هوا لنده بل

ډيپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

707

دا چې نن ورځ زمونږ په ربړېدلي هيواد کې د علم د زده کړې دښمنانو له خوانه زمونږ په پتمنو، پاک لمنو او د هيواد راتلونکو باعزتو خويندو، مېندو او لوڼو باندې د علم څراغ مړ شوی، نو زه د خپلو د هيواد په درد دردمنو قدرمنو علمي کدرونو او استادانو څخه په ډېر درنښت هيله کوم چې د امکان په صورت کې زمونږ دغه دردېدلي تور سرو سره د انترنت له لارې خپل علمي معلومات شريک کړي، تر څو زموږ دا با احساسه خوېندې د تعليم څخه وروسته پاتې نه شي.

شخصاً زه خپله زما د علمي څانګې په مطابق هر ډول سوال ته ددوی په چوپړ کې يم.

دادی يو څو لنډ معلومات تاسو قدرمنو لوستونکو ته په ليکه کوم:

د ودانۍ د کومې برخې له لارې زياته تودوخي ضايع کيږي؟

د پورته انځور څخه مونږ دا نتيجه تر لاسه کوو: د يوې ودانۍ د ټولو نه ډېره تودوخي ضايع کوونکی برخه د ودانۍ بيروني مخ (فاساد) دی. دلته د مجموعي تودوخي ضايع کېدنې څخه پوره 30% د دېوالونو له لارې بيرون چاپېريال ته ورکول کيږي. دې نه وروسته بيا په دوهم قدم کې بام دې، چې 21 % تودوخي د ودانۍ څخه ضايع کيږي.

په يوې ودانۍ کې د هوا بدلونې د پاره بايد د هوا لنده بل څومره اوسي؟

په ودانۍ کې د کوټې ډېر ښه او مناسب د هوا لنده بل د 40 % او 50 % تر منځ دی. که چېرته د کوټې د هوا لنده بل د 50 % څخه زيات شي بايد هوا بدله شي، او همدا رنګه په وچه هوا چې د 40 % څخه کم وي، نو بايد د کوټې هوا بدله شي.

د 60 % هوا لنده بل څخه مقصد څه دی؟

تودوخي ( حرارت) په سانتي ګريټ 0 C CoC

د بلګې په ډول سړی يوه کوټه په نظر کې نيسي، چې د دغې کوټې د هوا تودوخي 200C دی. او نسبي د هوا لنده بل 60 % نو د پورته ګراف څخه سړی دا ويلی شي، چې په 200C اعظمي د اوبو بخار 17,3 g/m3 جوړوي. د 60 % د هوا لنده بل سره په دې ډول محاسبه کيږي:   0,60 x 17,3 g/m3 = 10,4 g/m3 مطلب دا چې د هوا لنده بل 10,4 g/m3 دی.

ولې د مرکزګرمي چوکاټونه د کړکۍ لاندې ورکول کيږي؟

دا چې په يوې کوټې کې سوړ (يخ) ځای د کړکۍ خواته ساحه ده، نو ځکه دا دکړکۍ لاندی منتاژوي. د دغه ساحې څخه هوا جريان پېدا کوي او کوټه تودوي. بله دا چې پر کړکۍ ګانو د خولې جوړولو مخنيوی هم کوي.

څنګه زه پوهېدی شم، چې زما کور تودوخي ساتلی شي او د تودوخي بندونکي موادو سره ښه بند شوی دی؟

که چېرته ستا د کور پورتنۍ کوټه د تودوخي بندونکي موادو سره ښه عايق شوی وي، نو بيا تودخي د کوټې په درزونو کې ځای نيسي. خو که چېرته په کافي اندازه د تودوخي بندونکي موادو سره ښه نه وي بند شوی، نو تودوخي پورته بام ته ځي او د بام په سر کې پرته  واوره ويلې کوي. دا چې د بام څنډې يخې وي، نو دا د ويلي شوي واورې اوبه د بام پر يخو څنډو باندې تويېږي او هلته کنګل نيسي.

ډيپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.