د پراخې بېوزلۍ، بېروزګارۍ او اقلیمي بدلونونو له امله، چې په ټولنه کې د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي، د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، چې تېر کال نږدې ۴۰۰ ماشومان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان پرون چهارشنبه د مرغومي ۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ټول هېواد کې د شري ناروغۍ له ۷۵ زره مثبتو پېښو څخه نږدې ۴۰۰ ماشومان له دې امله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو د عامې روغتیا وزارت دا خبر له حقیقته لیرې بللی دی.
همداراز کولرا لسګونه کسان مړه کړي او په تېرو څو ورځو کې په زابل کې یو شمېر روغتیايي چارواکو د نامعلومې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړی دی.
بلخوا، سره له دې چې د قحطۍ احتمال به په افغانستان کې د 6 میلیونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی، د خوارځواکۍ ناروغۍ هم په تیر کال کې په افغانستان کې د پام وړ وده کړې.
سیاسي پرمختګونه، د رژیم بدلونونه، وچکالي، طبیعي افتونه او د اقلیم بدلون د پراخې بې وزلۍ او بېکارۍ تر څنګ هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د خلکو پر ژوند سیوری اچولی او د بې شمېره خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
دا ټولې پېښې او د واکسین د پروسې ګډوډېدل او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو نهلاسرسی په خلکو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو لامل شوی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپورونو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه په ټول افغانستان کې د شري ۵۴۸۴ پېښې ثبت شوي دي.
همداراز د روغتیا نړیوال سازمان څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په ۱۶ ورځني کمپاین کې به ۵.۳۶ میلیونه ماشومانو ته د شري او ۶.۱ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړی او پر عملي کیدو یې ټینګار کړی دی.
خو افغان ښځو او نجونو په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د ویش او واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لوبولی او د اسلامي امارت د دې پریکړې په غبرګون کې ګڼشمیر نړیوالو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.