د ۱۲ تلویزيوني کانال رپوټ وايي چې په ابتدا کې په پام کې وو دغه ۲۴ سوخوی سو-۳۵ ډوله الوتکې پر مصر وپلورل شي، خو امریکا د دغې معاملې مخه ونېوله. په نتیجه کې مسکو د یو نوي خریدار په لټه کې شو او تصمیم ېې نیولی چې دغه الوتکې پر تهران وپلوري.
دغه رپوټ داسې وخت خپور شوی چې ایراني رسنيو د روان کال په سپتمبر مياشت کې خبر ورکړی وو چې تهران د دغې معاملې د اروزنې په حال کې دی.
یاد اسرائيلي تلویزیون له جزئیاتو پرته ويلي دي چې ایراني پيلوټانو تر دې وړاندې له دغو جنګي الوتکو څخه د روزنیزو اهدافو له پاره استفاده کړې ده.
د ایران پوځي همکارۍ په هکله د امریکا خبرداری
امریکايي چارواکو له روسيې سره د ایران د پراخو او مخ پر ډيرېدونکو همکاريو په اړه خبرداری ورکړی او دغه همکارۍ ېې د اوکراین، ګاونډيو، ایران او نړۍ له پاره «زيان اړوونکې» ښودلې دي.
د دغو چارواکو په خبره، د روسېې او ایران ترمنځ پوځي همکاري، په ځانګړې توګه پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل وروسته ډېره شوې ده.
د اوکراین د ولسمشر سلاکا، میخائیلو پودولیاک، هم د شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۴مه) پر ټويټر د هغو ایراني کارخانو د «منحلولو» غوښتونکی شوو چې د روسېې له پاره وسلې توليدوي. دغه اوکرايني چارواکي همدا ډول ويلي چې د دغو تسليحاتو چمتو کوونکي باید ونیول شي.
پودولیاک زیاته کړې، پر هغو شرکتونو او بنسټونو چې روسېې ته د وسلو په لیږد کې رول لري، ورباندې د نړیوالو بندیزونو د لګولو سره بېره، تهران په پام کې لري روسېې ته د ډرون او توغندويو انتقال ډير کړي.
د بريتانيا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وويل، روسېې ته انتقال شوې د ایران ساخت ډرون، په اوکراین کې پر ملکي اهدافو بریدونو کې «اساسي رول» درلودلی دی.
د موساد رئيس، ډيويډ بارنیا، هم د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۲مه) رپوټ ورکړ چې تهران په مخفي توګه د داسې پروګرامونو د جوړولو په حال کې دی چې له مخې ېې روسېې ته د پرمختللو وسلو عرضه پراخه کړي.
لومړی ځل دی چې یو اسرائيلي چارواکی په علني توګه د اوکراین په جګړه کې له روسېې څخه د ایران د ملاتړ خبره کوي.
د اوکراین په جګړه کې له ايران له خوا د روسېې ملاتړ
د ايران رهبر علي خامنه ای، د اوکراین په جګړه کې د ایران بې طرفي څنډې ته پرېښوده او د «ایران او روسېې تر منځ د لاډيرو همکاریو اړتیا» څخه ېې خبره کړې ده.
هغه د روان کال په دوبي کې په تهران کې د روسېې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین، سره په کتنه کې وويل: «د اوکراین په قضیه کې که تاسو همدارنګه د عمل ابتکار په خپل لاس کې نه وی نیولی، مقابل لوری په خپل ابتکار سره د جګړې رامنځ ته کېدو سبب ګرځېد.»
دغه موضوع سبب شوه چې ایران د غربي هیوادونو تر بندیزونو لاندې راشي او له پخوا لا ډير منزوي شي.
د ایران حکومت د اوکراین په جګړه کې د پوتین په ملاتړ کولو سره، روسېې پورې شديده وابستګي پېدا کړې ده. آن تر دې چې ایراني اعتراض کوونکي هم د ایران پر رهبر د اوکراین په جګړه کې د پوتین د ملاتړ په خاطر اعتراض کړی دی. دوی خامنه ای باندې «د روس او چین نوکر» په څير شعارونو په ورکولو اعتراض کړی دی.
دویچه ویله
—————————————————————————————————–
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.