د افغانستان د یوه صادق خدمتګار عبدالرشید لطیفی پیژندنه

پوهاند محمد بشیر دودیال

588

ارواښاد لطیفی د افغانستان د یوې روښانه  دورې د مطبوعات او هنر د ډګر ځلانده ستوری و. عبدالرشید لطیفی په ۱۲۸۹ ل. کال کې د لوګر ولایت د برکي راجان په کلي کې په یوه روښانه او فرهنګی کورنۍ کې نړۍ ته راغلی. لومړی یې خصوصی زده کړې وکړې او وروسته بیا د کابل ښار د “باغبان کوچه” په رسمي ښوونځي کې شامل او بیا یې درې کاله حربی ښوونځی او د دولسم ټولګی یې د اماني لیسه کی پای ته ورساو. د زده کړو پرمهال یې د محی الدین انیس تر سیده کتنې لاندې د انیس له ورځپاڼی سره د قلمی مرستیال په توګه او بیا یې د دغې ورځپاڼی د مدیر په توګه کار وکړ. دغې موده کې یې له خرافاتو سره د مبارزې په لاره کې او د هیواد ګډوډیو ته د چارواکیو د پاملرنې را اړولو کې رغنده کارونه ترسره کړل. د سقاوي اړ دوړ تر مهال پورې یې انیس کې کار وکړ. په ۱۳۱۰ ل. کې چی کله کابل ادبی ټولنه جوړه شوه، د هغې غړی شو. وروسته  یې د “صحیه” له مجلې سره قلمی همکاري پیل کړه. د تمثیل او ډرام هنر سره یې مینه وه، نوخپل لومړنی ننداره لیک یې د “درمیان دو سنگ” په نوم چی له ترکي ژبې څخه ژباړل شوی و خپور کړ. په ۱۳۱۷ ل. کال یې د ډرامه لیکنې په لړ کې د “متخصص سالون”  په نوم یو ډرام په کابل مجله کې خپور کړ چې د کابل د ادبی ټولنې له خوا ورته لومړۍ درجه جایزه ورکړل شوه. ده وکولای شول چې یوه ډله هنرمندان سره یو ځای کړي او ننداره یې بیا راژوندۍ کړه. څه موده هند  ته ولاړ هلته یې د افغانستان د لومړني فلم لپاره سناریو ولیکله.  دهندو ستان د لاهور ښار کې یې د خپلو څو تنو ملګرو په مرسته له هغې څخه فلم جوړ کړ، نوځکه ده ته د افغانستان د سینما پلر هم وایي.

کله چې بیرته کابل ته راغی، په ۱۳۲۷ ل. کې یې د مرستون اداره جوړه کړه چې د یو ډیر دروند او ستونزمن کار په توګه یې دغه مرستون کې بیلابیلی څانګی لکه روزنیزه څانګه، ښوونیزه څانګه، روغتیایی څانګه، وړکتون ، د موسیقی د روزنی څانګه او د ګنډلو څانګه رامنځته کړی. همدارنګه لطیفی د “برګ سبز” په نوم یوه خپرونه پیل کړه چی پخپله د دغې مجلی مسؤل مدیر و، په شپږو کلونو کې یې د مرستون د ادارې ټولې څانګې جوړې کړې او د تیاتر یا تمثیل څانګه یې هم جوړه کړه. وروسته بیا د بهرنیو چارو د وزارت په درېیمه څانګه کې مدیر و او څو کاله د باختر آژانس د خبرونو عمومی مدیر و او بیا په قاهره کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت استازی شو، څو موده د کابل د ادبی ټولنی غړی، بیا د راډیو د نشراتو مدیر او همدارنګه د  “پوهنی ننداری”  مدیر و. د لطیفی یو بل ارزښتناکه کار دا و چې د شوروی اتحاد د تاجیکستان له جمهوریت څخه یی هنرمندانو ته بلنه ورکړه او له دغه هیواد سره یی پراخه فرهنګی اړیکی رامنځته کړی. هغه یو آزادی غوښتونکی او د ظالمانو په وړاندې ولاړ سړی و او خپل ټول عمر یې په همدې لاره کې تیر کړ. د ده یو بل لوی خدمت دا و چی د پښتو د تیاتر بنسټ یې کیښود. د راډیویی نندارو په لیکلو سره یې د خلکو د سیاسی پوهې په اوچتولو کې ډیره ونډه واخیسته، هنر ته یې نجونې راوبللی او په تیره بیا په تیاتر کې یې ورته ونډه ورکړه، د بیلګی په توګه په دې برخه کې لومړنۍ ښځينه کارکوونکې حبیبه عسکر وه.عبدالرشید لطیفی د مونتیسکو او ژان ژاک روسو مفکوره خوښوله او هڅه یې کوله چی د روحیاتو روزنه وکړي، روحي آرامتیا راولي او بدي له منځه یوسي. د ده څو لیکنې راپاتې دي؛ د بیلګې په توګه: او پدرم نیست، پرنده مجروح، شام زندگی، شهدای محکوم سرنوشت، اول و آخر، سرود مرگ، تکت بخت آزمایی، خاتمه عشق، گرسنه ها.  لاندینی کتابونه یی هم ژباړلی دی: من بمیرم تو نمیری، پیراهن عروسی، زن و طلا، شوهر هفتم، شمعدانهای نقره، شبی که آواز زنگها شنیده میشد، ګگنج فقط برای شوهران او پالایش.

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.