د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

409
58 دقیقې مخکې

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو مشر، ولکر تورک، وايي چې ښځې په افغانستان او ایران کې له خپلو حقونو څخه د محرومولو په موخه تر «سیستماتيک» بريد لاندې دي او غواړي چې چارواکو سره د خبرو له پاره کابل او تهران ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې: «کوم ظلم چې اوس پر ښځو د ترسره کېدو په حال کې دی، ساری نه لري.»

خو هغه ويلي دي چې دی باوري دی چې د دغه وضعیت عاملین به بلاخره له ماتې سره مخ شي.

تورک وویل، دا ډيره د اندېښنې وړ خبره ده چې د بشري حقونو د نړېوالې اعلامېې تر خپرېدو نژدې ۷۵ کاله وروسته، د ښځو او نجونو د حقونو د سلبولو له پاره هڅې ډيرې شوي دي.

۷۵ کلن تورک چې په خټه اتریشی دی، د تيرکال په اکتوبر مياشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وټاکل شو. هغه وایي: «زه د [ښځو او نجونو] څنډې ته کولو په هکله ډېر اندېښمن یم.» نوموړي زیاته کړه: «موږ دا په مختلفو طريقو، د دسیسو له لارې وينو.»

داسې حال کې چې له ښځو سره د ضدیت او د جنسيت د برابرۍ له پاره د هڅو مخنيوی، کومه نوې پدېده هم نه ده، خو تورک خبرداری ورکوي چې په حاضر وخت کې «د ښځو د حقونو پر وړاندې [مخالفتونه] په ډیرو سیستماتیکو او ډيرو سازمان ورکړل شوو طریقو سره ترسره کيږي.»

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شول چې له هغه وخت راهیسې تر دا مهاله ېې د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه وضع کړي دي. دوی په ابتدا کې د کړې ژمنې خلاف، د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او ليسې وتړلې او په وروستيو کې ېې اعلان وکړ چې ښځې او نجونې دې تر امر ثاني پورې پوهنتونونو ته نه ځي او په غیردولتي موسساتو کې ېې هم له کار کولو منع کړي دي.

د آرشیف انځور - کابل - د طالبانو لخوا د ښځو د کار او تعلیم په هکله د لګول شوو محدودیتونو په غبرګون کې افغان ښځو په کراتو اعتراضونه کړي چې تر ډيره ېې مخه نیول شوې ده
د آرشیف انځور – کابل – د طالبانو لخوا د ښځو د کار او تعلیم په هکله د لګول شوو محدودیتونو په غبرګون کې افغان ښځو په کراتو اعتراضونه کړي چې تر ډيره ېې مخه نیول شوې دهانځور: Getty Images

تورک په دغې مرکې کې ويلي دي چې هغه غواړي افغانستان ته سفر وکړي او طالب چارواکو سره د ښځو د کار او تعلیم په هکله او دا چې ښځې د دوی د هیواد په پرمختګ کې برخه ولري، بحث او خبرې اترې وکړي. نوموړي وويل چې افغانستان ته د تلو له پاره د «یو مناسب فرصت موندلو» په لټه کې ده.

تورک همدارنګه ويلي دي چې غواړي ایران ته هم سفر وکړي، چېرته چې په سپتمبر مياشت کې د مهسا اميني تر مړېنې وروسته پکې سخت اعتراضونه روان دي. هغه وويل چې ایراني چارواکو تر اوسه ورته غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز ېې په اوسلو کې دی وايي چې د ایران په اعتراضونو کې نژدې ۵۰۰ کسان وژل شوي په داسې حال کې چې په زرونو نور بیا نيول شوي دي.

د ښځو په تړاو د طالبانو وروستي اقدامات په هیواد دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. خو طالبانو وايي چې هیوادونه دې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

په غیردولتي موسساتو کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کارونو تر محدودیت لګولو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمايندګۍ سرپرست او مرستیال، مارکوس پوتڅل، د طالبانو د رئيس الوزار له مرستيال، مولوي عبدالسلام حنفي سره کتلي وو. پوتڅل ويلي ول چې له کاره د ښځو مخنوی، په افغانستان کې ميلیونونو خلکو ته زیان رسوي او په دغه هیواد کې نارينه، ښځو او ماشومانو ته د حياتي مرستو د رسولو مخنيوی کوي.

دویچه ویله

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.