د کریسمس جشن اونوی 2023 میلادي کال

لیکونکی: غلام حضرت صالح زوی

725

 لکه څنګه چې مونږ مسلمانانو ته د اسلامي سنې یا تاریخ شروع او مبدا له مکې معظمې نه مدینې منورې ته د حضرت محمد ص او نورو یارانو د هجرت نه شروع شوېده او اوس د هجري لمریز کال 1401 کال او د هجري سپوږمیز 1444 کال دی، میلادي کال د حضرت عیسی ع له میلاد نه راپدې خوا پیل شوی دی چې نوی میلادی یا زېږدیز کال به د یکشنبې په ورځ د جنوري په اول تاریخ یا د جدې میاشتې په 11 او د جمادی الاول په 8 شروع کیږي ، 2023 وي .

اکثره مسیحیان د دسمبر 25 د کریسمس یا د خپل پیغمبر د پیدایښت د ورځې په نوم جشن نیسي . په حقیقت کې دا ورځ د نوي کال ورځ هم ده ، خو لکه څنګه چې د عیسي ع د پیدایښت ورځ دقیقه نه ده معلومه ، له همدې امله د کریسمس او نوي کال ورځې سره متفاوته دي . ارتدوکس مسیحیان بیا د جنوري 6 او 7 جشن نیسي . دوی فکر کوي چې د عیسی ع د تولد او وفات ورځ یوه ده . بنا دوی د خپل پیغمبر د وفات ورځ جشن نیسي .

باید یادونه وکړم ، چې زمونږ مسلمانانو په عقیده عیسي ع ژوندی دی . په ډېرو هېوادونو کې د دسمبر له 24 نه د جنوري تر 2 پورې عمومي رخصتي وي ، په یو شمېر نورو کې یواځې تعلیمي او درسي مرکزونه رخصت وي .

د کریسمس په ورځ مسیحیان یو بل ته سوغاتونه ورکوي ، او غواړي له خپلوانواو دوستانو سره یوځای وخت تېر کړي . په کورونو کې د کاج یا د صبر ونه تزئینوي. د دوی په نظر شین رنګ د پرېماني ، سرسبزي ، سور رنګ د مرګ او ژوند او سپین رنګ د پاکي او صفایي نښې دي . بابانوئیل چې سره کالي او سپینه ږیره لري ، ماشومانو ته شیریني او تحفې ورکوي . د کاج یا د صبر د ونو استعمال لومړی ځل په آلمان کې رواج شو . د ونې پرښاخونو ستوري او فرشتي ږدي ، چې ستورې د معجزې او فرشتې پیغمبرانو ته د وحی سمبولونه دي .

بابا نوئیل یو مسیحي اسقف یا مذهبي مشر وو چې اصلي نوم یې سنت نیکلاس و، په څلورومه میلادي پېړۍ کې یې ژوند کاوو . وایی هغه یو مهربانه شخص وو ، ماشومانو سره به یې مرسته کوله، نو له همدې کبله د کریسمس نشان یا سمبول ګرځېدلی دی. په ایتالیا کې بیا د بابا نوئیل پرځای یو مهربانه جادوګر د «لا بفانا» په نامه همداسې یو سمبول دی ، هغه پر یوه لرګي کښیني ، الوزي او د کریسمس په شپه ماشومانو ته د لوبو سامان راوړي .

په حقیقت کې دا د لوبو سامان او چاکلیتونه ، شیریني د ماشومانو مور اوپلار د شپې له خوا د خپلو ماشومانو سرته ږدي . لکه څنګه چې مخکې مو وویل د حضرت عیسی ع د تولد دقیقه نېټه نه ده معلومه او د دوی په کتابونو کې هم دا موضوع نه ده روښانه . یونانیانو به د مني شروع او رومیانو به د اوړي په میاشتو کې د نوي کال ورځې لمانځلې او ځینو نورو عیسویانو به د ژمې په منځ کې مذهبي جشن نیوو. ترڅوچې په څلورمه میلادي پېړۍ کې «پاپ جولیوس» د دسمبر 25 ورځ د خپل پیغمبر د پیدایښت د ورځې په نوم ونوموله او له 336 میلادي کال نه را پدې خوا لومړي په روم کې دا ورځ ولمانځل شوه چې تر اوس پورې نژدې په ټوله نړۍ کې هغه جشن نیسي . د عیسویانو ارتدوکس مذهب پیروان لکه روسیه ، اوکرایین ، رومانیه بیا د جنوري 7 ورځ د کرسمس په نوم جشن نیسي . د ارمنستان عیسویان بیا د جنوري 6 ورځ د خپل پیغمبر د تولد د ورځې په نوم لمانځي . د عیسوي یا میلادي کال پیل د نړۍ په نژدې ټولو هېوادونو کې د تعلیمي ، مالي ، بودجوي او رسمي کارونو لپاره یو منل شوی دود او سنه ده .

باید ووایم چې د چینایانو په جنتري کې 2022 کال د ببر چې یو وحشي او بېباکه ژوی دی ، وو . خو نوې 2023 میلادي کال بیا د « سوی یا خرګوش » کال دی چې سوی یو آرامه ، تېز او مهربانه حیوان دی . دوی وایی چې کوم ماشومان چې په دې کال کې پیدا کیږي ، هغوی به شوخ طبعه ، هوښیار او ډېر تېز بین وي . فدل کاسترو ، ملکه ویکتوریا ، مارتین لوترګینګ ، کنفسیوس ، ماري آنتوانت او آرتور میلر په دې کال کې زېږېدلي دي . په پای کې ټولو مسلمانانو او خصوصا افغانانو ته د کال 365 ټولې ورخې د اخترونو په شان له خوښیو ، روغتیا او سلامتیا سره یوځای د یو آباد ، ودان ، سوکاله افغانستان چې د علم او تعلیم دروازې د ټولو ورونو او خویندوپر مخ خلاصې وي ، له الله تعالی ج نه غواړم .

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.