نوی کال، څو پیامونه، څو رپوټونه

آصف بهاند

553

بیا هم نوی کال او بیا هم نوې ورځ، که یې څوک غواړي او که یې نه غواړي وخت روان دی. شېبې، ورځې شپې، میاشتې کلونه، زموږ عمرونه د اوبو په څېر بهېـږي؛ په موږ پسې نسلونه رالوېـږي او موږ زړېـږو او مخ پر خوړ روان یو. دا لړۍ روانه ده، د ډېرو خلکو په خوښۍ، خو زموږ ډېره سلنه افغانانو په اوښکو، ویرونو او نویو غمونو سره.

دود دا دی چې ځینې قلموال ښايي له ډېر شوق نه او ځینې بیا له ډېر درد او ویر نه د خپل تېر یوه کال لنډ، ترسره کړي کارونه او یا ورباندې د تېرو شوو حالاتو یادونه کوي، ځینې یې په تشو مبارکیانو او ځینې یې لا په پټه خوله او کېدای شي په اوښلنو سترگو هسې ننداره کوي او هېڅ نه وايي او نه یې لیکي.

ما په دې لنډه مقاله کې له دې یادونې سره مل، د نوي میلادي کال (۲۰۲۳) د رارسېدو په پار د ځینو قلموالو پیامونه او رپوټونه د بېلگې په توگه راټول کړي دي. تاسې یې ولولئ او وگورئ چې نوي ژوند ته زموږ چیـزفهمه خلک څومره هیلمن دی، څومره ناهیلي دي او د نوي کال او نوي ژوند له پاره یې خپل ډار او امید څه ډول انځور کړی دی. کېدای شي تاسو په کې د جگړو د تورو لوگو پر ځای د مینې او وفا تازه او مستې څپې پيدا او ترلاسه کړئ او یا مو په پښو کې د ناامیدۍ او جفا ازغي دروخلېـږي او د رجا پر ځای مو خوف سره مخ کړي:

وفا سمندر:

«د (۲۰۲۳) زېږدېزکال راتگ دې پر ټولو ژوندو، بختور شي!

په دې هیله، چې زموږ یوه‌ ـ یوه، پر فزیکي‌بدن، عاطفي‌بدن، ذهني‌بدن او روحي‌وجود، راچاپېرې تیارې، د رڼا او نغمو په باران، د تاریخ په خځلو کې منجمدې شي.

او «انسان» ذهني، عاطفي او معنوي ځانواکۍ یوه طلايي سباوون ته پښه کښېـږدي.»

عصمت قانع:

«له هره حسابه پرماکال نه پيړۍ تېره شوه

ماته دکال نه دپيړۍ پېغور دپوزي پيزوان دى

په 1923 ع کال کې هم زما ملا دکمڅۍ رسۍ دفساد لکۍ بلله

دجوماتونو مخې ته به نسواري سپين ږيرو ويل دنيا دغوايې پر ښکرو ولاړه ده

ملا فتوا ورکوله چې دښځو مکتبونه دفساد دډنډونو دبهيدو سبب ګرزي

دزيړي لپاره داخند بابا دقبر خاوره دواده

دشنې ټوخلي لپاره دباولک نيکه دقبر خورده اکسير ده ، دجمو دين نيکه پر قبر دتورې چرګې نذرانه دنارينه اولاد مجربه نسخه ده

هو سل کاله مخکې هم زما پلرونو پنځه ګزه لنګوټه تړله په ډوډۍ پسي به هندوستان ته ځغاستو

او سل کاله وروسته هماغه حالت دى هماغه غر هماغه کربوړى دى

هماغه توره چرګه پر ډيران ګرزي هماغه دپخڅو خټين کورونه دي

هماغسي ښځه دبنيادم چپه پښتۍ ده هماغه ملا له چنګکي څڼو سره دجومات په محراب کې ناست دى

خلک وايې ملا چې څه کوي مه يې کوه خو چې څه وايې هغه منه

سل کاله بعد بيا هم زه دزماني په سمندر کې ديخ شوي کنګل ټوټه يم لمر مې نه ګرموي چې ويلي شم او دخوځښت يوه مسته څپه را څخه جوړه شي پرمخ ولاړشم وخوځيږم او ککره دپرمختګ په لاره کې له پاڼونو او ګړنګونو سره وجنګوم

زه لا دزماني په بستر کې ځاى پرځاى پروت يم

زما يې دکلونو او پيړيو په بدلون څه

هغه شاد ګل چې وم هماغه شادګل يم.»

محمد اسماعیل کریمي:

«د کال وروستۍ شېبې!

د لايزال خالق تعالی مننې او شُکر، چې:

باوجود د وسيع معصيتونو يې لا محدوده او پراخ نعمتونه، مهربانۍ او پېرزوينې را لورولې دي. اعترافاً ددې کال په اوږدو کې ډېر ځله، د الهي احکامو د منښتې په تړاو د بشري تېروتنو سره مواجه شوی يم؛ مګر بيا هم خالق تعالی لورېدلی او د توبې توفيق يې را لورولی دی.

د هغوی مننې او کور ودانی، چې:

ددې کال په اوږدو کې مې د ژوند يوه برخه وګرځېدل، د دوی دا بلدتيا راته ګټوره وه؛ ځينې درسونه او خاطرات جوړ شول، ځينو وګټلو او ځينو وبايللو. اخلاقاً د ټولو پر وړاندې د انساني چلند پياده کوونکی يم.

د هغوی مننې او کور ودانی، چې:

زما لپې يې له مينې را ډکې کړې، ځانګړې پاملرنه يې راته لرله او پرته د کومې تمې ؤ توقع يې وپاللم؛ هغوی چې در باندې پام کوي، د مينې څخه هم پورته ارزښت او مقام لري.

د هغوی مننې او کور ودانی، چې:

ارزښت يې را نه‌کړ او نفرت يې را څخه وکړ؛ ځکه دوی راته د ځان سره مينه وښوده او د نفرت اظهار يې د حوصله مندي همت را ډالۍ کړ.

د هغوی مننې او کور ودانی، چې:

ور باندې ګران يم او ګرانښت يې راکړ؛ ځکه چې دوی د عمل په ډګر کې خپل اخلاص وښود، دومره ګرانښت يې راکړ، چې د نورو سره يې د مينې کولو توانمندي را وبخښله.

د هغوی مننې او کور ودانی، چې:

له‌ کوچنيتوب څخه تر دې کال او شېبې پورې يې سالمه، مينه ناکه او قيمتي روزنه راکړې ده؛ ځکه ما ته يې دا را زده کړي نه‌دي، چې په خپلو الفاظو او کړنو سره دې په ټولنه کې د حسادت او نفرت بوټي را وټوکوم.»

کاتب شاه کاتب:

یو زوړ غزل

بیا هم 2023 ته په لږ بدلون سره.

نه مې پو هه د نجـوم شتــه نــه پالبـین یم

داکال ښه نه وو راتلوونکي ته خوشبین یم

سل ارمانــه مــې پــه زړه کــې دي مرګـیــه

لا د ژوند په غیږ کې پټ یـم پرې میین یم

زمونږ برخه پـه کـې نولـس ده شل نه شوه

سولې راشه نور له جنګه په زړه خوړین یم

دا کال هم تیر شـو بل نوی کال شـروع شـو

پـه تیـر کال کــې د نادودو تمـاشبـیــن یــم

سخت غربت دی د فکري بې وزلۍ راج دی

لا د پـــوهـــې پــــه دعــا پســـې آمیــن یم

د کــونـــړ سیـنـد بـې خـاونده دی روان دی

حـــیران ناست تتـــې رڼـا تـــه د لاټیــن یـم

باران نــه کـیږي نــه پـټ کــړ سپینـو واورو

د کابل مخ یــم پــه ســـرو وینــو رنګین یم

تـورې وریځـې ستا له لـوري پـه مونږ راشي

پیښـوره اوس هـم تـاتـه پــه زړه سپیـن یـم

چې لوټ کـړی یې هر چا ډول سینـګار دی

د وطــن د خـــوارې پیغـلــې لــونګـیـــن یـم

زهــر څکـمــه، زهـــر خـورم، زهــرکـــده ده

خــو بیا هم ستاســې کاتـب یمـه شیرین یم»

بادشاه الهام:

«د نوی کال پيل زما د کورنۍ لۀ پاره پۀ دې ښۀ دی، چې لوی رب د يوې بې ماشومه کورنۍ سکوت د يوۀ ماشوم پۀ ژاړه مات کړ.

ورور مې احمد غورځنگ ته څښتن ذات نارينه اولاد(زوی) ورکړ. الله(ج) دې نېک صالح او لوی انسان ترې جوړ کړي.

نورې چارې به هم خدای سمې کړي، بې همتي به نۀ کاوو.

خوشال بابا کالونه مخکې فرمايلی، زما هم پرې باور دی:

د بې ننگو بې ننگي به مې ارمان شي

خدای به واړه چارې ښه که وړاندې وروسته.»

ډاکتر زمان ستانیزی:

«د ۲۰۲۳ مشترک تقویم نوی کال مو مبارک شه. ځینې اعتراض کوی چې ګڼې موږ د مسیحیانو د رسم لمانځنه کوو. مسیحی تقویم نور یوازی په مسیحیانو پوری اړه نلری، بلکه په ټوله نړۍ پوری مربوط دی نو ځکه مشترک تقویم ګڼل کېږی. په نړیوالو علمی حلقو کې دغه تصمیم نیول شوی چې دغه تقویم دی په دغه نامه ومنل شی:

The year of the Common Era or CE or the year Before the Common Era or BCE.

نو ځکه دغه تقویم ته میلادی، مسیحی، یا زېژېدیز نومونه مناسب ندی او باید مشترک تقویم و بلل شی.

همدغه راز په اسلامی نړۍ کې اوسني ۱۴۰۱ شمسی او ۱۴۴۴ قمری تقویمونه د رسول اکرم (ص) د ژوند په وخت کې موجود نه وه، خو وروسته بیا په ترتیب سهر د حضرت عمر او ملکشا سلجوقی په وخت کې په دغو نومونو و نومول شوی او د محاسبې له مخې د هجرت د کال له پییل سره عیار شول، نو ځکه دواړه معتبر دی. ځینې عربی هیوادونه د شمسی تقویم پر ځای یوازی قمری تقویم په کاروی. دغه کار د تعصب ریښه لری ځکه د شمسی تقویم جوړونکی عرب نه و. دا تعصب دی او طالبانو هم د متعصبو عربو په تقلید دغه لار غوړه کړی. شمسی تقویم ته خورشیدی ویل هم درست کار ندی. دا هم د عربی «شمسی» کلمې سره د تعصب پر بنا دی. دلته یوازی د پارسی او عربی ژبو تفاوت ندی مطرح، بلکه شمسی تقویم باید په څو دلیله خورشیدی و نه نومول شی ځکه د زرتشتی مذهب دری ګوني تقویمونه خورشیدی بلل کېږی او دغه کار هم د زرتشتیانو په حق تېری دی، هم مغالطه را مینځ ته کوی، او هم د عمرخیام ابتکار ته سپکاوی دی چې دغه تقویم یې شمسی او د کال میاشتې یې حمل، ثور، جوزا… نومولی دی. – ډاکتر زمان ستانیزی»

ډاکتر محب زغم:

«نوی کال مو بختور شه!

زما تېر کال د ترهې، وېرې، ناهیلۍ، تېښتې، هیله‌منۍ، خوندي کېدو او بې‌وطنه کېدو کال و. تر ټولو ښه خبره په کې دا وه چې د طالب د مخ لیدو له عذابه بې‌غمه شوم.

په دې کال کې مې «دوزخ په جنت کې» ناول تکمیل کړ چې په دوو درېو هفتو کې به چاپ شي. څو لنډې کیسې او دوه جنايي کیسې مې هم ولیکلې…»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.