د عرفان خان نوټ
څه موده وړاندې رامعلومه شوه چې زه په نیورواینډوکرن سرطان (neuroendocrine cancer) اخته یم.
زما د ذهن ویيپانګې ته دا لغت بیخي نوی و. وروسته خبر شوم چې دا ناروغۍ بیخي نادره ده؛ یعنې ډاکټران یې په اړه کم معلومات او زیاته ویره لري. داسې شوم لکه زه چې د (Trial and Error) لوبې برخه ګرځېدلی یم.
زه خو بل لور ته تللم؛ په یو تېز ریل ګاډي کې سپور… په کوم کې چې زما د خوبونو، هیلو، پلانونو او ارمانونو په څير سامان وو. مګر ناڅاپه T C (د ریل ګاډي کلینډر/ ټیکټ اخیستونکي) زما اوږه وټپوله او ویې ویل: “ستا منزل را نیږدې شوی، د ښکته کېدلو تیاری وکړه.”
زه وډار شوم، هیڅ نه پوهېدم.
ــ نا، نا… تر اوسه زما تمځای را رسېدلی نه دی.
ــ نه، د دې ریل ګاډي همدا اصول دي، ته به په بل تمځای کې ښکته کېږې!
په هغه شېبه ناڅاپه راته احساس وشو چې موږ د بې وزنه کارک لرګي په څير نامعلوم سمندر کې د بې لوري څپو په سر دې غلط فهمۍ کې روان یو، چې یوه ورځ به په دې څپو پوره واک پیدا کړو.
په دې بدحواسي، پریشاني او ویرې کې خپل زوی ته وایم: «زه فقط غواړم چې دا ذهني کیفیت، اضطراب، سرګرداني او د ډار حالت په ځان خپور نه کړم. زه باید په هر حال خپلو پښو باندې ودرېږم او پرېنږدم چې اذیت، تکلیف، درد او غم مې په اعصابو راج وکړي.»
زما بس همدا هیله او اراده وه.
څو اوونۍ وروسته په روغتون کې بستر شوم. په وجود مې بې انتها درد خپور شو. اټکل مې یې له وړاندې کړی و؛ خو له پوره شدته یې اوس خبر شوم. ټول شیان راته بې معنا شول؛ هره تسلي او دلاسه… داسې راته برېښېدل لکه ټولو کایناتو چې د درد څيره اغوستې وي او درد… درد په دې شېبه له هر څه راته لوی راته ښکاره شو.
زه ناتوانه او بې کسه په بېزار حالت کې روغتون ته ورسېدم. هلته د بې پروايي په عالم کې رامعلومه شوه چې زما خونې ته مخامخ د لارډز کرکټ لوبغالی دی. زما د ماشومتوب د خوبونو مکه!
د همدې درد پر مهال مې ولیدل چې هلته د ووین ریچرډسن (ویسټ انډيزي لوبغاړي) موسک پوسټر لګېدلی. خو لیدلو یې زما دننه هیڅ احساس پیدا نه کړ. داسې لکه هغه دنیا (د کرکټ نړۍ) چې بیخي زما هیڅ وي او زه ترې پوره موړ یم.
د همدې درد په لمنه کې د روغتون برنډې ته ووتلم. هلته مې محسوس کړه چې د ژوند او مرګ ترمنځ یوازې یو سرک فاصله ده. د سرک هاخوا ته د لوبې میدان او دې خوا ته روغتون دی. خو زه له دې دواړو د یو حصه هم نه وم. نه مې له روغتون او نه هم لوبغالي سره د پاتې کېدو ژمنه کولی شوه.
له زړه مې یو دم را ووتل: «صرف بې ثباتي ته ثبات ویل کېدای شي»
همدې احساس ځان سپارنې او باور کولو ته تیار کړم. ویل مې: اوس که هر څه نتیجه راووځي او هر چیرته مې یوسي، وړي به مې. هغه که له نن نه ۸ میاشتې، ۴ میاشتې او یا ان ۲ کاله وروسته زمانې ته وي. ورو ورو مې له فکره ویره ووتله او د ژوند و مرګ کیسه ترې ټوله شوه.
په اول وار مې د (ازادي) لغت سمه معنا حس کړه او د یوې کامیابۍ احساس مې وکړ.
د کایناتو همدې حقیقت زما باور بشپړ کړ او وروسته راته داسې ایسېده چې همدا یقین مې د جسم په رګ رګ کې خپور دی. وخت به یې ثابته کړي، چې دا باور پاتې کیږي او که نه؛ خو فی الحاله زه همدا محسوسوم.
په دې سفر کې د دنیا له هر کونجه خلک زما د ژر ښه کېدلو دعا کوی. څوک چې زه پېژنم او څوک نه؛ هغوی ټول له بېلو بېلو ځایونو او وختونو ما ته نیکې هیلې رالیږي. داسې راته ښکاري چې د هغوی دعاوې هم په ګډه یو لوی طاقت باندې بدلې شوې. دا دعاوې لکه د تېز رفتاره ژوند د روح په څير؛ زما له وجود او د سر له نویو وېښتو را ټوکېدلو څخه لیدل کیږي.
دا دعاوې رازرغونیږي، کله د کومې غوټۍ په څير، کله د کومې نرمې پاڼې، ځينې وخت د شنې څانګې او بعضې وخت د ښاخونو په څير.
زه له یو حسین او ښکلي احساس لاندې دا ټولې وینم. د خلکو نیکې هیلې، له خلوص ډک لفظونه، هره څانګه، هره پاڼه او هر ګل زما ژوند له حیرتونو، خوښیو او تجسس نه ډکوي.
اوس داسې راته ښکاري چې ضروري نه ده څو د کارک لرګی د سمندر په څپو واک پيدا کړي. دا بیخي داسې ده لکه تاسې چې د طبیعت په لمنه کې نڅېږئ!
Comments are closed.