د خپل انساني هویت څخه د ځوانانو باخبری – د هېواد او ټولنې روښانه برخلیک

لیکنه: مقتصد ستړی

966

هر څومره چې ځوانان د خپل انساني هویت څخه باخبره وي، هغومره به یې د هېواد او ټولنې برخلیک روښانه او پرمختللی اوسي!

د انسان د ژوند په ټولو دورو کې د ځوانۍ موده د هغه د رښتیني کمال او رښتیني شخصیت د پېژندلو په بهیر کې خورا مهمه او پرېکنده ده.
ځواني د انسان په ژوند کې یو ارزښتمن او نه راګرځېدونکی فرصت دی، ټولې هغه وړتیاوي چې په دې دوره کې د انسان په بدن او روح کې ځای پر ځای شوي دي، د هغه د تکامل او پرمختګ لپاره مناسب شرایط برابروي.
 د ځوانۍ پر مهال چټک او په ورته وخت کې اغیزمن بدلونونه واقع کیږي، چې د بشري ټولنې دپرمختګ لامل ګرځي، په همدې اساس یو له مهمو رواني اړتیاوو څخه چې په ځوانانو کې وده کوي د پیژندګلوۍ یا هویت اړتیا ده، ترڅو ځوانان د خپل مسؤلیت له مخې د خپل ځان او د ټولنې د نورو غړو ترمنځ مناسبه اړیکه رامنځه کړي.
لکه څرنګه چې هويت د انسان د شخصيت د اصلي عناصرو يوه برخه بلل شي، په موندلو سره یې انسان د دې وړتيا پیداکوي چې د خپل شخصيت په اړه واضح دريځ غوره کړي او هم د ژوند په مختلفو دورو کې د پوهې، وړتیا، فکري ودې او تجربې له مخې هغه دندې او مسؤوليتونه چې دی یې په خپل ژوند کې لري، په سمه توګه ترسره کړي.
د تاریخ په اوږدو کې د ټولو پوهانو، عالمانو او په ځانګړې توګه د اسلام د مبارک دین پیغمبرانو او رسولانو هڅه کړې چې د خلکو فکري او شعوري بیداري ته وده ورکړي او خلک د انساني هویت له قیمتي جواهرو سره اشنا کړي.
د انسان په ژوند کې تر ټولو حساس پړاو د ځوانۍ دوره ځکه ده چې د ژوند په دې پړاو کې د انسان په وجود کې د هويت اړتيا راڅرګندېږي او له هغه وروسته یې د واقعي انساني ژوند له حيواني ژوند څخه د توپير مرحله څرګندېږي، په همدې اساس تر ټولو بریالۍ ټولنې، هغه ټولنې بلل کېږي چې په کې ټولنیز، کلتوري او اقتصادي شرایط په داسې ډول برابر شوي وي چې د ځوان نسل د انساني هویت په پېژندګلوی کې مرسته کوي او د هويت له بحران څخه یې چې په اوسني عصر کې د ځوان نسل او بيا ټولې ټولنې ته تر ټولو مهم خطر او ګواښ بلل کېږي، مخنیوی کوي.
ځوانان د هر ملت او هیواد په عروج او زوال کې مهم رول لري، هر انقلاب که هغه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، ملي یا هم علمي ډګر کې وي، په هغه کې د ځوانانو رول خورا مهم او کلیدي بلل شي، ځکه چې د هیواد راتلونکی په ځوان نسل پورې اړه لري او هر څومره چې ځوانان د خپل انساني هویت څخه باخبره وي، هغومره به یې د هېواد او ټولنې برخلیک روښانه او پرمختللی اوسي.

—————————————————————————————————–

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.