اروپا کې له کتاب او مطالعې سره حیرانوونکی مینه

دودیال

357

 

( ځوانانو سره د زړه خواله)

درې ورځې مخکې د سواد د ورځې په مناسبت زما یوه ناچیزه لیکنه نشر شوه. یو شمېر ځوانانو پوښتنه
وکړه چې څه وکړو، ترڅو مطالعې سره عادت شو؟ په ټولګي کې به مې چې محصلانو ته کورنۍ دنده
سپارله، دوی به شکایت کاو چې د څو کرښو په لوستلو سره سر راباندې څرخي، کورنۍ دند نشو اجرا
کولای. فیسبوک کې چې لیکنه( مقاله) له پنځو- شپږو کرښو زیاته شي، ځوانان یې نه لولي او انتقاد
کوی، چې لیکنه اوږده ده. زه به په دغې لیکنه کې چې ستاسې ترمخې ده، د مطالعې د عادت کېدو لپاره
خپله تجربه ولیکم، خو باید په درناوي سره عرض وکړم چې لیکنه دځوانانو، په تېره د محصلانو لپاره
ده، د درنو مشرانو قیمتی وخت نه ورباندې ضایع کوم. دا کومه څېړنه نه، بلکې سرګذشت او سترګو
لیدلی حال دی:
په داسې یو کورني چاپیریال کې را لوی شوم چې کتابونه پکې پریمانه وو. ښوونځي کې تر شمولیت
مخکې د پلار او بابا له کتابونو سره بلد وم. زیاتره دیني کتابونه، پنج کتاب، حافظ… او نور وو. همدا
وخت راته پلار دلیک لپاره په سیاهي د الفبې توري لیکل او جومات کې مې سیپاره لوستله. کله چې
شپږکلن وم، د کب وروسستیو کې چې لاهم د دیوالو سیوري ته یو قد واوره پرته وه، پلار د زاړه ښار د
"سردار جانخان لومړنی ښوونځی" ته روان کړم. دښوونځي اداره دوهم پوړ کې وه. زما همزولي، ډیر
نور هلکان او نجونې هم د ادارې مخه کې وو. پلار راته د هڅوونې په موخه وویل : دا ټول ستا
ټولګیوال دي. ته به یې اول نمره وی. زه ډیر خوشحاله شوم. کله چې وار راغی، پلار مې سرښوونکي
سره خبرې وکړې او زما دوه فوري عکسونه یې ورته کېښودل. په هغه سبا مې مشر ورور سره د
معارف وزارت لومړی پوړ کې د لومړی ټولګی د کتاب د پیرودلو لپاره ولاړم. دا وروسته تر سیپاری
زما لومړنی خپل کتاب و. اول لوست یی ورورسته تر بسم الله الرحمن الرحیم څخه :
(آب ، او آب داد ، آب دادن ثواب دارد.) و.
له تورو سره بلد وم، دا می ډیر اسانه ولوستل، خو ورپسې نور درسونه : طاهر خیاط است او یک شادی
دارد. غوث فالوده را خوش دارد… په پای کې "ترانه بیرق" او "ترانه استقلال" راته سخت وو، دا می
بیا د اوړي تر ورځو ټول زده شول…
تر دې مخکې می کورکی پښتو دلومړی ټولګی کتاب لوستی و:
آس ، دا آس دی، دا د دادا آس دی…
کله چې دښوونځي ابتدائیه دوره پای ته ورسیده، د حبیبې د لیسې زده کوونکی شوم. دا وخت د حبیبې د
لیسې کتابتون، عامه کتابتون، دپوهنتون مرکزی کتابتون، دمحصلانو د کلوپ کتابتون، د خانه علم

وفرهنګ کتابتون، دعلومو د اکاډمی کتابتون او آن د خطی آثارو ارشیف راته تر ټولو ښایسته او غوره
ځایونه وو. بهرنیو سفرونو کې خامخا په کتابتونو ګرځېدم، ځان ته مې کتابونه خوښول.

***

نن د ویسمار د ښار عامه کتابتون کې ناست وم، انترنیت می هم فعال کړی و، چې ورو مې خواته د
کتابتون ماموره راغله او په اشاره یې پوه کړم چې یوه بجه ده او کتابتون دوه ساعته تړل کیږي. زه د
سهار له لسو بجو تر دې وخته ساعت ته نه وم ځیر، ما فکر کاو لس – یوولس به وي، خو ریښتیا هم چې
څلور دقیقی یوې ته پاتې وې، په بیړه پاڅیدم، کتابونه، پاڼې، قلم او لپتاب می ټول کړل او وتلو ته چمتو
شوم. له نورو میزو هم خلک پاڅیدلي وو.
د ویسمار د ښار کتابتون اونۍ کې یوه ورځ رخصتي لري، نور هره ورځ پرانیستی وي. اونۍ کې دوه
ورځې له یوې تر څلورو تړل کیږي، بیا د شپې تر اتو پورې پرانیستی وي، خو د رور بوخم پوهنتون
کتابتون چی ما پکې دیارلس کاله مخکی سبق وایه، د شپې تر دولسو پرانیستی و، برلین کې دپوتسدام
پوهنتون کتابتون شپه او ورځ پرانیستی و، صرف د کارکوونکو د کار شفتونه بدلیدل. د برلین سخت
ژمي کې تر ټولو تود ځای، د پوتسدام د پوهنتون کتابتون و، چې ۲۴ساعته یې مرکز ګرمي روښانه وه.
محصلان به د لوست په تکرار، د مونوګرافونو په بشپړولو، د کورنیو دندو او صنفی پروژو لپاره پکې
بوخت وو. دا یواځې کتابتون نه، بلکې بهر نیو هیوادو کې په تِرن، تمځای، لاره… هرځای خلکو سره یو
کتاب وي او په لږ وزګاریدو سره یی لولي. په تیره بیا اروپا کې رومانونه ډیر لوستونکی لري. دوی
ورسره سخت عادت دي. د دیجتل، آنلاین او بریښنایی کتابو ترڅنګ، لاهم چاپی(کاغذی بڼه) کتاب خپل
ارزښت، په زړه پورې والی او اهمیت ساتلی دی. د سفر او پارکونو ته د راوتلو پرمهال مشهور
رومانونه اونالونه دوی سره وي.
د رومان او ناول لوستلو دوی له مطالعې سره عادت کړي، افاقی معلومات یی زیات شوي، عواطف یې
تلطیف، د ژوند شیبې یې متنوع او خوندورې، د افادې، خبرې کولو او استدلال قوت یی پیاوړی او د
حافظی توان یی ورته اوچت کړی دی. وطن او خپل تاریخ او ملی مشاهیرو او مفاخرو سره یې تعارف
ورزیات کړی او ډیرې نورې ګټې.
که ريښتیا ووایو؛ اروپا او امریکې کې لیکل شوی ادبی آثار( خصوصاً نثر لکه لنډه کیسه، طنز، رومان،
ناول، یونلیک…) ډېر په زړه پورې او بوختوونکې دي. متاسفانه موږ تراوسه پښتو کې د شعر تر څنګ؛
نثر او په تېره ناول، رومان، طنز، خاطره، لنډه کیسه او یونلیک لږ لرو. دا ډول آثار له پورتنیو ګټو
برسیره، د ژبې د بډاینې او صیقل کیدو لامل هم کیږي، خو دلته هم لیکوال او هم لوستونکی د ناول او
رومان او نورو نثري اثارو مطالعې او کیفیت ته ځیر ندي.
پښتو شعر او نظم د ادبی نثر په پرتله ډیر لرغونتوب لري. څومره چې رومان د نړۍ د بیلابیلو ژبو
ادبیاتو کې جاذبه، اغېز او مینه وال لري، پښتو ورڅخه بې برخې ده. موږ ډیر لږ داسې داستان، رومان
او ناول لرو چې تخیُیل، داستانی نثر او دکیسې تخنیک پکې رعایت او عالی روایت پکې بیان شوی وي.

په همدې خاطر د ادبی نثر لوستونکې کم دي. پښتانه که ادبیات لولی هم، یواځې په شعر اکتفا کوي
اونثري ادبی اثار لږ لولي. له همدې امله د دې ډول اثارو پنځوونکی هم لږ لرو او لیکلو ته یې انګیزه
ډیره کمه ده. که دا علتونه نه وای، اوس به زموږ پښتانه د کلتوری بډاینې، د افاقی معلوماتو، پوهې،
تاریخی آګاهی، استدلال او شعور، تحلیل، عواطفو او مطالعی سره عادت او ډیرو نورو ښېګڼو څخه به
بې برخې نه وو. له بده مرغه زموږ ځوان نسل له دې پلوه یوه (تاریخی جبر) سره مخامخ دی. دغه
اوسنۍ ستونزې په خپله دا ثابتوي چې دغه جبر د ځوانانو ژوند څومره بې خونده او وروسته ساتلی دی.
څومره چې راته ثابته شوې، د اروپاییانو او امریکایانو ژوند کې ناول، رومان، یونلیک، د خاطرو
کتابونو، طنز او نورو نثري آثارو د خلکو د نوښت دقوت، زغم، مدنیت، تفکر، خلاقانه ظرفیت، فکری
ازادی او اعتلا، روحی تلطیف، رواني تسکین او هوسایی سره ډیره مرسته کړی ده.
که ځوانان د خپلو ظرفیتونو د اوچتولو، له مطالعې سره د عادت، د لوستلو د مهارت سمون، د مغزو او
حافظې د تکړښت، د بیان او افادې د قوت، د افاقی پوهې او نړۍ لید د پراخولو او بیځایه چرتونواو خیال
پلوونو او عبثو افکارو څخه د ژغورنې لپاره، د دغه ډول اثارو مطالعې ته وخت او ارزښت ورکړي،
زموږ لیکوال او ناشرین به هم وهڅول شی او په مجموع کې به زموږ د ژبې او کلتوری غنا او پرمختیا
لامل شي.
دلته د ویسمار عامه کتابتون کې د جرمنی لیکوالو رومانونه ډېرزیات دي، لکه: ف.دورنمات، هرمان
هسه(دنوبل ګټونکی)، انازیګرس، برشت، ګونترګراس(چي ۱۹۹۹ کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده)،
ج.هیالی او ډېر نور. د دوی له رومانونو څخه په زړه پورې سریالونه جوړ شوی دي، چې تلویزیون کې
هم ښودل کیږی او DVD یې هم پریمانه پلورل کیږي. د یو څو نومونه یی دا دي: ساندرا برون،
دکوډوغر، لویدیز کې څه خبره نشته، سیدارتا، دا کور زما دی او نور. د اسپانیایی، روسی، انګلیسی او
امریکایی نالونو جرمنی ژباړی ډېرې لږ دي.
په دې صنعتی دور کې رومان لا هم دخلکو د پام وړ ادبی ژانر دی. په کورونو، پارکونو،
تمځایونو،ترِنونو او کتابتونو کې نیم خلک د رومان په لوستلو بوخت وي. د دوی په لیدو کتاب او رومان
لوستو ته د سړي آرمان او د مطالعی شوق ورشی، هغه چې موږ ورڅخه محروم او ورسره علاقه نه ښیو.
موږ به ترڅو داسې یو؟ راځئ ځان مطالعې سره عادت کړو.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.