غزل

معصومه غرنۍ

901

وړي به تا خانه خراب ، عالیجناب

تورسرې ژاړي دریاب ،  عالیجناب

دلته ډیر دي جنتونه که یې غواړې

د یوې مور د زړه ثواب ،  عالیجناب

بیا پوښتې مو چې ولسه چیشی غواړې ؟

رانه مه اخله کتاب ،  عالیجناب

خیر دی پریږده چی سپرلی تر کلي راشي

وږمې ټولې دي حجاب ،  عالیجناب

پاڼه ، پاڼه  دې اغزیو کې پییلی

مه !  خوږیږي  ژوند ګلاب ،  عالیجناب

مونږ خو خلک د حجرو او دټپو وو

تا مو مات کړلو رباب ،  عالیجناب

له هر چا نه پاتې لار کې زندګي شوه

ارمانونه شول سراب ،  عالیجناب

غرنۍ یې پرهرونو ته لوګۍ شه

دا وطن کباب کباب ،  عالیجناب

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.