له ګاز نیولیو کسانو سره څه وکړو؟

556

 د یخنۍ په دې فصل کې موږ هر یو د خپل کور او اطاق د ګرم ساتلو لپاره له ګازي بخاریو ، لرګیو او ډبرو سکرو څخه کار اخلو . که پوره پام و نه کړو ، د ګاز نیونې د بدې واقعې ښکار ګرځو چې د مړینې په شان په بدو عواقبو باندې پای ته رسېږي . ګاز له ( هایدروکاربن بوتان او پروپان ) څخه تشکیل شوی دی . کله چې یو کس له 10 ( لسو ) دقیقو څخه د زیاتې مودې لپاره دا ګاز بوی او تنفس کا ، په وینه کې یې د اوکسیجن اندازه کمېږي او ځای یې کاربن نیسي .

 د ډبرو سکاره ( زغال ) او لرګي هم د سوځېدو په وخت کې له ځانه د کاربن مونو اوکساید ( دری کاربنه غاز ) تولیدوي . دا غاز ډېر خطري او وژونکی دی . موږ هر ژمی په روغتونونو کې د کاربن مونو اوکساید له امله د پایزونینګ ( ګاز نیونې ) د داسې بدو واقعاتو شاهدان یو چې ناروغان یې له امله مري . هر کله مو چې کوم کس ولید چې ګاز نیولی څه باید وکړئ :

1 – په لومړي قدم کې باید هغه د کوټې څخه بهر و باسئ تر څو پوره اوکسیجن واخلي . که ناروغ په هوش و یا ویښ وو نو صافي او خوږې اوبه او یا لیمو او مستې ورکړئ .

2 – یو پلاستیک یا پوقانه ناروغ ته ورکړئ تر څو یې پوف کا ، دا کار د دې سبب کېږي چې د اضافی کاربن غاز له بدن څخه خارج شي او په ځای یې اوکسیجن واخلی او نصب شي .

3 – که ناروغ د بې هوښۍ په حال کې وو هغه په اواره سطحه باندې پریباسئ . خوله په خوله تنفس ورکړئ ، د تازه ژوند ورکړې هڅې CPR پیل کړئ . په دواړو لاسونو د سینې د قفس په چپ لوري باندې یې فشار وارد کړئ .

4 – د بې هوښۍ په حالت کې هیڅکله کوم خوراکي شیان ( اوبه او خواړه ) ور نه کړئ ، ځکه ناروغ کې اسپایریشن ( سږیو ته د معدې او مرۍ د محتویاتو ګرځېدل )صورت نیسي چې دا کار د ناروغ د بېړنۍ او حتمي مړینې سبب ګرځي .

5 – که په لومړنیو مرستو باندې ناروغ ، روغتیا نه مومي نو په ډېره بېړه هغه صحی مرکز یا روغتون ته و لېږدوئ او ژوند یې و ژغورئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.