!ناوې پل دې بختور شه

احسان الله ارینزی

635
د روان کال د جنورئ په ۱۵-۱۷، زه د سعودي د ختیځ په الخوبر – دمام ښارونو کې د پخواني افغان سفیر ښاغلي سید جلال کریم مېلمه شوم. ښاغلي سفیر له روغبړ او سلام دعا وروسته سمدلاسه زیری وکړ، چې پل دي بختور دی، یوه په خټه پښتنه میرمن د سعودي د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسی برخې مرستیاله ټاکل شوې ده.
وروسته وضاحت وشو چې دا بی بی، ساره السید نومي چې د ډاکټر عبدالرحمن الفت لور او د سیاسی او فرهتګی درانه شخصیت، ارواښاد استاد ګل پاچا الفت، لمسی ده چې د لغمان شریف اصلی ( تابعیت) لری!
له سفیر سره په دری ورځنیو کیسو کې، ما هیله وښوده چې ګوندې دا مېرمن د افغانستان – سعودي د اړیکو د ښه کولو، پراختیا او اغېزمنتیا په کار کې مرسته وکړی او په دې ساړه ژمي کې د افغانستان د خلکو وزګارتیا، بیوزلتیا او نهرتوب ته په کتو، له سعودي څخه کومه لویه مرسته ترلاسه کړي؛ خو ښاغلی سفیر وویل چې د سعودي د بهرنیو تګلارو اساسي کرښې پاس په ( دیوان ملکي) کې ټاکل کیږی، ڼه د بهرنیو چارو په وزارت کې!
د بی بی ساره السید د کار لا اونئ نه وه پوره شوی چې خبر شوم سعودي ديپلوماتان له کابله ووتل او د دواړو خواوو د اړیکو د پیکه کېدو تبصرې واورېدل شوی.
د امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په سفارت کې ترمیماتي کارونه روان دي او ديپلوماتان د لنډمهاله زده کړو د پاره اسلام اباد ته کډه شول؛ خو العربیه او نورو سرچینو خبر ورکړ چې سعودي او احتمالا عربی متحده اماراتو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل!
دا کار څلور عامله لرلای شی:
۱ — په کابل کې سعودي سفارت او ديپلوماتانو ته د داعش امنیتي ګواښونه،
۲ — د امارت له خوا د اسلامي نړئ او په تېره بیا د سعودي علماوو د مشورو نه منل،
۳ — کار ته د سعودی سفارت د ښځینه کارکوونکو نه پرېښودل،
۴ — د پاکستان د خوشالولو د پاره یو ګام. پاکستان د سعودي زوړ ستراتیژیک او اتومي پارتنر دي.
سعودي په اسلامی نړئ کي اغېزمن حضور او دروند ځای لری. سعودی هغه هیواد دی چې کابل ته ملیونونه او حتی بلیونونه ډالره مرسته کولای شی.که سعودي خپه شوی وی، دا به د امارت لویه دیپلوماتیکه ماته وبلل شي
کله جې زه د ساره السید له تقرر وروسته، په دې کیسو خبر شوم، په زړه کې وګرځيدل چې ناوی پل دې بختور شه!!

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.