زیات اهمیت حاصل او لاسته راوړی.
په ابتدایي ډول خلکو دا ګمان کړی وو چې ساینس به د “حقیقت په تلاښ” ځواب کې کامیاب شي، مګر ډېر ژر ساینس د خپل تلاښ او جستجو دایره محدوده کړه.
ساینسپوهانو د خپل تحقیق موده وپالله او ویې ویل چې د زندګي د فکري او نظریاتي سوالونو ځواب داسې ورته ناممکن دی، لکه څنګه چې د فلسفیانو لپاره ناممکن ثابت شوي ول، که څه هم هغوی فکري حالات کمولو سره یوازې د مادي څېزونو په تحقیق خپل ځانونه محدود کړل.
په همدې ډول دا واضحه شوه چې د ساینس په وسیله د حقیقت د تلاښ ځواب د هیچا لپاره ممکن نه دی.
په دې معامله کې ورستۍ کړۍ یا دایره د مذهب ده.
د مذهب کار اصلاً دا دی چې انسان ته ووایي چې حقیقت څه دی، او د کایناتو دننه د انسان مقام متعین کړي. مذاهب ځکه راغلي چې انسان ته د هغه او خپلې پوښتنې ځواب ورکړي.
مګر په موجوده زمانه کې د مذاهبو په لیدلو سره داسې معلومېږي چې مذاهب په وروسته دور کې د تبدیلي او تخریب ښکار کېږي، اوس ضرورت دا دی چې د مذهب له سره نوې مطالعه وشي، مذهب د هغه په حقیقي صورت کې له سره نوی پیدا شي.
د حقیقت په تلاښ د ځواب د پیدا کولو لپاره فلسفه، ساینس او روحانیت پاتې راغلي ول، له دې وروسته یوازې مذهب پاتې وو، چېرته چې د همدغې پوښتنې ځواب پیدا کېدلی شو.
کوم خلک چې مذهب نه مني او کوم یې چې مني، دواړه په دې معاملې کې په مشترک مقام کې قرار لري، دواړو ته په یو ډول دا کول پکار دي چې د مذهب په ذریعه مطلوب حقیقت له سره پیدا کړي، توپیر صرف دا دی که چېرې د منکر مذهب لپاره دریافت/پیدا کول ناممکن شي، نو د مؤمن مذهبي لپاره به دا پیدا کول د دوهم ځلې پیدا کولو په معنا وي.
له مذهب څخه مراد د مذهب مروج چوکاټ نه دی. د مذهب مروج چوکاټ په اصل کې د مذهب کوچنی/لږکی چوکاټ دی. دا د مذهب هغه شکل دی چې په راوروسته نسلونو کې به داسې وخت راشي چې اهل مذهب به د زوال ښکار وګرځي.
 اوس هغه څوک چې په یوه مذهبي کورنۍ کې پیدا شي، هغه د مذهب همدا کوچنی چوکاټ پېژني، هغه په متعصبانه ډول له دې کمتر چوکاټ سره اشنا کېږي.
د دې لپاره د مذهب د اصل صورت مالومولو لپاره دا اړتیا ده چې انساني تعصبات له دې ډول پردو بهر راښکاره کړل شي، هغه د مذهب له کوچني چوکاټ څخه په تېرېدو، د مذهب اصل صورت پیدا کړي.
همدا هغه څه دي؛ کوم ته چې موږ د مذهب ری ډسکوري/د رڼا پیدا کول ویلي دي. له دې ری ډسکوري بغیر د مذهب په حقیقي اهمیت باندې پوهېدل ناممکن دی.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.