جوان؛ د شاه رخ خان د فلمي ژوند دوهم پړاو

سمسور ودان

496
جوان یا په بله اصطلاح (سرتیری) د شاه رخ خان هغه فلم و چې له اوږده انتظار وروسته پرون د هندوستان او نورې نړۍ په سلګونو سنیماوو کې خپور شو.
دغه فلم چې له پټان وروسته د شاه رخ خان یو بل ستر او کامیابېدونکی فلم ګڼل کیږي، د جنوبي هندوستان ډایریکټر (اتلي/ atlee) لیکلی، چې لارښود یې هم په خپله دی و.
جوان له تېرو څو میاشتو راهیسې په هندي رسنیو کې د سر خبر و او د کتونکو لېوالتیا یې د ټيزر او پریویو له راتلو سره خپله کړې وه.
که په لنډو معلوماتو وغږېږم فلم ۱۶۹ دقیقې دی، چې اصل ژبه یې هندي ده او پرون یې په ټول هند کې ۷۵ کروړه وګټلې چې په دې سره یې د پټان د لومړۍ ورځې بېزنس ریکارډ مات کړ.
پټان په اوله ورځ ۵۷ کروړه ګټلې وې.
د فلمي صنعت زیاترو نقادانو جوان ته په ۵ کې ۴.۵ نومرې ورکړې او IMBD ویب سایټ کې یې بیا ۱۰ کې ۸.۴ نومرې وړې؛ خو زه ورته ۸.۵ نومرې ورکوم.
داسې اټکل کیږي، چې فلم به تر ټولو ژر ۵۰۰ کروړه هندۍ روپۍ پوره کړي او بیا به دغه شمېر په نړیواله کچه ۱۰۰۰ کروړه ته ورسیږي.
که داسې وشي، شاه رخ خان به لومړی هنرمند شي چې دوه فلمونه یې سر په سر ۱۰۰۰ کروړه پوره کوي.
فلم ښايي نن کمه ګټه کړي، ځکه خلک په کارونو بوخت وي، خو سبا چې دولتي ادارو کې نیمه ورځ رخصت او د یکشنبې ورځ ټوله رخصت ده، نو ممکن ګټه یې بیخي ډيره شي.
که څه هم ټول متفق دي چې شاه رخ خان د هندي سنیما باچا او د نړۍ تر ټولو ستر فلمي لوبغاړی دی؛ خو څلور کاله وړاندې چې د څو مسلسلو ناکامیو وروسته د هغه د بخت ستوری پیکه شو، نو ټولو دښمنانو ته یې موقع په لاس ورغله چې د هغه را غورځولو کې پوره پوره برخه واخلي؛ مګر شاه رخ مړ شوی نه و، بس یوه وړه دمه یې کوله.
د بالیووډ رقیبانو سوچ وکړ چې د یو څو ساوت انډین فلمونو له کامیابي سره به هندي سنیما ته د پای ټکی کېښودل شي؛ خو دوی د پټان او غدر ټو له حیرانونکې ګټې خبر نه و. خبر نه و چې سږ کال به مسلسل ۶ فلمونه کامیاب شي او ښايي د کال تر پای دغه شمېر لا نور ډير شي؛ ځکه لا خو د شاه رخ خان (ډنکي) او د سلمان خان (ټایګر تري) هم نه دي راغلي، چې کامیابي یې بیخي یقیني ده.
که پټان فلم په بالیووډ کې نوې ساه واچوله او هندوستان کې تر ټولو زیاتې پیسې ګټونکی هندی فلم شو؛ نو جوان هم کم نه دی او ښايي په نړیواله کچه ۱۰۰۰ کروړه هندۍ روپۍ وګټي.
ما خپله پرون جوان فلم وکوت او ریویو مې له Ahmad Samoon Sharifi سره د خبرو خبرو پر مهال ولیکله، چې منفي او مثبتو نقطو ته یې تاسې هم رابولم. لومړی به د فلم په مثبتو خبرو خولې خوږې کړو.
۱ــ د ایټلي کمار ډایریکټري:
۳۶ کلن ایټلي کمار چې لا هم فلمي صنعت کې ځوان دی او په جنوبي هند کې د مني رتنم، سوکمار، راجه مولي، پرشانت نیل او ګنګراج په څير کامیابو ډایریکټرانو کې حسابیږي، جوان فلم یې ډایریکټ کړی دی.
ده په ۲۰۱۰ کال کې د فلمونو جوړولو عملي میدان ته را ودانګل، ۳ کاله مرستیال لارښود و او بیا یې په ۲۰۱۳ کال کې د راجا راني په څير شاهکار فلم ډایریکټ کړ.
نوموړی د جوان فلم لیکوال هم دی. ده دغه کیسه شاوخوا ۵ کاله وړاندې لیکلې وه، چې شاه رخ خان ته یې د IPL پر مهال ویلې وه؛ خو د نوموړي ځکه خوښه شوې نه وه چې د نړیوال فلمي معیار په کچه نه وه. بیا نو ایټلي کیسه له سره ایډيټ کړه او نور مرچ مساله یې هم ور زیات کړل.
ایټلي له ویجې تلپاتي سره په (بیګل) فلم مصروف و چې دا کیسه یې وکښله او ښايي د هغه فلم بریا یې ذهن ته دومره ښه سوژه په لاس ورکړې وي.
ایټلي د (تیري، بیګل، میرسل، کاډوا او راجا راني) په څیر کامیاب فلمونه جوړ کړي دي. دی تر اوسه د ۹ فلمونو لارښود پاتې شوی او کوم فلم یې ناکام شوی نه دی.
ایټلي د نویو سوژو، نویو تخنیکونو، سټایلیش صحنو، او قوي ایکشن رامنځته کولو کې ماهر بلل کیږي او پوهیږي چې له یو غښتلي ایکټر څخه څنګه کار واخلي؟!
د فلم لومړۍ مثبته نقطه همدا ده چې ایټلي کمار یې ډایریکټر دی. ښايي که بل ډایریکټر وای، د فلم ډایریکشن برخه کې به مو لږ و ډیرې نیوکې لرلې؛ خو اوس پکې زه څه نه وینم.
د دې ترڅنګ ایټلي به هیچا سره ښکاره رقابت او دښمني نه لري، همدا علت و چې پرون د فلم د بري لپاره هر ډایریکټر او ایکټر نیکې هیلې ور وسپارلې.
۲ــ د ریډ چیلیز VFX:
ریډ چیلیز اینټرټینمینټ (Red Chillies Entertainment) په هندوستان کې د وي ایف ایکس او سي جي ای تر ټولو ستره کمپنۍ ده چې شاه رخ خان او د هغه مېرمن (ګوري خان) یې چلوونکي دي.
دغه شرکت شاوخوا ۱۵۰۰ کروړه شتمني لري، چې په ۱۹۹۹ کال کې یې فعالیت پیل کړ او د لومړي ځل لپاره یې په (پهیر بهی دل ہی هندوستانی) فلم کې تخنیکي چارې ترسره کړې.
د ریډ چیلیز تخنیکي ټیم او کارمندان تر وروستي حده مسلکي دي او ډیرو هندي فلمونو ته یې خپل VFX خدمات ورکړي دي.
تر ټولو مشهور کار یې د (را ون) فلم CGI او VFX ترسره کول و.
ښایي وپوښتئ چې VFX څه شی شو؟ CGI او VFX په یو فلم کې د کمال رول اداء کوي. ښایي ډيرې داسې صحنې مو لیدلې وي، چې موټرونه په بمونو الوځي، خلک په سمندرونو کې ډوبیږي، د فلم هیروګان له الوتکو ځان را غورځوي. دا اصلاً ټول په کمپیوټر جوړې شوې صحنې وي، چې د CGI او VFX تخنیکونو پر مټ د زرغونې پردې مخې ته جوړیږي او اصلاً کوم حقیقت نلري.
په هندي فلمونو کې پخوا د هالیووډ (غربي نړۍ) په نسبت د CGI او VFX کارول کم و؛ خو اوس د ایکشن فلمونو ۷۵ سلنه په همدې تخنیکونو جوړیږي.
ریډ چیلیز تر دې مهاله د (اسوکا، چلتې چلتې، میں هون نا، اوم شانتی اوم، بیلو باربر، را ون، ډان ټو، سټوډنټ اف دَ ایر، چنايي ایکسپریس، دل والې، رئیس، زیرو، بب ویسواس، ډارلینګ او کامیاب) په څير ښو فلمونو کې د CGI او VFX چارې پر مخ وړې دي.
۳ــ د پټان مثبتې اغېزې او قوي کمپاین:
شاه رخ خان د ۲۰۲۳م کال پيل له ۴ کلن ځنډ وروسته پټان فلم سره وکړ، چې د اپریل میاشتې تر پای پورې یې ټوله نړۍ کې ۱۰۵۰.۳ کروړه هندۍ روپۍ وګټلې او دا د کال تر ټولو غوره فلم شو. د پټان فلم غوره بیزنس او کامیابي د شاه رخ خان مینه والو او فلم کتونکو ته د جوان فلم د کامیابي زیری په ایډوانسو کې ورکاوه.
د دې ترڅنګ فلم ته د هند په هره برخه کې ښه رسنیز کمپاین وشو او په مسلسله توګه څو میاشتې د فلم خبرونه په رسنیو کې تاو راتاو شو.
که څه هم په نارمل توګه لومړی د فلم لنډ ټیزر او بیا ټریلر خپریږي؛ خو د جوان جوړونکو د ټیزر او ټریلر په منځ کې د (پریویو) په نوم دوه نیمې دقیقې ویډیو را ووېسته چې خلکو کې یې لېوالتا نوره هم زیاته کړه.
بیا یې په ډير مهارت سره هره اونۍ یوه یوه سندره خپره کړه او په جنوبي هند کې یې د زرګونو خلکو منځ کې د میوزیک لاونچ په نوم غونډه جوړه کړه.
فلم ته دومره قوي کمپاین وشو چې په لړ کې یې ان شاه رخ خان د سني دیول د غدر ټو فلم د بریا نمانځغونډې ته هم ورغی. حال دا چې دوی دواړو په (ډرر) فلم کې له شخړې وروسته حقه سلام نه سره درلود.
د قوي کمپاین بله بېلګه یې دا چې له فلم خپرېدو ۶ ورځې وړاندې ایله ټریلر خپور شو او تر همدې ورځې خلکو بس همدا سره ویل چې د فلم ټریلر به کله راځي؟
همداراز فلم له اصلي نېټې را شاته شو او په دریو ژبو کې یې د خپرولو راپورونه نشر شول، چې په سبب یې د هر لوري خلک ځان ته ور مات کړل او ټریلر یې بیا په متحده عربي اماراتو کې د برج خلیفه مشهورې ودانۍ باندې خپور شو.
۴ــ نالیدل شوی ایکشن:
په هندوستانۍ سنیما کې لا هم وطني ایکشن رواج دی او ډیر کم داسې فلمونه لیدل کیږي چې خلک یې له ایکشن (جنګي صحنو) هم خوند واخلي. (له رېس، ټایګر، ډان او وار لړۍ، کیک، ساهو، بنګ بنګ، پټان او اټېک) فلم پرته ښایي ډیر کم داسې فلمونه وي چې ایکشن صحنې کتل یې خوند درکړي.
اوس ښايي جوان هم په دې لیست کې بل ور اضافه شوی نوم وي.
په جوان کې ځای ځای ایکشن صحنې تېزې شوې او ځینو ځایونو کې بیا سلو موشن ته اړول شوې، چې د ډایریکشن په قوت دلالت کوي او ترڅنګ یې لیدونکي هم اغېزمنوي.
ایکشن تر ډیره په ښه بڼه ترتیب شوی او زیات غیر منطقي هم نه دی.
په فلم کې د دواړو بڼو (وطني او عصري ایکشن) صحنې شته، چې په مرسته به یې د دواړو ډولونو کتونکي ځان ته جلب کړي.
ترڅنګ یې د چاودنو، وسلو او موټرونو حادثې د هالیووډ په کچه ترتیب شوې دي.
۵ــ مضبوط کاسټینګ:
جوان کې مرکزي رول شاه رخ خان کړی او منفي رول یې د جنوبي هند تر ټولو نوم وتي ویلن (ویجې ستوپتي) ته ورکړی. ښځینه رول بیا په لومړي ځل هندي فلم کې راڅرګندېدونکې (نینتارا) کړی.
له دوی پرته پکې دیپیکا پډکون، سانیا ملهوترا، سنجې دت، سنیل ګرور، ریدي ډوګرا، سنجیتا بټ اچاریا، لیهار خان، ګیرجا اوک، مکیش چپرا، الایا قریشي، یوګي بابو او اعجاز خان لوبیدلي دي.
که د هر کرکټر په اړه خبره کیږي، نو تبصره اوږديږي؛ خو لنډ لنډ باید وغږېږو:
شاه رخ خان د بالیووډ باچا ګڼل کیږي او د رومانټیکو فلمونو ترڅنګ یې په ایکشن کې هم څوک ثاني نشته.
د هغه ویلن په جنوبي هند کې ډير مشهور دی او له ویکرم فلم وروسته د بالیووډ ډایریکټرانو هم ورپام شوی.
نینتارا چې په لیډي سوپرسټار هم مشهوره ده، په فلمونو کې اوږده سابقه لري او هر رول په خورا مهارت ترسره کوي.
دیپیکا چې په ۲۰۰۷ کال کې د شاه رخ خان فلم سره بالیووډ ته راغله، اوس په هالیووډ کې هم لوبېدلې او هر سخت رول په اسانۍ کولی شي.
سانیا ملهوترا، سنجیتا بټ اچاریا او ریدي ډوګرا بیا هغه درې ګونی مثلث دی، چې ښايي په راتلونکي کې د هندوستانۍ سنیما ستر ستر نومونه شي.
سنجي دت هم په ځانګړو جنایي فلمونو او سنیل ګرور بیا په پولیسي او کامیډي انداز کې خپل مقام لري.
د فلم نور کاسټ هم ډیر په زړه پورې او غښتلی دی.
۶ــ ومین پاور:
په زړې هندۍ سنیما کې د فلم ښځینه نجلۍ فقط د دې لپاره وه چې ویلن ورسره زور زیاتی وکړي؛ خو اوس د دې وخت راغلی چې ښځینه اداکارانې ان له نارینه هېروګانو پرته فلمونه جوړ کړي. ښه مثال یې د کنګنا رناوت قوین اف جانسي راني، د عالیه بټ ګنګو بهايي او ډیر نور فلمونه دي.
په جوان کې هم د شاه رخ خان (د ځوانۍ کرکټر) شاوخوا ټول ښځینه هنرمندانې دي او دوی هرې یوې د (غم، خوښۍ او ایکشن) صحنو کې خپل کردار دومره ښه لوبولی، چې سترګو اړولو ته به مو زړه ونشي.
ښايي جوان هم د بالیووډ په هغو فلمونو کې ولیکل شي چې د ښځو مثبت جوهر یې نړۍ ته وښوده او هغوی ته یې د ایکشن زړه وړونکې صحنې برابرې کړې.
۷ ــ لوړه بودیجه او ښه موقعیتونه:
جوان فلم باندې شاوخوا ۳۰۰ کروړه هندۍ روپۍ لګول شوې، چې دا د شاه رخ خان تر ټولو ستر فلم شو. له دې وړاندې په پتان ۲۵۰ کروړه لګول شوې وې او چې هلته یې ستره بریا ولیدله، نو دلته هم د زیاتې بودیجې په ارزښت پوی شو.
ښايي همدا د زیاتې بودیجې ډاډ به وو، چې فلم په څو فلمي ځایونو (فلم سيټي) کې جوړ شوی، له بیلابیلو سټوډیوګانو ګټه اخیستل شوې او کرکټرونه د تامیل ناډو، اندرا پردیش، تیلنګانا، کیرلا، بیهار، پونې، حیدراباد، ممبۍ، چنايي، بنډرا، راجستان، لویدیځ بنګال، سینګاپور، هسپانیې اوفرانسې په ګډون ګڼو سیمو ته پکې تللي.
فلم کې هر اداکار، اداکارې، میوزیک ډایریکټر او سندرغاړو ته پوره معاشونه ورکړل شوي او ترڅنګ یې دې ته لاره هواره شوې چې فلم درې چنده زیاته ګټه وکړي.
۸ــ ښه ایډیټ او قوي ډایلاګونه:
د هندوستاني فلمونو په ایډیټ تل نیوکې شوې؛ بعضې وخت یې صحنې له حده زیاتې ستړې کوونکې، ورو او ځينې وختونه بیا له حده تېزې بلل شوې.
لیدلي به مو وي، چې یو خدای وهلی کیلې باندې یا په شهادت ګوته خلک سوري کوي او لکه چاقو داسې یې پرې حلالوي. یا په یوې لغتې موټر ته ۳۲ لټونه ورکوي. یو سوک سره کس ۱۲ متره لرې ګوزاروي.
مګر د ریډچیلیز او ایټلي کمار ټیم ته باید داد ورکړل شي، چې فلم یې نهایتاً چالاکۍ سره ایډیټ کړی دی.
په ایکشن صحنو کې ځای نه ځای تور بیګراونډ رامنځته شوی. تیاره صحنې له ښه لایټینګ برخمنې دي او د شاه رخ خان ۷ واړو اندازونو ته د کمال کچې څېرې، جامې او اندازونه برابر شوي.
همداراز د صحنو سټایلش کولو ته هم پام شوی.
ترڅنګ یې ډایلاګانونه دومره زورور دي، چې سنیمګانې په سټیډیمونو بدلوي او مینه والو نه غیر اختیاري چیغې باسي.
د ډایلاګونو د ویلو انداز (ډایلاګ ډيلیوري) هم د ستایلو وړ ده.
۹ ــ نوې کیسه او د کرکټرونو منفي رنګ:
که د پتان په کیسې بحث کیږي، نو ښايي ډیر خوند درنکړي، هماغه د پاکستان او هندوستان زړه دښمني پکې را اخیستل شوې؛ خو جوان بیا داسې نه دی. له سیستم، مافیا، ظلم او حکومت سره پکې جګړه شوې او هر حقدار ته خپل حق ورکړل شوی.
هر کرکټر ته یوه کیسه ځانګړې شوې او هر تن یوه ژړونکې ماضي لري، چې د فلم په ایموشنل کولو کې یې پوره رول لوبولی.
د دې ترڅنګ شاه رخ خان له کلونو وروسته په ډبل رول راغلی چې هم یې د پلار او هم د زوی کرکټرونه ترسره کړي.
د پلار په حیث د نوموړي انداز بیخي جلا، ځانګړی او اې ون دی.
شاه رخ چې د فلمي کیریر پیل کې یې د بازیګر، رام جانې، ډرر او انجام په څير فلمونو کې منفي کردادرونه وکړل، خورا مشهور شو او له ډان سیریز وروسته یوه اوږده موده شوې وه چې د نوموړي همدا منفي انداز خلکو نه و لیدلی.
له جوان فلم سره د لیدونکو دا تنده هم خړوب شوه.
په فلم کې کیسه بیخي ښه او د زبردست پیغام لرونکې ده.
همداراز د ماضي او حال په برخو کې ښه وېشل شوې، چې لیدونکي ترې خوند اخیستلی شي او ستړي به یې نه کړي.
باید دا هم ووایم چې جوان یوه مساله لرونکې ایکشن کیسه ده، چې کامیډي او ایموشنل صحنې هم پکې غوره توګه باندې ځای پر ځای شوې او فلم یې لا نور ښکلی کړی دی.
۱۰ــ د هنرمندانو قوي انټري صحنې:
پخوا داسې و چې د هېرو له راتګ سره به بادونه شول، له ونو به پاڼې را غورځېدې، اسونو به شڼهار پيل کړ او یوه مصنوعي زلزله به شوه؛ مګر اوس نو دا ډول غیر منطقي کیسه څوک نه مني.
ځکه خو په جوان کې هم د پټان په څير د شاه رخ خان هر کرکټر ته ښه انټري صحنه جوړه شوې.
د هغه په رختونو تړلی وجود، په ریل ګاډي کې د هغه کټا سر، د پلار بدمعاش مخ او د یو پوځي جلبونکې څېره هغه څه و چې سنیماګانو کې یې له هر ځل لیدلو سره د کتونکو چکچکې او شپيلي خپل کړل.
د دې ترڅنګ په فلم کې نورو لوبغاړو ته هم د پېژندنې ځانګړې صحنې ترتیب شوې او د هر هنرمند مینه وال مایوسه شوي نه دي.
ان ویلن ته هم دومره زورور رول او سکرین پلې ورکړل شوې چې هېرو سره یې فرق نشته.
۱۱: د فلم ښه پیل و پای:
د جوان کیسه له ماضي پیل کیږي. یو په وینو لړلی جسد ښودل کیږي چې سیند یې راوړي او د یو لرې پروت کلي خلک یې درملنه کوی. بیا کیسه ۳۰ کاله وروسته حال ته ځي چې د ښځینه و په یو جیل کې جېلر ته جایزه ورکول کیږي. وروسته ورو ورو د کیسې منځنۍ کړۍ سره نښلول کیږي او له هغه تن څخه غچ اخیستل کیږي چې سرتیرو ته یې خرابې وسلې ورکړې او د ۲۷ تنو د مړینې لامل شوی وي.
د کیسې منځ کې له حکومتي چارواکو او امنیتي ادارو سره د ارتباط ښه ترتیب جوړ شوی او بیا پای کې ولس ته یو غوره پیغام هم وړاندې شوی. هغوی له حکومته حساب غوښتلو ته رابلل شوي او هیله ترې شوې چې هر چا څخه د سوال کولو همت وکړي.
۱۲ ــ مضبوط بیکګراونډ میوزیک:
د فلم وروستۍ مثبته نقطه دا ده چې د جنوبي هند مشهور میوزیک ډایریکټر (انیرود روي چندر) یې موسیقي تیاره کړې ده. د (زنده بنده او چلیا سندرو میوزیک) او د هر کرکټر د پېژندنې پر مهال تېز بیکګراونډ، بیا د غمجنو او ایکشن صحنو پر مهال دوه مختلف میوزیک سازونه هغه څه دي چې فلم ته یې ځانګړې ښکلا وربښلې.
۳۳ کلن انیرود له دې مخکې هم تامیل او تیلګو ژبو کې قوي موسیقۍ پنځولې، چې تازه یې د رجني کانت په (جېلر) فلم کې کتلی شئ.
ویل کیږي چې ده د جوان فلم پر سر ۱۰ کروړه روپۍ اخیستې؛ خو زه وایم چې د دومره کمال میوزیک تیارولو لپاره دا هم کمې دي.
د فلم ساز او بیکګراونډ میوزیک هیڅ “خو” نه لري او د ستاینې وړ دی.
د فلم په ۱۲ مثبتو نقطو وغږېدو، اوس مو که خوښه وي، یو څو منفي نقطې به یې هم سره وشاربو.
۱ــ د سنجې دت کمزوری کیمو رول:
په هر فلم کې د ښځینه یا نارینه لوبغاړي/ لوبغاړې کېمو رول د دې لپاره وي چې د فلم مالګه ورسره برابره شي. که د پټان د کامیابۍ راز وپوښتۍ یو یې د سلمان خان کېمو (ځانګړی) رول هم دی.
مګر په جوان فلم کې چې څنګه له سجني دت څخه هیله کېده، هغسې یې رول خوندور نه و.
له KGF فلم وروسته سنجي دت باید لا نور غښتلي رولونه وکړی.
که څه هم لومړیو کې ویل کېدل چې ښايي جوان کې الو ارجون کوم ځانګړی رول ولوبوي، خو هغه د پوشپا ټو فلم په شوټینګ بوخت و. بیا د رام چرن او ویجې تلپاتي په اړه هم ویل کېدل او ډيرو یې تمه لرله؛ خو هغسې ونشول.
که د سنجي دت پر ځای دا رول د جنوبي هند کوم بل اداکار کړی وای، ښايي د فلم په لا زیات بېزنس یې مثبته اغېزه کړې وه.
باید ووایم چې د دیپیکا ځانګړی رول او ایټم سندره له سنجي دت ښه وو.
۲ ــ د فلم د بیان تېزه ژبه:
جوان داسې فلم نه دی چې تاسې یې یو ځل وګورئ! دا فلم باید دوه یا درې ځله وکتل شي؛ ځکه د فلم د بیان ژبه او د صحنو تېزوالی دومره ډير دی، چې په یو ځل کتلو یې سړی ډيرو صحنو او سوالونو ته ځوابونه نشي موندلی.
فلم کې ځینې صحنې بې وضاحته هم شته، چې کنېکشن یې باید تاسې ورکړئ!
د بعضو صحنو په اړه باید له وخت مخکې قضاوت ونکړئ او هر څه په صبر وګورئ.
۳ ــ له سندرغاړو پوره کار نه اخیستل:
د فلم بیکګراونډ میوزیک خو شاهکار دی؛ مګر په هغه کچه له سندرغاړو کار نه دی اخیستل شوی. ما فکر کاوه چې د پټان فلم سندرې کمزورې دي او د شاه رخ خان پخوانیو فلمونو ته نه رسیږي؛ خو چې د جوان زنده بنده سندره مې واورېدله، نو د پټان جوم جا پټان مې پرې زیاته خوښه شوه.
د فلم سندرغاړي ارجیت سینګ او ویشال باندې چلیا او زنده بنده سندرې دومره عادي ویل شوې، چې د هغوی له شان سره خوند نه کوي.
خو ناټ رمیا وستاویا یې بیا د ستایلو وړ ده.
همداراز د زنده بنده تامیل او تیلګو ورژن سندره هم ښه ویل شوې، مګر هندي سندرغاړو ورسره ښه خواري نه ده کړې.
د فلم د سندرو حقوق ټي سیریز شرکت په ۳۶ کروړه اخیستي او شعرونه یې کمار او ارشاد کامل لیکلي.
د پټان په نسبت د فلم کوریګرافینګ او نڅاوې د منلو وړ دي.
۴ ــ په تامیل او تیلګو ژبو کې شاه رخ خان ډبینګ:
که څه هم جوان په هندي ژبه کې د شاه رخ خان او نورو کرکټرونو خپل غږ لري؛ خو په تامل او تیلګو ژبه کې د شاه رخ خان خپل غږ نشته.
دا سمه ده چې شاه رخ به په دوو نورو ژبو نه پوهیږي، خو کم له کمه یو داسې کس یې باید اواز ویستی وای چې ده ته ورته وي. یا دې ده خپله ډایلاګونه په سټوډیو کې ډبینګ بڼه باندې ویلي وای، په دې سره به د جنوبي هند مینه وال لا زیات را جذب شوي وو.
نوموړي له دې وړاندې د کمال هاسن په یو تامل فلم کې د ځانګړي رول پر مهال تامل ژبه ویلې وه، نو دا ځل هم ډیره سخته نه وه.
له دې وړاندې هم ډیرو هندي اداکارانو په تامل او تیلګو ژبه کې کار کړی، چې له هغې ډلې د پرباس په (ساهو) فلم کې د شردها کپور اواز اوریدلی شئ.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.