سلمان خان

رضوان خان

925

 دسلمان مکمل نوم “عبدالراشید سلیم سلمان خان” دی
په خټه افغان او په قوم الکوزی دی، دبالیوډ لقبونه یې سلو او بهایجان دي، قد یې 174 سانتي مټر، وزن یې 75 کیلو ګرامه، دسترګو رنګ یې نصواري او دوریښتان رنګ یې تور دی
دهند د ماریا پردیش په نامه سیمه کې په 1965م کال زیږیدلی دی او اوس د ممبی په مهاراشترا کې د “ګلیکسي” په نامه اپارتمان کې چې دده کور دی اوسیږي
سلمان په ښوونځي کې یو ټمبل او بې مسئولیته شاګرد وه څو ځله ناکامه سوی هم وه آخیر چې پوهنتون ته کامیابه هم سوو خو ده پوهنتون او خپلي زده کړې پر نیمایي حال پريښودلي
سلمان خان مسلمان دی خو ده تل دا ویلي دي چې زما مور هندو او پلار مې مسلمان دی نو زه ځان یو انسان بولم معنا زه هندو او مسلمان دواړه یم او دواړه مذهبونه تعقیب کوم
دویني ګروپ یې +B دي.
دمسلک لومړنی فلم یې د “بیوي هو” تو ایسي” په نامه فلم وه چې په 1988م کال کې ریلیز سوی وه
یاد فلم په بوکس آفس کې سه خاص نه وه ځلیدلی او ناکامه سوی وه
خو دده په مرکزي رول لومړنی جوړ سوی فلم یې “مینې پیار کیا” نومیدي چې په بوکس آفس کې آل ټایم بلاک باسټر سوی وه
#جایزې: د “میني پیار کیا” فلم پر سر سلمان دکال دغوره تازه اداکار فلم فیر جایزه هم ترلاسه کړي ده،
ورسره پر “کوچ کوچ هوتا هي” فلم باندې یې دکال دغوره کومکي اداکار جایزه هم دفلم فیر جشنواري دطرفه ترلاسه کړي ده بیا د Time Of India دطرفه د بجرنګي “بهای جان” فلم پر سر دکال دغوره اداکار جایزه هم ورکول سوي ده.
نور سلمان خان دجشنوارو دطرفه دخپلو فلمونو دلاري خلګو په خوشحاله ساتلو کې ډیر ستایل سوی دی خو دغوره اداکاری په بخش کې بله کومه خاصه جایزه په تیره بیا دکال دغوره اداکار فلم فیر جایزې باندې تراوسه ندی ستایل سوی.
جنګونه_او_قضیي: سلمان په 1999م کال کې دخپل “هم سات سات هي” فلم دشوټینګ په جریان کې دسیف علي خان، تابو، نیلم او سونالي بندرا ترڅنګ دښکار کولو په قضیه کې تر نورو اداکارانو په ډیره فیصدي ښکیل سو
پر سلمان تور وه چې ده دیاد فلم دشوټینګ په جریان کې یوه هوسۍ چې هندوان یې سپیڅلي هوسۍ بولي ښکار کړي وه
چې دامله یې څو ځله زندان ته هم واچول سوو
په 2018م کال کې دثبوتونو پر اساس سلمان خان مجرم وپیژندل سوو او زندان ته واچول سوو خو بیرته په ضمانت راخوشي کړل سوو یاده قضیه تراوسه نده بنده سوي،
په 2002م کال کې دسلمان د انډیوالي آشوریا پلار و مور پر ده دخپل لور د ازآر کولو او زهیرولو قضیه ثبت کړل،
په 2008م کال کې سلمان دشرابو په نښه کې د “کټرینا کیف” د پیدایښت دخوشحالی په میلمستیا کې د “شاهرخ خان” بې عزتي کړي وه چې بیا شاهرخ هم یوه چپلاخه ور وهلی وه او هلته یې هم خوشکه سره سوي وه،
په 2020م کال کې سلمان خان د بالیوډ لویه مافیایي کړۍ وبلل سوو سلمان دواسطه دارو او فلمي ستورو د اولادونو سره په مرستي او د بې واسطه اداکارانو دمسلک په خرابولو په تیره بیا “سونو نیکم” دمسلک په خرابولو او د “سوشانت سینګ راجپوت” دمرګ په قضیه کې هم دمجرم په توګه وپیژندل سوو
شخصي ژوند: سلمان تراوسه واده ندی کړی سنګیتا بِجلاني، سوما علي، آشوریا رائي، کټرینا کیف، فریده عالم او لولیا وانټور یې انډیوالاني تیري سوي دي
پلار یې سلیم خان دبالیوډ یو غوره سکریفټ لیکونکی وه
چې دوه ودونه یې کړي دي “سوشیلا چارک” چې دسلمان دي مور ده او دوهمه میرمنه یې دبالیوډ دپخواني فلمونو یوه بدنامه، ازآده او د نیمو بربنډو سندرو نڅاګره حیلین ده
سلمان د ارباز او سوحیل په نامه دوه وروڼه او د آرپیتا او آلویرا په نامه دوي خویندي لري چې ټوله تر ده کشران دي.
#دخوښي_شیان دسلمان خان آب بازي، بایسکل چلونه، رسامي کول او لیکنه کول ډیر خوښیږي،
خوړولو کې یې چینایي خواړه، سپایسي ایټالیوي خواړه، پاه باجي، چیکن بریاني، مټن کباب او کور کې پاخه سوي خواړه ډیر خوښیږي،
بالیوډ کې یې ګوینده او دلیپ کُمار او هالیوډ څخه د سیلویسټر سټالون سرسخته مینوال دی،
دخوښي وړ اداکاره یې هیما مالاني، دخوښي وړ فلم یې Casablanca، دخوښي وړ سندرغاړي یي سونیدي چوهان او سنونیګم، دخوښي لوبه یې آب بازي، دخوښي وړ فوټبالي ټیم یې ارسنال، دخوښي رنګونه یې تور، سپین او خاکسري رنکونه دي،
دخوښي وړ کرکیټران یې سچن ټنډورکر او عمران خان دي،
سورج بارجاتیا یې دخوښي ور ډایرکټر او د “بیتاب” دفلم د ‘جب هم جوان هوګي’ سندره یې دخوښي وړ سندره ده.
څو_جالب_حقایق: سلمان خان دکوچني والي څخه یو غوره آب باز دي.
دسلمان دمسلک په لومړني “بیوي هو تو ایسی” فلم کې دده داوآز ډبینګ او دوبله بل چا کړي وه معنا هغه دده خپل اوآز نه وه.
د بازیګر، دیلوالي دلهنیا لیجانګي، چک دي انډیا، جوش، دیوداس، زیرو، کل هو نا هو او ګجني هغه فلمونه وه چې سلمان خان پکښي دمرکزي رول لوبولو څخه انکار کړی وه.
د “ټایګر زنده هي” فلم په یوه صحنه کې چې ټایګر د زویا رسامي جوړوي هغه رسامي اصل کې دسلمان خپله رسامي وه.
دسلمان پلار غوښتل چې سلمان کرکیټر جوړ سي خو سلمان دخپل پلار دسکریفټ لیکلو او فلمونو څخه دومره متاثره سوی وه چې نه غوښتل چې بیله اداکار کوم بل سه جوړ سي.
په 2015م کال کې د “بارک اوباما” په شاته پریښودلو سره سلمان خان دکال تر ټولو ډیر نازول سوی او محبوب شخص انتخاب سوو.
سلمان خان دوه آسان لري چې دیوه نوم “بجرنګي” او دبل نوم “بهای جان” دی،
ورسره دوه سپیان هم لري چې یوه نوم “My Jaan” او دبل سپي نوم یې “My Love” دي.
په 2018م کال دکپیل شرما په شوه کې دسلمان پلار سلیم خان دسلمان په مخکي وویل چې سلمان به په مکتب کې دکامیابه کیدو پخاطر د ازموینو پارچي مخکي له مخکي دپیسو یا واسطي په زور را ایستلي.
سلیم خان دا هم ویلي دي چې یو وخت سلمان خان دشرابو څښاک او دسګریټو څکول بیخي ډیر کړي وه چې بیا سخت مریض سوو او د ډاکټر په سپاریښتنه یې بیرته د دواړو استعمال تر یوه حد را کم کړ.
سلمان خان خان دیوه فلم پر سر 60 کروړه اخلي او مکمله شتمني یې 310 میلیونه ډالره یاهم 2000 کروړه اعلان سوي ده
سلمان خان 33 دانې ناکامه فلمونه 3 آل ټایم بلاک باسټر فلمونه او 8 بلاک باسټر خپل په مسلک کې فلمونه لري
چې دمسلک دکامیابي فیصدي یې “انټیم” فلم دناکامی وروسته 49% سول.
راتلونکي فلمونه چې ده پکښي رولونه لوبولي دي پټان، ټایګر 3 او آک مچولي فلمونه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.