غزل

مصطفی امن

584

خوندي، قران، ممبر، جومات، امام می درنه نه وو

وختونه وو هغه هم چی ارام می درنه نه وو

سره  د ځانوژنو ، بل وژنو ، ورانکاریو

خپه لکه  د اوس په شانی قام می درنه نه وو

تا لاری وی نیولی او زه مړ له تندی پروت وم

راغلی چرته روغ د اوبو جام می درنه نه وو

ته ځکه اوریدی شوی چی ممبر دی وو قبضه کی

ګینی په تول کی کم هیڅ یو دشنام می درنه نه وو

مرګونه وو له جنګه اوس مرګونه له غربته

هیڅ بی غمه او بی اوښکو ماښام می درنه نه وو

په تا پسی مرګیه ګرځیدم لکه د سیوري

د ژوند په لور اوښتی چرته پام می درنه نه وو

ډیرۍ ته می د خاورو دعاګانی کوی څله

په ټول ژوند کی لیدلی تش سلام می درنه نه وو

راوتی دی د سپین مخ په رڼا پسی وم دلته

پکار د تورو تورو زلفو دام می درنه نه وو

مودی وشولی امنه ستا د خیال ژبه ګونګۍ ده

دا ډیر وخت اوریدلی هیڅ کلام می درنه نه وو

مصطفی امن

29.01.23

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.