د کورنۍ او ځواب ویونکو ټاکنه/۷

عزت‌الله ادیب

408

په تیرو مقالو کې مو د تصادفي نمونه اخیستنې خبره په تفصیل سره تشریح کړله، خو تر څنګ یې بله مهمه موضوع د مرکه کیدونکي یا ځواب ویونکي شخص انتخاب دی. په ټولنیز تحقیق کې د یو هیواد یا سیمې جغرافیایي موقعیتونه  (لکه په افغانستان کې) په ځینې اداري واحدونو تقسیم شوي وي، چې له ولایت، ولسوالي بیا تر کلي او ناحیې رسیږي، خو په ښاري سیمو کې ناحیې بیا په ګذرونو تقسیم شوې وي. د سروې یا څيړنو په کار کې د ولایت، ولسوالي، کلي یا ناحیې او بیا په دې واحدونو کې د کور او په کور کې د شخص انتخاب هم د سروې له نظره مهمه موضوع ده، چې باید په اړه یې د تحقیق دډيزاین او میتودولوژي د لیکلو په وخت کې فکر، او د یو مشخص میتود یا کړنلارې په هکله پریکړه وشي. کله چې د نفوس له لویې مجموعې څخه د نمونې انتخاب تصادفي او سیستماتیک ترسره کیږي، په هماغومره کچه د کور او مرکه کیدونکي شخص غوراوی هم باید سیستماتیک، تصادفي او د یو مشخص او منل شوي میتود پر مټ ترسره شي. یو لیکوال (Bryman) د ټولنیز تحقیق په برخه کې د نمونې اخیستنې او د مرکه کیدونکي د انتخاب برخې ته ښه پاملرنه کړې، او دا برخه یې په خپل کتاب کې په تفصیل سره تشریح کړې ده.

د کلي او کور د انتخاب په برخه کې عمومآ د نمونې د واحد یا کلسټر (Cluster) نوم ډير کارول کیږي، چې فزیکي واحدونو څخه عبارت دي، لکه کلي، مکتبونه، پوهنتونونه او داسې نور. که له عملي نظره دې برخې ته وګورو نو ویلی شو چې عمومآ په یو کلي کې مشخص کلسټر عملي کیږي او یو مالوم شمیر مرکې یا مصاحبې ترسره کیږي، نو ددې لپاره دا لازمه ده چې کورنۍ او مرکه کیدونکي په سیستماتیک ډول انتخاب شي.

ځينې خلک د کلسټر او طبقه‌اي نمونه ګیري تر منځ فرق نشي کولی، او یو د بل پر ځای مترادف کاروي چې دا کار تیروتنه ده، ځکه کلسټر نمونه اخیستنه د څو مرحله‌ایزې نمونې پروسې ته لار هواروي چیرته چې لومړی د کلسټرونو ابتدایي انتخاب ترسره، او بیا د نورو کلسټرونو او یا د نفوس د واحدونو د غوراوي پروسه ترسره کیږي.

که چیرته د سروې د ډيزاین یا میتودولوژي په برخه کې د نمونې واحد یا د سروې واحد په سمه توګه تعریف شوی نه وي، نو څيړونکی لار‌ورکی کیږي او دا کار په سروې کې د احصائیوي تعصب او اشتباه اندازه زیاتوي، خو که په دې برخه کې ډيره بې‌غوري وشي، د سروې د اعتبار کچه هم زیانمنوي. که تاسو هم سروې ډیزاین کوی، د کلي، کور او په کورنۍ کې د مرکه کیدونکي شخص د انتخاب میتود ته ښه پاملرنه وکړی او وار له مخې یې تعریف کړی. په تیره یوه مقاله کې مو دې برخې ته یو څه تفصیلي اشاره کړې وه، خو دلته د مرکه کیدونکي شخص د انتخاب پروسه او کړنلارې تشریح کوم.

په افغانستان کې عمومآ د کورنۍ مشر یا هر هغه څوک چې په کور کې موجود وي، د مرکې لپاره رامخته کیږي. خو مهمه دا ده چې د کورنۍ له مشر یا له هر هغه چا سره، چې تاسو لومړی ځل مخ کیږی، په دې هکله خبرې وکړی او د سروې ابتدایي اصول ورته تشریح کړی. کله مو چې اصول ورته تشریح کړل، بیا دا هم ورته ووایاست چې که دا اصول عملي نشي نو کار ته مو څنګه نقصان اړوي. په دې توګه تاسو کولی شئ د خپل کار د عملي کولو لپاره د خلکو مرسته را زیاته کړی. زه د خپل ساحوي کار په جریان کې ډيری وخت له داسې ستونزو سره مخ شوی یم چې د مرکې لپاره ټاکل شوی شخص به موجود یا د لاسرسي وړ نه وو، نو د کورنۍ د مشر ټینګار به تل پر دې وو، چې له ده سره دې مرکه ترسره شي، ځکه ټول د یو کور خلک دي او دا هیڅ فرق نه کوي چې چا جواب ورکړی دی. یا دا چې، نوم د هغه کس ولیکئ خو مرکه به د هغه پر ځای زه درسره وکړم، خو ما هیڅکله دا کار کړی نه دی، بلکه د سروې د اصولو سره سم مې د ټاکل شوي شخص د موندلو درې (۳) کوښښونه کړي دي، که ټاکل شوی شخص مې نه دی موندلی، نو کور مو بدل کړی دی.

په ټاکل شوي کور کې د مرکه کیدونکی شخص د موندلو لپاره هره هڅه باید ثبت شي، او که مو نوموړی شخص ونه موند، کور بدل یا تعویض کړی او دا کار مو په خپل راپور کې ذکر کړی، ځکه دا کار:

  • د سروې د اعتماد کچه زیاتوي
  • د اصولي کار څرګندونه کوي
  • د تحلییل له پروسې سره مرسته کوي، او
  • د راتلونکې سروې یا څیړنیز کار د ډيزاین په برخه کې ډيره مرسته کوي.

په سروې کې عمومآ درې (۳) ډوله کورونه وي، چېرته چې یوه مرکه ترسره کیږي،

  1. اصلي کور: دا هغه کور دی چې د سروې لپاره د یوې مشخصې کړنلارې پر اساس غوره کیږي، خو که دې کور کې، له درې کوښښونو سره سره، د شرایط وړ شخص پیدا نشو، او یا په لومړي ملاقات کې له سروې انکار وشو، او یا که په لومړي ملاقات کې د رد کوم بل ځواب درکړل شو، نو په دې حالت کې کور تعویض کیږي.
  2. لومړی تعویض شوی کور: د کور د بدلیدو اصول دا دي چې لومړی به د اصلي کور د دروازې مخامخ ودریږی، چپ لور ته نژدې کور مو لومړی بدل شوی کور بلل کیږي، هلته سروې ترسره کړی.
  3. دوهم تعویض شوی کور: د اصلي کور د دروازې مخامخ ودریږی، ښي لور ته لومړی او نژدې کور مو دوهم بدل شوی کور بلل کیږي، همدا سروې هلته ترسره کړی.

خو که چیرته دې درې کورونو سره هم سروې ترسره نشي، بیا دا سوالنامه «لاجواب» بلل کیږي او سپینه یا خالي پاتې کیږي. دلته د یوې مهمې موضوع یادونه ضرور بولم، هغه دا چې که په دې درې کورونو کې مو سروې ترسره نشوه، بیا دا سوالنامه په دې کلي کې د اخري سروې څخه وروسته چې هر کور ممکن وي، هلته یې ترسره کړی. (دا نظر علمي نه بلکه عملي دی ځکه افغانستان کې د سروې په برخه کې پراخه درغلۍ کیږي، نو دا کار به د تقلب یو څه مخنیوی وکړي، چې ما عملا د کار په جریان کې دا کار کړی او لیدلی دی) د کور د ټاکلو او بدلیدو یا تعویض په هلکه دا لږ مالومات همدلته ذکر کوو تر څو روښانه شي چې د کور بدلیدل په څه مانا دي.

په دې لیکنه د کورنۍ او د مرکه کیدونکی شخص د انتخاب او ټاکلو د تخنیکونو او ددې کار د ګټو او نیمګړتیاوو په اړه لولو، تر څو پوه شو چې د ځواب ویونکو د انتخاب طرزالعملونه او میتودونه کوم او څومره مهم دي، او د سروې د تصادفي یا ډير احتمالي کیدو او اعتبار له کچې سره څنګه مرسته کوي. د کورنۍ او د مرکه کیدونکي شخص د انتخاب په برخه کې، تر ټولو عام میتود چې د څيړونکو لخوا کارول کیږي، غیر تصادفي ساده میتود دی. په دې میتود کې هر هغه ځواب ورکونکی چې په کورنۍ کې موجود او د لاسري وړ وي، د مرکې لپاره انتخاب  او مرکه ورسره کیږي. د دې ساده میتود په کارولو سره د سروې د ځواب کچه لوړه، د مالوماتو د راټولولو لګښت خورا کم خو د دې میتود پر مټ د را ټولو شویو مالوماتو په برخه کې د تعصب او مسلکي بې‌خوندي کچه لوړه وي، او د مالوماتو د تعمیم کار بې اعتباره کوي. نو مهمه دا ده چې داسې میتودونه وکارول شي چې د تصادفي سروې صفت سره اړخ ولګوي او د تصادفي کار احتمال زیات کړي. لاندې ځینې عام میتودونه دي چې یو یو تشریح کوم.

د کېش د ټاکلو پروسه:

د کېش یا کېش ګریډ میتود په هنګري کې زیږېدلي امریکايي احصائیه پوه لیسلي کیش لخوا رامنځته شوی دی. د کورنۍ د ټاکلو په برخه کې دا میتود ډير تصادفي او کاریدونکی میتود ګڼل کیږي. دا میتود هغه مهال رامنځته شو، کله چې د دنیا په نورو هیوادونو کې هم، لکه اوس افغانستان یا ورته نور هیوادونه، مرکې په شخصي او مخامخ توګه ترسره کیدلې. خو دا طریقه لږ څه ستونزمنه او سخته ده، ولې بیا هم په اساني سره کارول کیږي. کله چې د مرکې لپاره کورنۍ وټاکل شي، څيړونکی په کورنۍ کې د مرکې لپاره د وړ کسانو لیست چمتو کوي، چې د ټولو کسانو نوم، جنسیت، د کورنۍ له مشر سره ددوی اړیکه، او عمر لیکل کیږي. کله چې لست ترتیب شو، بیا د هر کس لپاره یو مشخص کوډ غوره، او د همدې کیش چوکاټ یا د تصادفي ځواب د جدول پر مټ یو کس ټاکل کیږي.

د کېش چوکاټ د هرې کورنۍ لپاره د پنځو یا شپږو کسانو لپاره خالي ځای لري او د هرې کورنۍ لپاره یو تصادفي نمبر هم غوره کیږي. نوموړی چوکاټ داسې ترتیب شوی دی چې د کورنۍ هر غړي ته په مرکه کې د ګډون مساوي چانس ورکول کیږي. چې کیدای شي د کورنۍ د غړیو له منځ څخه د مرکې لپاره انتخاب شي. د کېش ګریډ میتود په ۱۹۴۹ کلونو کې ترتیب شوی دی.

د کېش ګریډ چوکاټ

د مشخص چوکاټ تناسبونه د جدول شمیرې که په کورنۍ کې د افرادو شمیر…… وي
۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ یا زیاد
افراد لست کړی
۱/۶ الف ۱ ۱ ۱ ۱ ۱ ۱
۱/۱۲ ب ۱ ۱ ۱ ۱ ۱ ۲ ۲
۱/۱۲ ب ۲ ۱ ۱ ۱ ۲ ۲ ۲
۱/۶ ت ۱ ۱ ۲ ۲ ۳ ۳
۱/۱۲ ث ۱ ۲ ۲ ۳ ۴ ۴
۱/۱۲ ج ۱ ۱ ۲ ۳ ۳ ۳ ۵
۱/۶ ج۲ ۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۵
۱/۱۲ ح ۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶

پورته مو دې موضوع ته اشاره وکړه چې د کېش ګریډ کارول د کورنۍ د غړو له منځ څخه د مرکه کیدونکي شخص د تصادفي انتخاب لپاره غوره میتود دی، او نوموړی میتود تعصب را کموي او د سروې  بې‌پریواليتوب سره مرسته کوي. خو دا میتود ځینې ستونزې لري چې کیدای شي د سروې کار له ځنډ سره مخ کړي، ځکه د سروې د ساحوي کار وخت زیاتوي او ډيری وخت ددې میتود پر مټ غوره شوي شخص ته لاسرسی ستونزمن وي.  او د څیړونکو یا سرویرانو لپاره پرې پوهیدل هم یو څه ستونزمن وي، نو باید سروېرانو ته ښه روزنه ورکړل شي تر څو ددې میتود په تخنیکي او عملي برخو پوه شي. همدا رنګه، کیدای شي د ساحوي کار په جریان کې څيړونکی د ځواب ورکونکو له مقاومت سره مخ شي، یا د څیړونکی سره د ځواب ورکولو په برخه کې لازمه همکاري ونشي، خو بله جدي ستونزه یې دا ده چې دا میتود په امریکا کې رامنځته شوی دی، او هغه مهال د امریکا د کلتور سره سم اکثریت (۹۹٪) کورنیو له پنځو څخه زیات بالغ غړي نه درلودل. همدا رنګه، په افغانستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې د دې میتود د کارولو پر مهال ورته ستونزې را پیدا کیږي.

دا چې د کیش ګریډ کړنلاره د تصادفي انتخاب غوره میتود بلل کیږي، نو د دریمې نړۍ د هیوادونو اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره، په دې کړنلاره کې لازم تغیرات/تعدیلات رامنځته شوي دي چې د کار نړیوالې ادارې په نوموړي میتود کې د کورنیو شمیر ۸ کسانو ته لوړ او عملي پروسه یې ساده کړې ده.

ددې میتود عملي برخه نسبتآ ساده ده، لومړی په کورنۍ کې د شرایط وړ کسانو تعداد لیکل کیږي، یانې د ټولو هغو اشخاصو په شمول چې په دې کورنۍ کې ژوند کوي، خو د سروې یا مرکې پر مهال له کور څخه د باندې یا لیرې وي. د کورنۍ ټول غړي له ځوان څخه د مشر پر لور، د عمر په ترتیب، لکه اول ۱۸ کلن، بیا ۱۹ کلن، ۲۱ کلن، ۳۵ کلن، ۴۰ کلن او بیا ۵۵ کلن شخص لیست کیږي.

د کېش په چوکاټ کې په افقې برخه کې د سوالنامې د نمبر اخري عدد او په عمودي برخه کې د کورنۍ د ټولو غړو مجموعه په نښه کیږي. په افقي او عمودي برخه کې د مشخص شويو نمبرونو تقاطع پیدا کیږي او هماغه نمبر شخص د مرکې لپاره انتخاب کیږي. خو که نوموړی شخص په کور کې موجود نه وو، نو بیا ځلي هڅه کیږي او یا کور بدلیږي.

په افغانستان کې، زموږ کلتور او دود ته په کتو د نارینه او ښځینه لپاره بیل کیش ګریډ عملي کیږي تر څو د هر جنس څخه د مرکې لپاره شخص انتخاب شي. او د کیش ګریډ شمیره مو تر ۱۰ پورې لوړه کړې ده ځکه د افغانستان په زیاتره سیمو کې د کورنۍ د غړیو شمیر تر دې  هم لوړ دی، خو دا شمیره د هر ډول سروې لپاره بسنه کوي.

د کیش ګریډ د کارولو مثال: له یوې کورنۍ سره مرکه ترسره کیږي چې د شرایط وړ کسانو تعداد یې ۶ کسان دي، او په کلسټر کې نوموړی کور یا د سوالنامې نمبر ۰۸م دی. نو پورته جدول ته په کتو سره، که د ۶ او ۸ ترمنځ د تقاطع نقطه پیدا کړی چې ۶ نمبر دی، نو په کورنۍ کې د لیست شویو اشخاصو له منځ څخه له ۶م شخص سره مرکه ترسره کیږي، د کورنۍله نورو غړیو سره باید ترسره نشي. که چیرته ۶م نمبر شخص په کور کې موجود نه وو، باید بیاځلي کوښښ وشي، خو که دا کار هم بې‌پایلې وو نو باید کور بدل یا تعویض شي.

یوه کوچنۍ خو اړینه یادونه، د کیش ګریډ دا بڼه په افغانستان کې ډيره عامه کاریدونکې بڼه ده، نو هر څوک یې کارولی شي، او هیڅ ډول اصولي ستونزه نلري.

د کار نړیوالې ادارې تغیر شوی کیش ګریډ چوکاټ

Kish Grid/ کیش ګرید په کور کې د شرایط وړ کسانو شمیر
1 2 3 4 5 6 7 8
په کلسټر کې د کور د نمبر وروستۍ شمیره

 

 

 

 

 

 

 

0 1 1 1 3 4 6 2 4
1 1 1 3 1 1 4 6 3
2 1 2 3 2 2 3 3 6
3 1 1 2 4 5 2 5 1
4 1 2 1 3 3 5 1 2
5 1 1 2 2 3 1 4 8
6 1 2 1 4 2 4 7 5
7 1 1 2 3 4 3 2 7
8 1 2 1 1 1 6 3 2
9 1 2 3 1 5 6 1 1

د کمي څيړنو په ځینو کتابونو کې لیکوالانو د دې میتود ځینو ستونزو ته اشاره کړې ده، چې هغه د کورنیو د زیاتو غړو شمیر او یا د جنسیت پر اساس د کورنۍ د موجوده غړیو ډلبندي څخه عبارت دي، چې په هنګري او چین کې خلک ورسره مخ شوي وو، او په افغانستان کې هم ورته ستونزې موجودې دي او د عملي کار پر مهال ډير ځله ورسره مخ کېدای شو. په دې اړه ډير مالومات د نیمت (Nemeth 2001) او پینګ (Ping, 2013) کتابونو کې لوستلی شئ.

د عمر ترتیب کړنلاره

د عمر په ترتیب دا کړنلاره هم لکه د کېش ګريډ، په کورنۍ کې د ځواب ویونکو له تصادفي انتخاب سره مرسته کوي. ددې کړنلارې پر اساس، څیړونکی پوښتنه کوي چې، په دې کورنۍ کې څومره لویان (۱۸ کلن او له هغه پورته عمر لرونکي) ژوند کوي چې د مرکې لپاره د لاسرسي وړ وي؟، بیا د کورنۍ ټول غړي د عمر په ترتیب سره لیست کوي، او له یو څخه تر اخري کس پورې هر یو غړي ته یو مشخص نمبر ټاکي، او د یو تصادفي شمیرې پر مټ انفرادي انتخاب ترسره کوي.

دا طریقه ډيره اسانه ده، او په دې کړنلاره کې د کورنۍ هغه غړي، چې د لاسرسي وړ نه وي، په نظر کې نه نیول کیږي، او په ډيرې اساني سره اداره او عملي کیږي. په دې طریقه کې د سرویرانو یا د څیړونکو ډيرې روزنې ته هم اړتیا نه وي، بلکه په ډیرې اساني سره پرې پوهیدلای شي. دا کړنلاره یوه ستونزه لري هغه دا چې، په دې طریقه کې د کورنۍ غړي د جنسیت پر اساس نه ویشل کیږي، بلکه ټول موجود کسان لیست کیږي. خو که څیړونکي دا کړنلاره کاروي نو څو د حل لارې موجودې دي:

  • په افغانستان کې نارینه او ښځینه یو ځای د مرکې لپاره نه حاضریږي، نو څيړونکی کولی شي چې د نارینه او ښځینه لپاره بیل لیست ترتیب کړي، خو دا کار هغه مهال کولی شي، کله که په یو کور کې دوه مرکې ترسره کوي.
  • د ټولنیزو څیړنو پر مهال عمومآ په یو کور کې یوازې یوه سروې، له نارینه او یا ښځینه، سره ترسره کیږي، نو دا میتود په ښه ډول کاریدلی شي.
  • که احیانآ په ځينو سیمو کې د کورنۍ غړي دې ته حاضر وي چې نارینه او ښځینه د مرکې لپاره حاضریږي، په دې صورت کې باید د څیړنې د میتودولوژي او څیړندود پر اساس عمل وشي. ځکه دا حالت باید څيړونکي د ډيزاین پر مهال په نظر کې نیولی وي.

د ټي-سي (ټرالډال کارټر) کړنلاره

د ټي سي کړنلاره له لږ تغیر سره د کیش ګریډ بدله شوې بڼه بلل کیږي او هماغه ډول کارول کیږي. ددې کړنلارې پر اساس لومړی د کورنۍ له غړیو څخه دوه پوښتنې کیږي:

  • ستاسو په شمول، آیا د کورنۍ څو تنه غړي مو لویان دي، (۱۸ کلن یا له هغه پورته عمر لرونکي)؟
  • آیا ددې لویانو څخه، څو تنه یې ښځینه دي؟

ددې دوو پوښتنو څخه وروسته، څیړونکی یوازې څلور (۴) انتخابه لري، تر ټولو مشر یا زوړ سړی یا تر ټولو مشره یا زړه ښځه، تر ټولو ځوان سړی یا تر ټولو ځوانه ښځه. په دې ترتیب به د مرکې لپاره یو کس غوره کوي. خو په دې کړنلاره کې د کورنۍ منځوي نارینه یا ښځینه د انتخاب مساوي چانس نلري، ولې ځينې پوهان (Troldahl & Carter, 1954) په دې نظر دي چې، که ټوله سروې په نظر کې ونیول شي نو دا ستونزه ډيره کوچنۍ او د سروې په تصادفيت هومره ناوړه اغیزه نه کوي.  خو که له عملي نظره ورته ولیدل شي، د ټي سي کړنلاره ډيره ساده او ژر عملي کیدونکې ده چې په سروې کې د ځنډ او خنډ باعث نه کیږي. د وخت په تیریدو سره په دې کړنلاره کې هم ځینې تغیرات راوړل شوي دي، خو ډيره کاریدونکې بڼه یې د ټي سي بي بڼه ده چې بریانټ (Bryant) پکې ځینې تغیرات راوړي دي. له همدې امله، اوسمهال دا کړنلاره د ټي سي بي په نوم هم یادیږي.

نوموړې کړنلاره، لکه نورې هغه یې په افغانستان کې د کاریدلو لپاره هومره مناسبې نه دي، مګر دا چې موږ پکې ځينې تغیرات راوړو. ددې لپاره باید داسې تغیرات راوړل شي چې د نارینه لپاره جدا او د ښځینه لپاره بیل چوکاټ په نظر کې ونیول شي، خو نوموړي تغیرات باید په داسې ډول ډيزاین شي چې د تصادفي انتخاب اصل پکې په نظر کې نیول شوی وي.

د ټي سي بي چوکاټ

په کورنۍ کې د شرایطو وړ کسانو شمیر په کورنۍ کې د ښځو شمیر
۴ یا زیات ۳ ۲ ۱
مشر نارینه ځوان نارینه ځوان نارینه نارینه ۰
ښځینه مشر نارینه ښځینه ښځینه ۱
مشر نارینه نارینه مشره ښځینه   ۲
نارینه ځوانه ښځینه     ۳
مشره ښځينه       ۴ یا زیات

په اصلي ټي سي چوکاټ یا کړنلاره کې دا سمون یا بدلون ددې حقیقت له امله رامنځته شوی چې په ځوان نارینه‌وو کې، د میرمنو په پرتله، له کور څخه د لرې کیدو احتمال ډير وو، ځکه په پرمختللو ټولنو کې به هم ډيری وخت میرمنې پر کور او د لاسرسي وړ وې، او نارینه به د کار په موخه له کور څخه بهر وو. ددې میتود په اړه ډير مالومات د کروټکي او پورسیلیني ۱۹۹۵(Krotki & Porcellini, 1995)، او لیوراکاس ۱۹۹۳ (Lavrakas, 1993)، کتابونو کې موندل کیږي.

ځوان نارینه/زړه ښځینه (YMOF) کړنلاره

دا د هاګن – کولیر طرزالعمل یو تعدیل شوی میتود دی، چې عموما د ځوان نارینه / زړه ښځينه په نوم پیژندل کیږي. دا دوه مرحله‌ایزه کړنلاره ده چې لومړی د کور د لاسرسي‌وړ یا موجود ټول غړي لیست کیږي، او وروسته د مرکې لپاره د کورنۍ د تر ټولو ځوان نارینه سره مرکه ترسره کیږي، خو که چیرې د کورنۍ ځوان نارینه سړی په کور کې موجود نه وي نو مرکه کونکی د کور تر ټولو مشرې میرمنې سره مرکه ترسره کوي. که چیرې د کور مشره میرمن هم موجوده یا د لاسرسي وړ نه وي، او یا هم د رد ځواب ورکړل شي، نو بیا کیدای شي دووم ځلي کوښښ وشي او یا کور تعویض شي. د دې کړنلارې کارول او اداره کول اسانه دي، او د عمر او جنسیت له مخې د ځواب ویونکو تعصبونه کموي. دا کړنلاره هغه مهال ګټوره ده چې د سروې لپاره د جنسیت مساوي اندازه په نظر کې نیول شوې وي. په افغانستان کې د نفوس جنسیتي تناسب ته په کتو سره، د سروې لپاره ۵۰/۵۰ غوره کیږي، خو دا په هر حالت کې صدق نه کوي.

په افغانستان کې عمومآ مشران او ځوانان ډير فعال وي او په داسې ټولنه کې چیرته چې میرمنې له نارینه سره یو ځای د سروې د کار لپاره نه حاضریږي، نو لازمه ده چې په داسې کړنلارو کې ځینې لازم تعدیلات رامنځته شي. کله چې ما د خپل څیړنیز کار پر مهال له ورته کړنلارې څخه ګټه اخیسته، نو د وطن او سیمې د کلتور سره سم ځینې تعدیلات مو پکې راوړي وو. د مثال په ډول، عمومآ مو په یو کور کې یوه سروې ترسره کوله، یانې د کور له نارینه یا ښځینه سره ځکه په عین کور کې مو دوه سروې نه ترسره کولې. د ځواب ویونکو ټاکنه په دې ډول وه چې په یو اصلي کور کې د کورنۍ له مشر نارینه او په بل کور کې د کورنۍ له کشر نارینه سره مرکه ترسره کیدله، او په همدې ډول د میرمنو په برخه کې، چې یوه سروې د تر ټولو مشرې میرمن سره او دوهمه یې تر ټولو کشرې یا ځوانې میرمن سره ترسره کیدله.

د څیړنو په کتابونو کې نورې ډیرې کړنلارې ذکر شوې دي چې د کورنۍ او ځواب ویونکو د تصادفي ټاکلو لپاره کارول کیږي، لکه د اخري پیدایښت او راتلونکي پیدایښت کړنلاره. خو اړینه دا ده چې څيړونکی د څيړنې د ډیزاین په مرحله کې د کورنۍ او ځواب ویونکیو د ټاکلو لپاره مناسبه کړنلاره انتخاب، او د انتخاب دلایل یې ذکر او واضح کړي. همدا ډول، هره کړنلاره چې انتخاب کیږي، لازمه دا ده چې د څیړنې د ډيزاین او څرنګوالي سره اړخ ولږوي، او په کومه سیمه یا ټولنه کې چې څیړنه ترسره کیږي، د هغې ټولنې د کلتوري او عیني واقعیتونو سره سمه وي، او دریم شرط دا چې د تصادفي غوراوي سره مرسته وکړي او د سروې د پایلو په برخه کې تعصب زیات نه کړي.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.