د یو ښکلي شاعر په اوښکو کې بهېدونکې کیسه

سمسور ودان

881
د (زندگی اور کچھ بھی نہیں تیری میری کہانی ہے/ ژوند نور هیڅ نه دی زما او ستا کیسه ده) په څير زړه ته ښکته کېدونکو سندرو خالق (سنتوش آنند) کیسه اورېدل ستر زړه غواړي.
کله چې خدای له بنده امتحان اخلي؛ نو بیا داسې شي.
سنتوش د هندۍ سنیما (بالیووډ) د عروج پر مهال د ډیرو مشهورو سندرو شاعر و.
۸۳ کلن سنتوش په ۱۹۳۹ کال سکندراباد کې پیدا شو او لوړې زده کړې یې د علي ګړ په مسلم پوهنتون کې پوره کړې. خام عمر کې یې شعر لیکل پیل کړ او د ۱۹۷۲م کال (شور) فلم ته یې خپله لومړۍ سندره ولیکله چې مکیش او لتا منګیشکر وویله. همدې سندرې دی شپه په شپه ټول هندوستان کې مشهور کړ، چې بیا یې مسلسل د (محبت ہے کیا چیز، میگھا رے میگھا مت جا پردیس او زندگی کی نا ٹوٹے لڑی پیار کر لے گھڑی دو گھڑی) په څير نورې مشهورې سندرې هم ولیکلې او په ۱۹۷۵ کال کې یې د خپل ښه شعر له پاره د فلم فير فلمي جایزه هم واخیسته.

که څه هم د ده فلمي کیریر ډیر اوږد نه دی؛ خو په ۷۰یمې او ۸۰یمې لسیزې کې سنتوش بالیووډ ته شاهکار سندرې ورکړې او ۲۶ فلمونو ته یې تقریباً ۱۰۰ سندرې ولیکلې. په دې وخت کې نو دی سراسر هندوستان کې مشهور شو، ښه شتمني یې پیدا کړه او سوکاله ژوند یې نصیب شو؛ تر دې چې هندوستاني وزیر اعظم (پنډت نهرو) به هر کال د ازادي په ورځ (۱۵م اګست) باندې د بیرغ پورته کولو مراسمو ته راغوښته. دا لا څه چې اټل بهاري واجپايي به هغه ته شاعر جي ویل او هر جشن ته یې ورباله.

سنتوش آنند
خو کله چې سنتوش له صحنې یوې خوا ته شو؛ نو یوازیني زوی یې (سنکلپ انند) هم د ذهني کشمکش له امله ځان وژنه وکړه، تر دې چې دی یې په اوږو کړوپ کړ.
اوس چې سنتوش انند بوډا شوی په سختې مفلسي کې ژوند تېروي، څلور ځله یې د پښو اپریشن شوی، ډیرې خبرې نشي کولی او ټول وجود یې ریږدي. خو افسوس د بالیووډ په هغو کسانو چې یو وخت د ده شعرونو او کرښو مشهور کړل؛ مګر اوس یې پوښتنه لا نه کوي.
کور دې د انډین ایډیل میوزیک خپرونې د چلوونکو او داورانو (نیها ککړ او ویشال شهکر) اباد وي، چې کم له کمه سنتوش سره یې د مرستې سینه وډبوله.
تاسې هم یو ځل د سنتوش انند کلاسیکې سندرې واورئ او که په هندي/ اردو پوهېږئ! نو په کمېنټ کې پرته ویډیو وګورئ؛ خو زړونه غټ ونیسئ، سخت بد به مو خفه کړي. ښايي زما په څیر مو څو مشران پښتانه شاعران سترګو ته شي چې سختې بې وسۍ کې لاړل او یا ځي.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.