یو شان خو بیا ھم مختلف

حفیظ الدین پیرزادہ

512

Same same but different 

دا انگریزي محاورہ دہ

مانا یې دہ؛ یو شان خو بیا ھم مختلف!

پخوا به اشغالگر او د ھغوی گوډاگیان د شپې پر کور را ننوتل، چاپې وې پر شخصي حریم تجاوز و او بې عزتۍوې!

اوس پر مظاھرینو حملې دي، وھل دې او ټکول دي او بې عزته کول دي.

نو وایم:

 یو شان خو بیا ھم مختلف!

پخوا په پلازمینه او نورو لویو ښارونو کې د فحاشۍ اډې وې.

 یواځې په کابل کې تر څلور سوہ زیاتې جوړ‎ې شوې وې، چې ډیری یې د دولتي متنفذینو لخوا چلول کیدې!

د ھغو له جملې څخه یې تر یو درجن زیاتې  د دیموکراسۍ د بلبلې آغلې شکریې بارکزۍ  وې!

ھغه مھال بھرنیان زموږ‎ کور  ( ھیواد ) ته راغلي و او ځینو بیغیرته ضمیر خرڅونکیو افغانانو به ورته

افغانې جینکۍ ور وستلې اوس په زرونه افغانې جینکۍ  زموږ‎ له لاسه د ھغوی کورونو (ھیوادونو ) ته پر ورتگ مجبورې شوي.

نو حق لرم و وایم:

یو شان خو بیا ھم مختلف!

په جمھوریت کې فساد عام و، رشوت ھر چا اخیست.

خو اوس پخواني مرزاقلمان د خپلې تکنوکراسۍ پر مټ د نا اھله او پخپل کار د ناپوہ طالب چارواکيو په نوم رشوت اخلي.

که یې نه منئ، د پاسپورت ریاست ته سر ور ښکارہ کړ‎ئ!

د رشوتخور بڼې تغیر وکړ‎ خو د رشوت ورکونکي ( ولس ) حال ھماغسې دی لکه مخکې، ألآن کَما کَانَ.

نو په ځغردہ وایم:

یو شان خو بیا ھم مختلف!

امارت پخوا یو ټول شموله دیني ولسي بھیر و چې د اشغال په خلاف یې مبارزہ کوله.

اوس ھم مبارزہ کوي،

 خو د چا پخلاف؟

دا ځواب دې دولتي چارواکي و و‎ایي!

زہ د مبارزې تداوم ته پر کتلو وایم:

یو شان خو بیا ھم مختلف!

د اشغال پر مھال پښتانه او پښتنې سیمې تر حکومتي عتاب لاندې وې.

پښتانه په مجموع کې د ھیواد تر پنځوس سلنې زیات نفوس تشکیلوي، اوس ھم د ھیواد تر

 پنځوس سلنې زیات نفوس ( ښځې ) د حکومتي چلن تر تبعیضي غضب لاندې دی.

نو ھر افغان وگړ‎ی حق لري ووايي:

یو شان خو بیا ھم مختلف!

په تیرو دوہ نیمو لسیزو کې ډیر څه بدل شول، بلا شیانو تغیر وکړ‎.

یواځې یو څه چې توپیر پکې رانغی، ھغه  د الله عزوجل لخوا بدمرغه افغان ولس

ته د ورکړ‎ل شويو حقوقو څخه د محرومیت تسلسل دی!

غرب او تالي څټیو یې ولس د استقلال او پخپل کور کې د خپل اختیار

 له حق څخه محروم کړ‎ی وو.

 اوسنیو، د تعلیم له حق څخه!

نو د کایناتو پر رب قسم پخپل زړ‎ہ د پیل پښه ږ‎دم او وایم:

یو شان خو بیا ھم مختلف!!

____________________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د دسمبر ۲۶/ ۲۰۲۲م

لندن

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.