منازعه، تاوتریخوالی، جنګ او ټینګار

دودیال

356

منازعه، تاوتریخوالی، جنګ او ټینګار

(هریو خپل ځای اوخپله مانا لري)

Violence

Conflict

War

resistance

نیکي، زړه سوی، نوښت، کشفیات او اختراعات، سخاوت، تقوا، تواضع، ترحم، ښه چلند، غوره وینا او رغاند فکرهغه انسانی اوصاف دي، چې د دنیا او آخرت سرخرویی پکې ده. دغه عالی اوصاف او متعالی ارزښتونه په ثبات لرونکې، روښانه او عادلانه ټولنه کې وده کوي. برخلاف؛ جنګ – جګړه، شخړې او تاوتریخوالی بدمرغي ده چې د بېوزله، بېسواده، تړلي او متحجر چاپیریال ځانګړنه ده.

افغانی ټولنه دې برخه کې ستونزه لري، چې له دې ناوړه حالته باید راووځي. تر هرڅه لومړی په کار ده چې دا درې منفی ښکارندې وپیژنو:

شخړه یا منازعه (Conflict) چې لغوی مانا یې سره مښودل کیدل (اصطکاک)، یو بل څخه جلا کیدل، کشمکش او یو دبل مخی ته ورتلل (تقابل او تعارض) دی، د دوو یا له دوو څخه د زیاتو اشخاصو(حقیقی او حکمی) تر منځ داسې یو اختلاف ته ویل کیږي، چې یو بل سره توپير لرونکي اهداف لري، یا دوه اشخاص فکر کوي چې اهداف یې یو بل سره برابر نه دي، دا یو ناوړه حالت دی. کله چې خلک یو بل سره تضاد حل نه کړي او متناقص اهداف په تفاهم سره بیان او یوه ستوي نه کړي، یو بل سره په شخړه اخته کیږي. په شخړه کې د یوې ډلې د پرمختګ ځواک د بلې ډلې له خوا خنډ سره مخامخ کیږي، فرصتونه له لاسه وځي، نوښت او ابتکار، رغنده فضا او تساند خپل ځای ویجاړتیا او تباهی ته پریږدي. تاوجن او خشن ذهنونه سولې او تساند ته جوړ نه وي.

شخړې د ټولنیزو – اقتصادي اړیکو او یودبل دحق ترپښو لاندې کولو څخه  پېښېږي. شخړې په دغه ډول اړیکو کې د بې توازنۍ او د ساحاتو او د دغو غوښتنو تر منځ په توپير سره منځته راځي. کله چې یو څوک د ژوند دلومړنیو اړتیاوو دکمښت، بیعدالتی، د درناوی نشتوالی او د مقابل لوری له خوا دتیري ګواښ احساس کړي، شخړې ته لاس اچوی چی پایله یې په جګړه کې ښکیل کیدل دی. دغه شخړې ځینی وخت پټه او ناڅرګنده بڼه لري، ځینی وخت برسیرنې وي.

 خشن چاپیریال کې د روزل شویو وګړوشخړې، تباه کوونکې، ژورې او بیخلنې او ویجاړوونکی وي.

اما، د افکارو توپیر او د نظرونواختلاف تل منفی ښکارندې نه دي،بلکې رغوونکې، مفیدې او دتکامل سبب هم کیږی، چې له شخړی سره توپیر لري.  که له مثبته پلوه وګورو، د نظرونو اختلاف د تکامل او د یوې ښې  پایلې لامل هم کیدای شی، خو دا هغه وخت چې په تفاهم او مذاکره باور موجود وي، یو د بل خبره واورېدل شي، منطقی بحث د قناعت وړ وګرځي او پایله یې یوه مثبته نتیجه وي، نه تاوتریخوالی.

دغه توپیرلرونکي نظرونه او انګیزې د قدرت غوښتنې او پراختیا غوښتنې په پرتله ډېرې ویجاړوونکی نه دي، بلکې زیاتره وختونه غنا بښونکی او نوښت لرونکی هم وي، چې د نظرونو د توپير په پایله کې یوه ډیر ښه درېیمه لاره را پیدا کولای شي.

په داسې حال کې چې د شخړې یوه حیرانوونکې ځانګړنه د مقابل لوري نظر او خبرې ته غوږ نه نیول دي. له دې ټولو سره سره؛ شخړه، بعضی وخت د ژوند یو واقعیت دی. سوله او شخړه د یوې سکې دوه مخونه دي. زیاتره شخړې د حل وړ دي. د شخړی هوارول (Conflict Resolution) یوه معموله او ډیره ګټوره ښکارنده ده، چې د نویو اړیکو د جوړولو او د ښکېلو اړخونو ترمنځ د نویو او پاییدونکو اړیکو لامل ګرځي. د شخړې هوارول له تاوتریخوالي څخه ډک چلند ته د پای د ټکی کيښودل دي. د شخړی حل د ښکېلو اړخونو په چلند کې د مثبت بدلون  راوستل او د دوی په فکر او چلند کې په زړه پوری تغییر او په راتلونکی کې له تاوتریخوالي او جګړی څخه د ډډه کولو او د نورو اختلافاتو کمول دي. باید هېره  نه کړو چې شخړه ، تاوتریخوالی او جګړه یو بل سره توپير لري. د جګړې عامل تاوتریخوالی او شحړه ده.

جګړه ( War) د دوو یا څو لوریو ترمنځ داسې مخامخ کیدل دي چی یو پر بل د یرغل شکل لري، چې زیاتره د فزیکی ټکر په بڼه پیښیږی. جګړه د فکری توپیر او تضاد برخلاف؛ عملی تخریبی او قاتلانه اقدام دی.که دواړه لوري کومې جنګی وسیلې باندې سمبال وي، وسله وال جنګ بلل کیږي. دا یو نهایت قهرآمیزه عمل دی چې په مقابل لوری یا د برید په موخه یا هم له خپل حق څخه د ساتنې په موخه واقع کیدای شی. کیدای شی جګړه  د هغی ستونزی او ناوړه پوهیدنی د له منځه وړلو په موخه وی چی له سوله ییزی لارې او د تفاهم په واسطه نه وي حل شوی. یعنی لومړی به یې خامخا د عدم تفاهم او بیا د شخړې بڼه لرله چی وروسته بیا  د جګړې حالت ته رسیدلی وي

افغانان متاسفانه له وړکتوبه دتاوتریخوالی ماحول او اغیزو لاندې رالوی او هره شیبه یې په اذهانو، عمل، انګیرنو او قضاوتونو کی خشونت راڅرګندیږي.

تاوتریخوالی (خشونت Violence یا Dispute) هغه الفاظ، کړنې، انګیرنې، جوړښتونه، نظامونه او د چلند طرز دی چی د جسمی، روحی یا محیطی زیانونو لامل وګرځي، یا داسې اغیزه لرونکی نظام، چلند، کلمات او کړنه چی خلک د دوی له بالقوه انسانی استعدادونو بی برخې او د دوی د ظرفیتونو د اوچتیدو خنډ شی. په دې توګه تاوتریخوالی یوه ډیره منفي ښکارنده ده. . پورته درې ذکر شوی مصطلحات(نوموَنې) خپل خپل ځای لری،یو دبل په خای یې راوړل ناسم دی، تر څو د هریو په مانا سم پوه نشو، حل او له منځه وړل یی ناشد دي.

موږ ته ډیره مهمه ده  چې ټولنه کی د تاوتریخوالی په ریښو فکر وکړو او هغه له بیخه وچې کړو. تاوتریخوالی دوه کچې(سطوح level) لري: پټه برخه/سطح او برسېرنه سطح.

په دې کې پټه سطح زیاته مهمه ده. کله چی د تاوتریخوالی پټه سطح یا کچه حل شوه، نه به شخړې وی،نه جنګونه.

په پټه سطح کی دوالدینو، مشرانو، دینی لارښوونکو او ځینو روایاتوخشن تلقینات، د چاپیریال ناوړه دودونه، د زور- زیاتی ستاینه، یرغلیزاو غوسه ناک احساسات پیاوړي کول، تربورګلوی پالنه او ډېر هغه نور مسایل راځي چې له بده مرغه زموږ د افغانی ټولنی واقعیت دی. ښکاره یا برسیرنه برخه یی تیری، تجاوز او برید کول دي.

اما؛ عادلانه مبارزه، د آزادی او خپلواکی لپاره جدوجهد، د خپل حق ترلاسه کول او له عدالت څخه دفاع جلا خبره ده.

resistance a fight/  ټینګار(مقاومت) او مبارزه د هغه فشار او زور په وړاندې ټینګار دی چی پر ده باندی تحمیل شوی وي، دا روا غبرګون دی.  په دې توګه روا مبارزه او ناروا جګړه باید توپیر شي، ستونزه دا ده چې موږ کلونه کلونه په ناروا جګړو اخته یاستو.

دا واقعیت نه پټوو چې افغانی ټولنه کی د تاوتریخوالی او خشونت بیخلن اړخ او پټه سطح بیانول، ډیر ستونزمن کار دی. په دې اړه څیړنه لوی زړه او آن داچې قرباني غواړي. اصلاح کول یې لوی تدبیر، لوړه پوهه، کلکه اراده، قدرت او سنجول شوې پلان او برنامه غواړي. ناممکنه نده، خو په تاکید سره ویلای شو چی ډیره ضروري ده او پایله به یی یوه روغه، پرمختلې، هوسا، نیکمرغه، آباده، ورورګلویزه، خوږه، مترقي، معموره اوسالمه ټولنه وي.

پایله: جګړه ناروا او حرامه ده، شخړې د حل لارې لري، تاوتریخوالی بایدپه عطوفت، ترحم، زغم او مهربانی بدل شی او ټینګار خپل شرایط او اصول لري. زیاتره شخړې مادی او حقوقی او لږ شمیر یی ټولنیزې، سیاسی او کلتوری بڼه لري، خو بیا هم مهم لامل یی مادی امتیازات، دريځونه ترلاسه کول، متضادی انګیزې، ناوړه پوهېدنه، یو بل سره په متضاد هدفونه لرل، پراختیا او قدرت غوښتنه او دې ته ورته لاملونه دي.

زموږ ټولنه کې موجود تاوتریخوالی، شخړې او جنګونه یوه پټه او بیخلنه ریښه لري. دهغی سمون په کار دی. سمون یې د مادی اړتیاوو څخه برعلاوه؛ زړورتیا، پراخه مطالعه اوپوهه، معنوی ارزښتونو ته وده ورکول، علمی چلند او مُدبر رهبریت غواړی. د دې خبرې په اوریدو سره باید د هر افغان غوږونه وپریږی او د دې په پوهیدو سره دې تندي ته ټس ورکړي چې خشن، ناپوه اوجګړه مار وګړي په څومره ذلالت او ضلات کې را لوی شوی او څومره تېروتلي دي. په اولادونو او د دوي په راتلونکی باید زړه وسوځوئ.

حللاره:  قانون، غوره حکومتولي، تخصصواکي، فردی آزادی، اقتصاد ته وده ورکول، د مشروع کاروبارونو د فرصت برابرول، د وینا حق، بیوزلی پای ته رسول او سالمه – معاصره ښوونه او روزنه(معارف)، مدنی او دیموکراتیک ارزښتونه پالل او ملی یووالی یې حللاره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.