د پښتونخوا په عدالتی چاپیریال کی بی رحمانه قتل

امیرګران

542

د ایډوکیټ لطیف اپریدی چی لر او بر افغانان/پښتانه هغه ته د درنښت له امله لطیف لالا وائی بی رحمانه قتل په سختو ټکو غندم ، د لطیف لالا قتل چی د پيښور د عالی محکمی په احاطه کی وشو په پښتونخوا او پاکستان کی د سوله ایز قانون او عدالت عملی کولو د لاری بندولو یو قتل ده ، د ايډوکیټ اپریدی بی رحمانه قتل د دیکتاتور جنرال ضیاء د وخت د جـــهــاد بزنیس سلسله او ادامه ده ، دپاکستان کرائی پوځ او استخبارات اوس هم د تروریستی پروژو د دوام او هدفی وژنو له امله ډالر کمائی کوی او دغه ناروا او ظالمانه بزنیس ته د پای ټکی نه ږدی د ۲۰۲۲ کال په پای کی د پاکستان د ځمکنیو پوځونو د مشر جنرال عاصم منیر شاه لخوا د سنټکوم یا سینترل کماند قوماندان جنرال مایکل کوریلا ته بلنه ورکړه شوه ، هغه د راولپنډۍ د ستر درستز قرارګاه ته راغی او بیا ئی تورخم ته بدرګه کړ ، دوی د ډیورند د تحمیلی کرښی په اوږدو کی يو ځل بیا د تروریستی پروژو د تطبیق او غزولو ژمني تازه کړی د پاکستان پوځ چی د امریکا کرائی پوځ بلل کیږی د ترهکریزو پروژو د عملی کولو ټــټـر وواهـه ، او امریکا به ډالر او نظامی تجهیزات ورکوی ، دا د پاکستان او امریکا اوس ضرورت ده ، یانی لکه د ۲۰۰۱ م کال په څیر چی هغه مهال هم د مشرف او امریکا لخوا د ضرورت تیوری عملی شوه اوس چی پاکستان له سخت اقتصادی بحران حتی ډیفالت له حالت سره مخامخ ده د ضرورت د نظرئی عملی کولو ته اړتیا لری ، د خلاصون لاره ویښتابه ، د دښمن پیږندل ، نه ستړی کیدونکی او غوڅه مبارزه په کار ده ،
د لطیف لالا اروا دی ښاده ، یادونه او خاطری دی ځلانده او تلپاتی وی ، کورنۍ ، ملګرو او دوستانو ته ئی د تسلیت او خواخوږۍ ژور مراتب وړاندی کوم .

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.