د هیلري رودهام کلینټن د ژوند حالات

لیکنه: نقيب احمد قریشي

1,236

د یوې لومړۍ مېرمني، وکیلي، د ښځینه وو، روغتیایي او ټولنیزي فعالي، د یوه لوی هیواد د بهرنیو چارو د وزیري په توګه د هیلري ژوندلیک لوستل زیات ارزښتمند دی.

دا کتاب موږ ته راښيي چي یوه ښځه څه ډول بېله د کورنۍ د خاصي پاملرني او تشویق څخه د موقفونو، لاسته راوړنو، کورنۍ ساتني، بهتریني او ټولنیزي فعالي، سیاستمداري او… چارو ته عالی رسيدګي کولای سي؟

هیلري وایي: “ننګونه داده چي د داسي هنر په توګه د سیاستونو تمرین وکړو چي ناشونې شونې کوي”

دا کتاب کابل کي اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړئ. لیکواله یې کارین بلومنټال ده او پښتو ته لطف الله لطف ژباړلی دی. دا کتاب ۳۱۴ مخونه لري چي لوستل یې د ښځو، مبارزینو د سیاست د زده کوونکو او سیاسیونو لپاره ضروري دي.

په داسي حال کي چي د هیلري پر ژوند زیات کتابونه لیکل سوي خو لا هم د دې ژوند یو ګونګ حالت تصویروي.

نوموړې سیاست ته د راتللو لپاره په لومړۍ ځواني کي جمهوریت غوښتونکي ګوند ته مایله وه. کیدای سي دا یې د پلار د هغه تړاو څخه اغېزمنه سوې وي کوم چي په هرو ټاکنو کي به یې جمهوریتپالانو ته کمپاین کاوه، خو مور یې برعکس د ډیموکراټانو پلوۍ وه.

هیلري وایي: “زه پر دې کلک باور لرم چي له خلګو سره د دوی د

ستونزو په هوارولو او هیلو ته د رسېدو په برخه کي مرستي ته ور ودانګم”.

دا چي ما د هیلري کلینټن پر ژوند د دې لیکل سوي کتاب څخه زیات یاداښتونه اخیستي دي نو هغه درته وړاندي کوم او تبصره را لنډوم.

ــــــــــ

اول:

د ایارودت رودم او هویل رودم لومړی اولاد “هیلري رودم کلینټن” له معمول څخه لږ زیات د اتو پونډو په وزن نړۍ ته سترګي پرانیستې.

موږ به یې په ټوکو ورته ویل چي هیلري کلنټین له موره پخه زېږېدلې ده، ارام مزاجه کوچنۍ هیلري کلینټن تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته په ۱۹۴۷م کال د اکتور پر څلورمه زېږېدلې ده.

هغه مهال په امریکایي کلتور کي هیلري نوم معمولاً د هلکانو لپاره کارول کېده، له دې امله یې مور د زړور انتخاب په توګه پر نوموړي د هیلري کلینټن نوم کښېښود. دغه نوم د هیلري کلینټن د مور خوښېده او په عادي ډول پر هغې خوږ لګېده.

د هیلري د کشر ورور د پیدا کېدو وروسته یې کورنۍ له شیکاګو څخه د پارک ریچ څنډو ته وکوچېده. هغه مهال یاده سیمه د خپلو معیاري حکومتي ښوونځیو، پارکونو او زړه راښکوونکو کورونو له مله خورا مشهور ول.

د هیلري پلار د یادي سیمي په شاوخوا کي دوه پوړیز کور په کرایه ونیوه، کله به چي هوا معتدله وه نو د یادي سیمي سړکونه به د پټ پټوني، پولیس او غل، بېسبال او یو شمېر نورو لوبغاړو څخه ډک

وو. …

یوه ورځ پوکاڼۍ پر خپل مرکز ځوړنده وه، مور یې خپلو کوچنیانو ته یاده پوکاڼۍ د بیلګي په توګه وښوده او زیاته یې کړه چي څنګه باید په خپل ژوند کي متمرکز او د تعادل په حال کي پاته سي. نوموړي خپلو کوچنیانو ته وویل: تاسي باید هڅه وکړئ چي یاده پوکاڼۍ په مرکز کي وساتئ، ځیني وخت به کښته پورته کیږي خو تاسي یې باید تل د تعادل ساتلو لپاره هڅه وکړئ. …

کله چي هیلري کلینټن له ښوونځي څخه خپل کور ته د خپلو نمرو پاڼه چي له عالی امتیازونو ډکه وه راوړه، پلار یې سوړ غبرګون وښود او ورته یې وویل: کېداس سي ستاسي په ښوونځي درسونه خورا آسانه وي.

ـــــــ

دوهم:

هیلري کلینټن د ۱۹۶۳م کال د نومبر په میاشت کي په خپل ټولګي کي د هندسې په درس بوخته وه چي یو ښوونکی یې ټولګي ته ننوت او د جان ایف کینیډي د مرګ خبر یې ورکړ.

ټول زده کوونکي په ډېري چوپتیا د ښوونځي انګړ ته راټول سول او له هغه ځایه وختي رخصت سول.

کلونه وروسته هیلري کلینټن یو شمېر محصلینو ته د پارک ایج په سیمه کي د یوې وینا په ترڅ کي وویل، چي زموږ نړۍ په ډراماتیک ډول له هغه وخت راهیسي بدله سوې.

د نوموړي په اند د کینیډي مرګ د ټولو هغو کسانو په ژوند کي د ستر بدلون مانا درلوده، چي هلته ول. د کینیډي مرګ هغه تراژیدي وه چي د هیچا په فکر کي نه ځایېده.

هیلري داسي مهال کور ته ورسېده چي مور یې د تلوېزیون پر پرده

د کینیډي د مرګ په اړه تازه جزیات او د ولسمشر کینیډي له کورنۍ سره د خلګو خواخوږي لیدله.

هیلري په دې نه پوهېده چي څه ډول د کینیډي له کورنۍ سره مرسته وکړي؟ خو هغه مهال یې په یاد دی چي خورا ځورېدلې وه.

هیلري د کینیډي د مرګ پېښه هغه تراژیدي وبلله چي د هغه مهال د نسل د غفلت حس یې وننګاوه.

ـــــــــ

درېیم:

د ۱۹۶۸م کال د اپریل پر څلورمه مارټن لوترکېنګ په میپس کي ترور سو. یادي پېښي هیلري وځپله. هغې لوترکېنګ ته د پیاوړي مشر په سترګه کتل چي تل به یې د عدم تشدد په کړنلاره باندي ټینګار کاوه.

د هیلري کلینټن د خوني ملګری جوهنن بارنسون په خپلو یاداښتونو کي وایي چي هیلري د لوترکېنګ د مرګ د خبر په اورېدو په ژړا سوه. بارنسون وایي چي په هغه شېبه کي له هیلري کلینټن څخه د کتابونو بکس وغورځېد او خپله له دېوال سره ټکر سوه.

بارنسون وایي چي هیلري زیاته هیجاني سوه، دې ترور سخته خوابدې کړه، له ځان سره یې وویل: زه داسي حالت نور نه سم زغملای.

د لوترکېنګ د ترور په سبا هیلري کلینټن په بوسټن کي په لاریون کي ګډون وکړ او د ماتم د څرګندولو په موخه یې له خپل مُټ څخه توره ټوټه تاو کړې وه.

په پوهنتون کي محصلین د نژادي مسایلو او جګړې په اړه پارېدلي ول، د پوهنتون په عبادتځای کي یوه بحث د چیغو وهلو په سیالیو واوښت.

د لوترکېنګ د ترور په پایله کي د تور پوستو غورځنګ ګواښ وکړ که د ویلسلي پوهنتون زیاتو تور پوستو ته د زدکړي او په ځینو پوهنځیو کي د تور پوستانو ګومارنه و نه منل سي، نو دوی به د نه خوړولو په اعتصاب لاس پوري کړي.

هیلري کلینټن د محصلینو د مشري په توګه د تور پوستو د غورځنګ د یادو غوښتنو ملاتړ وکړ. د ویلسلي پوهنتون ادارې له یو شمېر بدلونونو سره موافقه وکړه او په راتلونکي تعلیمي کال ۱۹۷۳م کي یې ۵۷ تنه تور پوسته محصلینو ته د نوملیکني اجازه ورکړه.

ـــــــــ

څلورم:

ویلسلي پوهنتون ته له راتګ وروسته هیلري کلینټن د فرانسوي ژبي تر څنګ له ارواپوهني، ټولنپوهني او په اقتصادي مضامینو کي ډېره هڅه کوله، خو سیاسي علوم یې تر پایه د مسلکي لېوالتیا یواځنۍ ساحه پاته سوه.

هیلري پرېکړه کړې وه چي خپل مونوګراف په شیکاګو کي د ټولني د همږغۍ د یوه غړي سایل الینسکي په اړه ولیکي، هیلري په خپل مونوګراف کي د سایل د هغو نظریاتو ارزونه کوله چي د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه یې درلودل.

هیلري یو کال وروسته نوموړی په شیکاګو کي ولید او د خپل مونوګراف په اړه یې ورسره مرکه وکړه.

هیلري په خپل ۹۲مخیز مونوګراف کي د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د سایل هڅي او نظریات خورا ارزښتمن بللي ول.

خو هیلري باور درلود چي ځواک او سرچینو ته لاسرسی یوازي نه سي کولای بېوزلي ورکه او په ټوله مانا مساواتو ته لاره هواره کړي. د نوموړي په اند د بېوزلۍ له منځه وړل په حقیقت کي یوه پېچلې

مسئله ده چي د یو شمېر نورو اړخونو په ګډون د حکومت مرستي ته هم اړتیا لري. …

د هیلري کلینټن مونوګراف د “ممتاز” درجه واخیسته، لارښود استاد یې خورا حیران کړ، له همدې امله یې ورته د دندي وړاندېز وکړ.

ـــــــــ

پنځم:

د یېل پوهنتون په قانون پوهنځي کي هیلري کلینټن د مشهورو کورنیو د محصلینو تر منځ هم ښه وځلېده.

د نویو محصلینو له نظره هیلري د قانون پوهنځي په ټولګي کي له ۳۶ ښځو څخه یوه عادي محصله وه. که څه هم د قانون پوهنځي له ډېر وخت راهیسي په لوړو زدکړو کي د ښځو منل پیل کړي وو، خو د ټیټي کچي په زدکړو کي یې د ښځو نوملیکنه بیا پیل کړې وه.

پر دې سربېره د هیلري انځور د لایف مجلې پر لومړۍ پوښتۍ خپور سوی و چي له همدې امله یو شمېر محصلینو له پخوا پېژندله.

په ویلسلي پوهنتون کي د وینا له امله هیلري د ۱۹۶۹م کال په اکټوبر کي د ځوانو ښځینه رایه ورکوونکو په ملي ټولنه کي د ګډون لپاره بلل سوې وه چي ځوانه طبقه په سیاسي پروسه کي په ښه ډول ښکېل کړي.

دغي ډلي غوښتل چي د رایه ورکوونکو قانوني عمر له ۲۱ څخه ۱۸ کلنۍ ته را ټیټ کړي. د امریکا د اساسي قانون د شپږم تعدیل له مخي په ۱۹۷۱م کال کي د رایه ورکوونکو عمر ۱۸ کاله سو.

د همدې بدلون له امله هیلري وتوانېده چي په ملي کچه د سیاست تیاتر ته ننوځي.

ـــــــــ

شپږم:

په واشنګټن کي د وینا په شپه مېرمن اډلمن د تور پوستو وګړو د ناهیلۍ په اړه خبري وکړې او د هیواد د راتلونکي په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي د خپلي وینا پر مهال وویل: موږ د نظام د ساتلو په موخه قانون قرباني کړی دی.

هیلري په خپله وینا کي د جګړې د پراختیا له امله د نیکسن پر اداره نیوکه وکړه، نوموړي وویل، محصلین په کمبودیا کي د ناقانونه او نامشروع جګړې په اړه خورا په قهر دي.

پر دې سربېره هیلري وویل، موږ د یوې ټاکل سوي دیکتاتورۍ پر اساس اداره کیږو، چي دعوه کوي د خاموش اکثریت ملاتړ ورسره دی. نوموړي ټولي ښځي وننګولې چي ټولي ډلي وننګوي او د خپلو کړنو مسؤلیت پر غاړه واخلي. هغې خلګ وهڅول چي د ماتو سوو ژمنو د لړۍ په بندولو کي ورسره مرسته وکړي.

د دواړو ښځینه ویناوالو ویناوي په لوړ آواز وستایل سوې. هیلري، اډلمن سره له وړاندي کتلي ول او د دوبي د موسم لپاره یې ور څخه د دندي غوښتنه کړې وه. اډلمن خوښه وه چي هیلري وګماري، خو د تنخوا ورکول یې له وسه پوره نه وه. هیلري د خپلو زدکړو او پورونو پرې کولو په موخه پیسو ته اړتیا درلوده.

ـــــــــ

اووم:

یوه ورځ هیلري کلینټن یوه قانون پوه ته وویل: غواړي د هغه په څېر د محکمې قانونپوه سي؟

هغه ورته وویل: ناشونې ده.

هیلري ترې پوښتنه وکړه، ولي؟

قانونپوه ځواب ورکړ، ځکه ته ښځه نه لرې، یو تکړه قانونپوه باید

ښځه ولري چي د کور کارونه یې وکړي، له بازاره سودا راوړي او محکمې ته د تګ پر مهال خپل خاوند ته پاکي جرابي چمتو کړي.

زه نه پوهېږم چي هغه ټوکي کولې، که یې رشتیا ویل، خو هغه وخت د قانون د ډګر چاري پر مخ وړل د ښځو کار نه و.

هیلري بل پلان درلود، کله چي یې په فایټوایل کي له بېل کلینټن سره ولیدل، نو له هغه وروسته یې د قانون پوهنځي له مدیر سره هم ناسته وکړه. مدیر له هیلري څخه اغېزمن سو، ځکه نوموړي ورته وویل، که هر کله یې زړه غوښتل، چي دلته تدریس وکړي، نو پر ټلیفون دي ورسره تماس ونیسي.

په راتلونکي پسرلي کي هیلري د پوهنځي مدیر ته زنګ وواهه او د مرکې لپاره یې وخت وټاکه. نوموړي ته په پوهنتون کي د دندي وړاندیز وسو، هیلري داسي مهال د پوهنتون وړاندیز ومانه چي د امریکا ۳۷ ولسمشر د خیانت له امله استعفاء ورکوله.

“د تېر په اړه فکر کول مو د راتلونکي پرمختګ مخه نیسي. ژوند ډېر کم دی، وخت ډېر ارزښتمند دی، موخي مو خورا لوړي کړئ!”

ــــــــ

اتم:

د پسرلي په پای کي هیلري او بېل کلینټن خپلي کورنۍ ستونزي شاته پرېښودې او د کمپاین بنسټ یې کښېښود. یوه کمېټه وګمارل سوه چي د بېل سره د مرستو په راټولولو کي مرسته وکړي.

هیلري او بېل کلینټن په سپټمبر کي په واشنګنټن کي د سیاسي ژورنالیستانو سره سهارنۍ ته کښېناستل او غوښتل یې چي د بېل د مخیني په اړه یو شمېر نازکي پوښتني ځواب کړي.

خبریالانو او کالم لیکوالو د مالیې، بهرنیو اړیکو او یو شمېر نورو سیاسي موضوعاتو په اړه هم پوښتني وکړې. د دوی له ډلي یوه

کس د بېل د شخصي ژوند په اړه د اوازو او ګنګوسو پوښتنه وکړه.

هیلري د بېل څنګ ته ناسته وه، هغه ځواب ورکړ: د نورو هغو کسانو په څېر چي پر واده یې ۲۵کلونه تېر سوي وي، زموږ ګډ ژوند هم له ستونزو خالي نه دی. …

دوی هیله درلوده چي دومره وضاحت به د نورو پوښتنو مخه ونیسي. د ۱۹۹۱م کال د اکتوبر پر درېیمه بېل کلینټن د ډیموکراټانو د ګوند پنځم غړی و چي په رسمي ډول د ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ ته ننوت.

د Arkansas Gazette ورځپاڼي په همدې ورځ د نوموړي په اړه اوږده لیکنه کړې وه.

ورځپاڼي د هیلري په اړه ویلي ول چي نوموړې خورا بې صبره وه. پر هیلري د یو شمېر کسانو انتقاد دا و چي هڅه یې کوله نور خلګ تر خپل کنټرول لاندي راولي.

ــــــــــ

نهم:

په اګسټ کي د جمهوریت غوښتونکو د کنوانسیون له پیل سره سم هیلري کلینټن یو ځل بیا تر یو شمېر سیاسي بریدونو لاندي راغله. د هغه مهال تاریخپوهان پر لومړۍ مېرمن هیلري باندي د خلګو له لوري نیوکي او سیاسي بریدونه بېساري بولي.

د جمهوریت غوښتونکي ګوند مشر د کوچنیانو په اړه د هیلري لیکني تر سوال لاندي راوستې. هغه ویل هیلري د کوچنیانو ملاتړ کوي، خو مور او پلار یې محکمې ته را کاږي.

د جمهوریت غوښتونکي ګوند ډیری کسانو هیلري ته د راډیکالي فیمنېسټي نوم ورکړی و. محافظه کارو لیکوالانو هیلري له Macbeth سره پرتله کوله. نوموړې د شکسپېر په کیسو کي هغه

مکاره ښځه وه چي خپل خاوند یې د باچا وژلو ته هڅوئ، تر څو خپله واک ته ورسیږي.

پخواني کاندید Pat Buchanan ویل که هیلري د بېل کلینټن د ادارې برخه سي، نو نوموړې به د همجنسبازۍ د حقوقو، د مذهبي مکتبونو پر ضد د تبعیض او په پوځي لیکو کي د ښځو د ګمارلو د پروسې لپاره کار وکړي.

ــــــــــ

لسم:

سپیني مانۍ ته له راتګ سره سم د هیلري نوې دنده خورا ننګونکې وه، که څه هم دې په ارکنزاس کي تعلیمي سیسټم په بریالیتوب سره رغولی و، خو د روغتیایي سیسټم په رغولو کي یې تجربه نه درلوده. نوموړې اړه وه چي په کانګریس کي د مختلفو ډلو پر ضد خبري وکړي.

کانګریس چي د پېچلو سیاستونو مرکز دی، د روغتیایي پروګرامونو، روغتونونو او نورو برخو د تمویل چاري یې پر غاړه اخیستي دي، خو ډاډه به نه ول چي څوک یې باید لګښت ورکړي.

که هیلري په دې برخه کي ناکامه سوې وای، نو د هیلري د مشرتابه ستري ژمني به له ګواښ سره مخ سوي وای.

هیلري کلینټن بیا هم باور درلود او ویل به یې: “تل خپل هدف لوړ ټاکه، د پیاوړي هوډ له مخي کار کوه او پر هغه څه ژوره عقیده لره چي باور پرې کوې. کله چي راپرېوتې، باور له لاسه مه ورکوه. کله چي نورو راوپرځولې، سمدستي پورته سه او هغو کسانو ته هیڅ غوږ مه نیسه چي له راپورته کېدو دي منع کوي!”.

ـــــــــ

یوولسم:

هیلري کلینټن آستن ته د سفر پر مهال خپله وینا لیکله، د هغو هیله بخښونکو خبرو په اړه یې خپل فکر جوړاوه چي له پخوا راهیسي یې په ذهن کي پاته وې. هیلري چي د خپل پلار د ژوند وروستیو سختو شېبو ځپلې وه د ۱۴۰۰۰ کسانو سره یې د باسکټبال په میدان کي خپل روحي کیفیت شریک کړ.

هغې ناستو کسانو ته وویل: موږ نوي مانا لرونکي سیاست ته اړتیا لرو، موږ د اخلاقو، مسؤلیتونو او یو بل ته د پاملرني روحیې ته اړتیا لرو. موږ د مدني ټولني داسي تعریف ته اړتیا لرو چي د مارکېټ او حکومت له لوري رامنځته سویو پوښتنو ته ځواب ووایي او څرګنده کړي چي څنګه کولای سو چي خپله ټولنه داسي جوړه کړو چي ارزښت یې یوازي زموږ له شتون څخه پورته وي. …

هیلري وویل چي په نننۍ نړۍ کي موږ له یو شمېر ننګونو او پوښتنو سره مخ یو، ژوند کله پیل او کله پای ته رسیږي؟ دا ډول پرېکړي څوک کوي؟ نوموړي وویل خلګو ته د دې ډول پوښتنو ځوابونه موندل ستونزمن کار دی، ځکه موږ د داسي پوښتنو د ځوابولو لپاره کوم ځانګړی کتاب نه لرو، موږ باید باور ولرو چي دا پوښتني په اخلاقي ډول سمي او هڅه وکړو چي د خدای د لارښوونو په رڼا کي یې ځوابونه ومومو.

ـــــــــ

دولسم:

د روغتیایي په سیسټم کي تر ناکامۍ او سختو ناهیلو وروسته هیلري کلینټن هغه وخت تر خورا ژور اغېز لاندي راغله چي په یوه ځایي ښوونځي کي ورته یو ښوونکي Anasuya Sengupta د شعر یوه ټوټه په لیکلې بڼه ورکړه.

د شعر الفاظو پر هیلري دومره ژور اغېز کړی و چي په راجیو ګاندي

فاونډېشن کي یې د وینا پر مهال هم ووایه. د شعر مانا په لاندي ډول ده:

ډېري ښځي

په ډېری هیوادونو کي

د خاموشۍ

په ورته ژبه خبري کوي.

دا شعر د وینا اورېدونکو او د هیلري سره ورغلو ژورنالیسټانو په زړه ننوت. هند ته سفر هیلري ته د خپل ږغ پورته کولو نوې لار پرانیسته.

نیویارک ټایمز لیکلي ول چي هیلري هند ته د سفر له امله نوی آواز پیدا کړ او د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کي یې د کوچنیانو او ښځو په اړه مبارزه پیل کړه.

ـــــــــ

دېرلسم:

بېل د دوهمي دورې تر ګټلو وروسته په ۱۹۹۶م کال کي نوموړي ته وویل چي فشار او نیوکي کولای سي، انسان کمزوری یا پیاوړی کړي، زه فکر کوم موږ یې پیاوړي کړي یوو.

له ټاکنو وروسته هیلري او بېل اسټرالیا، فلپین، او ټایلنډ ته د ویناو، لیدنو او ګلف لوبي لپاره ولاړل.

دوی خورا ویاړلي وو، ځکه تازه یې د ولسمشرۍ دوهمه دوره پیل کړې وه، خو د تېر په څېر هیلري یو ځل بیا یوه سیاسي ستونزه رامنځته کړه.

که څه هم دا یو انساني طبیعت دی چي د رشتیا ویونکو کسانو له

خولې څخه ځیني خبري وځي، د بېلګي په ډول هیلري د لومړي ټاکنیر کمپاین پر مهال بېل ته ویلي ول: “کور کي پاته سه او کلچې پخې کړه!” کېدای سي دا ځل توانېدلې نه وي چي د خپلو خبرو په اړه د خلګو د غبرګون یادونه وکړي.

په سیډني پوهننون کي د وینا پر مهال هیلري وویل چي د سیاست څخه د تېښتي یواځنۍ لاره دا ده چي په بشپړ ډول ترې لاس واخلې. یا کېدای سي د کور څخه د راوتلو پر مهال خپل سر ته بوجۍ واچوې او یا په زغرده خلګو ته ووایي چي هیڅ سیاسي فکر او نظریه نه لرې، هیڅکله به په شخصي یا عام ډول خلګو ته خپل فکر او نظر څرګند نه کړم.

نوموړي غوښتل د ټوکو په څېر خپلو خبرو ته دوام ورکړي، خو په رسنیو کي د هیلري څرګندونو داسي خبرونه جوړ کړل چي ګواکي د ځان دفاع کوي.

ـــــــــ

څوارلسم:

ما په خپل ژوند کي ډېر فرصتونه او اسانتیاوي تر لاسه کړي او دا زه د امریکا ټولو وګړو ته غواړم، تر څو چي دا ورځ را رسېدلې نه وي، تر هغو به زه د ولسواکۍ په لومړۍ لیکه کي د راتلونکي لپاره مبارزه کوم.

د ۲۰۰۱م کال د جنورۍ پر درېیمه هیلري کلینټن یو ځل بیا تاریخ جوړ کړ. هیلري ته د نیویارک د سناتوري په توګه د مرستیال ولسمشر AI Gore لخوا سوګند ورکړل سو.

نوموړي د نیویارک سناتورۍ تر لاسه کولو لپاره ۵۵% رایې تر لاسه کړې او خپل سیال ته یې له توقع خلاف لویه ماته ورکړې وه.

نوموړي تر بریا وروسته وویل چي غواړي شپږ کلونه د نیویارک

سناتوره پاته سي او خلګو ته خدمت وکړي. …

که څه هم هیلري د سناتوري په توګه ځان پټ ساتلی و، خو د ډیموکراټانو په ګوند کي یې د بنسټ پر جوړولو کار پیل کړی و. هیلري او بېل په واشنګټن کي کور اخیستی و چي د تمویل په مرکز یې بدل کړی و خو دوی نه پکي اوسېدل. بېل په Chappaqua کي مېشت و. دواړو هڅه کوله چي د اوونۍ څو شپې په واشنګټن او نوري د هیلري سره په نیویارک کي تیري کړي.

خو دوی به زیات وخت یو ځای نه ول، بېل به د ویناو په موخه سفرونه کول چي د ورځي به یې د ویناو له لاري ۲۵۰۰۰۰ ډالر ګټل، ځکه نوموړی اړ و چي هغه پور پرې کړي کوم چي ده او مرستیالانو یې اخیستی و. بېل په خپل کتابتون او فاونډېشن باندي هم کار کوئ.

ـــــــــ

پنځلسم:

په ۲۰۰۷م کال کي هیلري کلینټن د عراق تر سفر وروسته نیویارک ټایمز ته وویل: زما پر اوږو دروند مسؤلیت پروت دی. زه اعتراف کوم چي موږ باید په هغه جګړه کي له احتیاطه کار واخلو چي د امریکایي وګړو ژوند پکي له خطر سره مخ کېږي.

کارپوهانو د هیلري د بدل سوي نظر څخه داسي وانګېرله، ګواکي نوموړې د ۲۰۰۸م کال ټاکنو ته ځان چمتو کوي. …

د عراق د جګړې په اړه د هیلري دریځ په سیاسي لحاظ زیان رسونکی و. تر ۲۰۰۶م کال ډېری امریکایان د عراق د جګړې ضد سوي ول. د نومبر په ټاکنو کي رایه ورکوونکو د بُش هغه ټول متحدین ناکام کړل چي د جنګ ملاتړ یې کاوه، ډیموکراټانو یو ځل بیا د کانګریس کنټرول تر لاسه کړ.

خو بیا هم هیلري د نیویارک د سناتورۍ لپاره په آسانۍ بریا ته ورسېدله. دې په ټاکنو کي د جګړې ضد یو جمهوریت غوښتوتکي کاندید ته په ستر توپیر ماته ورکړې وه. …

څنګه چي منځمهاله ټاکني پای ته ورسېدې د خلګو پاملرنه د ۲۰۰۸م کال ټاکنو ته واوښته. په هره ټاکنیزه حوزه کي هیلري د ډیموکراټ ګوند مخکښه وه، زیاتو خلګو داسي ګڼله چي ښایې نوموړې په ولسمشریزو ټاکنو کي برخه واخلي.

ــــــــــ

شپاړسم:

بارک اوباما لومړی افریقایي الاصله امریکایي و چي په امریکا کي واک ته ورسېد. نوموړي تر زیاتو چنو وهلو او واسطو وروسته هیلري کلینټن قانع کړه چي د بهرنیو چارو وزارت ومني.

که څه هم هیلري کلینټن د لومړۍ مېرمني او سناتوري په توګه د نړۍ زیاتو هیوادونو ته سفرونه کړي ول او د هغو له مشرانو سره یې لیدلي ول؛ خو هیڅکله یې له دوی سره بحثونه او خبري نه وې کړې او نه په کومه بهرنۍ ژبه پوهېده.

د بهرنیو چارو پخوانیو وزیرانو لکه کونډولیزا رایس او البرایټ د ملي امنیت شورا کي کار کړی و او تجربه یې درلوده. د هر سفر پر مهال به هیلري اړه وه چي د نوموړي هیواد او د متحده ایالاتو اړیکي مطالعه او وڅېړي.

البرایټ یوې ورځپاڼي ته وویل چي ډیپلوماسي هغه هنر دی چي په مټ یې موږ هغه څه تر لاسه کوو چي هدف مو وي. زما په اند هیلري پوهېږي چي دا کار څنګه وکړي. ځکه نوموړې د دې کار پوره وړتیا لري.

هیلري په یوه مرکه کي وویل چي د نوي دندي په اړه زه پوهه لرم،

زه حتا په شاهي او دیکتاتوري رژیمونو کي د خلګو له احساساتو سره بلده یم، ځکه هر دولت د سیاست ځانګړې بڼه لري.

هیلري د بهرنیو چارو د وزیري په توګه خپل لومړي سفرونه له آسیا څخه پیل کړل. نوموړې چین، سویلي کوریا، جاچان او اندونیزیا ته ولاړه چي په دې کار یې یو شمېر امریکایي سیاستوال حیران کړل، ځکه د هغوی وړاندوینه منځنی ختیځ یا کږه وږه اروپا وه.

نوموړي باوري وه چي د اسیا ارزښت به د وخت په تېرېدو زیات سي.

ـــــــــ

اوولسم:

هیلري کلینټن یوه موده کور ناستې سوه، خو وروسته یې د بېل په څېر غونډو او مراسمو ته د وینا کولو لپاره سفرونه پیل کړل. پر هره وینا به یې ۲۰۰۰۰۰ ډالر ګټل. تر لاسه سوي پیسې به یې د بېل فاونډېشن ته ورکولې. په همدې ورځو کي هیلري خپل ۵۹۶مخیز کتاب Hard Choices پای ته ورساوه، دا کتاب یې د بهرنیو چارو د وزارت پر مهال لیکلی و چي د سیمو په اړه یې معلومات وړاندي کول. …

د هیلري او بېل د ویناوو د لاري د پیسو ګټلو مسئله راپورته سوه. Sawyer په خپل راپور کي لیکلي ول چي هیلري د ویناوو په مټ پنځه میلیونه ډالر تر لاسه کړي او بېل تر دې هم زیاتي ګټلي دي.

د ۲۰۰۸م کال په ټاکنو کي د شتمنیو په اړه راسربېره سویو لاسوندونو څرګندوله چي هیلري او بېل په تېرو اتو کلونو کي له ویناوو او کتابونو څخه ۱۰۹ میلیونه ډالر ګټلي ول.

بېل هیلري ته وویل: ضروري نه ده چي په ذهن کي یې وساتې، خو نه یوازي دا چي موږ له سپینۍ ماڼۍ څخه غریبان راووتلو، بلکي

پوروړي هم سوو. موږ چي کله سپیني مانۍ ته تللو نو پیسې مو نه درلودې، ځکه د ګروۍ، د چیلسي د زدکړو او د کور اخیستلو په تمویل کي په ستونزو کي و.

نقیب احمد قریشي

کندهار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.